ژباړه: حمیدالله حمیدي د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول د مېوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او د خوښۍ احساس درکوي، خو په موږ کې دود دا دی چې د ټولې ورځې مېوه په دوو وختونو کې، یعنې له ډوډۍ وروسته خورو. د تغذیې د برخې مشهور متخصص نوروز حقي وایي، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې ټول حجم اشغالېږي، معده ډکه او درنېږي، په دې وخت کې د مېوې خوړل د ګټې پر ځای ستونزې جوړوي، ښه دا ده چې له ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته مېوه وخوړل شي. دی همدا راز وایي چې د ډېری کسانو بدن له ډوډۍ خوړلو وروسته د خوږو خوړو ته اړتیا پیدا کوي، نو اړ دي چې مېوه وخوري، دوی ته سپارښتنه کېږي، د دې پر ځای چې هم یې پر معده فشار نه وي راوستی او هم یې په وینه کې د خوږو یا قندو مېزان ساتلی وي، ښه ده چې د همدې مېوو مربا وخوري. نوروز حقي وایي، د ورځې په اوږدو او بېلابېلو وختونو کې د مېوې خوړل د وینې فشار کنټرولوي، د فکري کار لپاره انرژي تولیدوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ستړیا له منځه وړي او د زیاتې غوسې مخه نیسي. په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو بېلې مېوې په بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري، په مېوه کې د بدن د اړتیا ټول مواد په اصلي شکل پیدا کېږي. هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.