لیکنه: ظفر خان سعادت
هند لومړنی هیواد دی چې ډیر افغان محصلین پکښې لوړې زده کړې کوي. هندیان له افغانانو سره ډیره مینه لري او په پوره درنښت ورته قایل دي او د افغانانو د هغې ریښتیني میني تل یادونه کوي کومه چي افغانانو د تاریخ په اوږدو کي ساتلې ده. د پرمختللیو او په عصري ټکنالوجۍ سمبال پوهنتونو په لرلو سره نه یوازي افغانان بلکه د هغو هېوادونو محصلین هم زده کړي کوي چي یو وخت یې هند مستعمره وو.
افغان محصلین دلته د زده په موخه له مختلفو طریقو راځي چي لومړئ یې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي بورسونه وو چي د اوسني ولسمشر په راتګ سره بند سوه. دوهم یې د کانکور د لوړو نمرو پر اساس بورسونه دي چي مستقیم د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته ورکول کیږي. دریمه یې د هند د سفارت او کونسلګریانو لخوا د محصلینو تر منځ د ازاد رقابت له لاري د امتحان په ورکولو سره پر مخ وړل کیږي او د مالي لګښت مسئوله څانګه یې په هند کي د هند د کلتوري اړیکو اداره یا Indian Council for Cultural Relations ده چي لنډیز یې ICCR دی. او څلورمه لار یې د شخصي لګښت له لاري زده کړه ده چي یوازي د پیاوړي اقتصاد لرونکي محصلین یې پر مخ وړلای سي.
دا چي افغانان دلته په لوړه کچه دي او درسونه وایي د خوښۍ خبره ده خو د ګوند پرستۍ له وجي یې وضعیت تر افغانستان خراب دی.
ځیني محصلین درس نه وایي آن د ویزو د ختم یې کلونه تېر سوي دي خو لا بیا هم دلته دي تر اوسه یې لیسانس نه دی خلاص کړئ او د ژوند زیاته برخه یې په عیاشۍ تیریږي او خپل اصلي هدف یې پرې اېښی دی. په دغه کټګوري کي ښځینه او نارینه محصلین دواړه شامل دي. په دې اړه د اوسني ولسمشر دریځ چي هغه محصلین چي درس نه وایي باید بیرته هیواد ته راواستول سي د ستایني وړ دئ.
د زیاتي برخي د محصلینو بیا تعصب په مغزو کي پېچکاري سوئ دی او د یو ثوابي کار په ډول یې پر مخ وړي چي د افغانانو تر منځ یې کنډو را منځته کړئ دی او د افغانانو تر منځ یې د نفاق اور بل کړئ دی په غالب ګمان ویل کېدای سي چي تر شا یې لوی لاسونه پټ دي.
دا محصلین دلته په راتګ سره پر ډلو او ټپلو وېشل کیږي، غونډي جوړوي، پر پلانونو کار کوي او د یوه مشخص قوم پر ضد بهرنیانو ته منفي تبلیغات کوي.
کله چې په یوه پوهنتون کښې پښتانه، تاجیک، هزاره او ازبک محصلین وي نو هلته حتمي ۴ مختلفې قومي ډلې هم وي. دوی یو نظر نلري، د یوه بل نه متنفر او کرکه کوونکي وي. هر یو يي ځان ته پروګرام لري. حتی کله چې افغانستان معرفي کیږي نو تاجیک یو ډول، ازبک بل ډول، پښتون او هزاره بیا بل ډول معرفت وړاندې کوي، زیاتره دري ژبي دري نه مني او خارجیانو د دري د ایرانۍ فارسي په نوم ورپېژني او وایي چي د افغانستان رسمي ژبه یوازي او یوازي همدا فارسي Persian ده. په لویو غونډو او سیمینارونو کي د افغانستان څیره بل ډول معرفي کوي او د یوه مشخص قوم په خاص ډول پښتون پر ضد بهرنیانو ته ډېر منفي تبلیغات کوي او وایي چي په افغانستان کي د ستونزو جرړه همدا یو بېسواده، جنګي او وحشي قوم دی.
خو پر دې ټولو ستونزو سربېره پښتانه د خپل قوم او هویت په کلکه دفاع کوي، منظم دي او په کلتوري غونډو او کنفرانسونو کي په مېړانه ثابتوي چي پښتون شر خوښوونکئ نه بلکه سولییز قوم دی او دلته یې له زده کړو څخه هدف د افغانستان د روښانه راتلونکي تضمین دی.
د رواني میاشتي په یوویشتمه نېټه د بنګلور آیالت په ګارډن سیتي کالج کي Afghan Day لمانځل کېدل چي پر ټولو دېوالونو د زړو جنګي جنایتکارانو عکسونه ځوړند وو هغه کسان وو چي لاسونه یې د دې ملت په وینو له تیرو څلوېښتو کلونو راهېسې سره وو. موږ ډیروپښتنو یې پر لیري کولو ټینګار وکړ خو را سره ونه منل سوه آن خبره په تاوتریخوالي بدله سوه او د اوسني ولسمشر انځور لا ونه ځړول سو.
هغوی دلته د خپلو مړه سویو او وژل شویو کسانو ورځي هم لمانځي او بهرنیانو ته یې د افغانستان د یوازینیو اتلانو په نوم ورپېژني او د یوه مشخص قوم خصوصا پښتنو مشرانو ته سپکاوئ کوي د چا په وجه چي په هند کي زده کړي کوي.
دوی خپلو کسانو ته وایي چي د قوم او ژبي په اړه د ملایانو خبرو ته غوږ مه ږدئ ځکه زموږ د بې اتفاقۍ سبب کیږي.
دلته د نورو هیوادونو محصلین ډېر منظم، تر یوه بیرغ او ملي سرود لاندي خپلي کلتوري غونډي پر مخ وړي خو د افغانانو محصلینو تر منځ قومي او ژبني تعصب د هماهنګۍ نه شتون د ډیرو خلکو پام را اړولی دی آن پوهنتون خبر دی چي افغانان یو ټول ملت نه بلکه پاشلی ملت دی. د وخت په تېرېدو دا موضوع لا ګرمیږي او د افغانستان سفارت چي په ډیرو موضوعاتو خبر دی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړئ.
د افغانستان د ستونزو د حل لار تعلیم او یووالی دی خو په تعصبي نظریه روزل سوي هیڅکله د افغانستان په درد نخوري بلکه هوښیار دښمن ته د بل سوي اور لپاره د خامو موادو حیثیت لري.
په درنښت
ظفر خان سعادت د هندوستان په بنګلور پوهنتون کي د اروا پوهني او اقتصاد محصل دی
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.