ژباړه: افتخار احمد همدرد
ولسمشر: د هند یو بیلیوني مارکیټ مونږ ته ډیر ارزښت لري
د ان ډي ټلویزیون سره د مرکې په پیل کې ولسمشر د هند د یو بیلیون ډالرو د مرستې مننه وکړه، نوموړي وویل که د هند وګړو ته پام وکړو نو هر فرد یې د افغانستان سره یو ډالر مرسته کړی. ولسمشر وویل، مونږ به د وریښمو لار د هوا له لارې تنظیم کړو، چې دواړو خواوو ته به کارګو جوړ کړو تر څو د هند او افغانستان تر منځ تجارت لا پراخه شي نوموړي وویل، د افغانستان میوې او خوراکي توکي د پخوا نه خپل ډیر ارزښت لري چې د همدې امله مونږ ته د هند د بلیوني وګړو مارکیټ ډیر مهم دی. ولسمشر غني د خپل مرکې په یوه څنډه کې وویل ،موږ له نړۍ سره وصل شوي یوو، خو که موږ پاکستان ته اجازه ور نه کړو، څه ډول به له تاجکستان، ازبکستان او د مرکزي آسیا له هېوادونو سره سوداګري وکړي، له کومې لارې؟ ولسمشر غني زیاته کړه،موږ اوس د نړیوال سوداګریز سازمان برخه یوو او په دې لړ کې معاهده شته چې په وچو کې راګېر هېوادونه به د بحر پورې تړلیو هېوادونو ته لاس رسۍ لري. موږ به هم د قانون له مخې، پاکستان ته د خپل لاس رسي په برخه کې د خپل حق تر لاسه کولو موضوع وڅاروو. دا هم باید ووایم چې یو اړخه کړنې به ضرور غبرګونونه ولري. د ولسمشر په وینا،افغانستان نړۍ ته د لاس رسي لهپاره په یو هېواد ملا نه تړي، په نومبر میاشت کې به د ترکمنستان د رېل کرښه اقینې بندر ته راورسېږي، له دې وروسته افغانستان اروپا ته یوازې له پنځو تر اوو ورځو واټن لري. یوازې دا نه، د چین د رېل کتار تر حیرتانو پورې را ورسېد او له ایران څخه هرات ته د رېل کرښې کار هم په چټکۍ پای ته ورسېد. هیلهمند یم هغوی چې فکر یې کاوه، موږ د یوې تپل شوې جګړې سره سره، له څو اړخونو د یوه کار په پای ته رسولو نه توانېږو، پرمختګ، انکشاف او خلاصون نه شوو رامنځته کولای،زمونږ په پیژندنه له سره غور وکړي. غني د مرکې په پای کې وویل،مونږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې څوک زمونږ د خاورې څخه د نورو هیوادونو د بی ثباتۍ لپاره ګټه پورته کړي،مونږ د هیڅ یو هیواد لپاره ګواښ نه یو،اوس نو هغه هیوادونه چې خپل خاوره د تروریستانو په واک کې ورکوي باید د دې کار په عواقبو غور وکړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.