لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ښاغلی محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۳ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لسمه نېټه په داسې حال کې د افغانستان د پوهنې وزیر په توګه ټاکل شوی او د لنډې مودې لپاره یې د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې چې د افغانستان صدراعظم وو او د خپلې کابینې په جوړولو لګیا وو. ښاغلي محمد هاشم میوندوال د عبدالحلیم زوی دی چې د خپل ماموریت په لومړیو وختونو کې یې د پردېس تخلص کاوه. محمد هاشم میوندوال په ۱۳۲۸ هـ ل کال د غزني د مقر په ولسوالي کې زېږېدلی او د مېرمن نوم یې سلطانه میوندوال وو. نوموړي د کابل ښار په غازي لېسه او حبیبیه لېسه کې زده کړې تر سره کړې او د دولسم ټولګي له فراغت سره جوخت یې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې دنده پيل او ډېر ژر د انیس د ورځپاڼې مسوول مدېر و ټاکل شو. ښاغلی میوندوال په ۱۳۲۱ کال د هرات د اتفاق اسلام د جریدې مسوول و ټاکل شو او ۱۳۲۴ کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د دایرة المعارف د ادارې عمومي مدېر شو. ښاغلی میوندوال د ۱۳۲۴ کال په پای کې د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیال په توګه په دنده و ګومارل شو. محمدهاشم میوندوال د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مطبوعاتي سلاکار شو خو دغه دنده یې لا یو کال نه وه اجرا کړې چې نوموړی یو ځل بیا د مطبوعاتو د مستقل ریاست د رییس په توګه غوره شو. ښاغلی محمد هاشم میوندوال له دې وروسته د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین، په امریکا، پاکستان او انګلستان کې د افغانستان د لوی سفیر او شاه د ځانګړي استازي په توګه دندې اجرا کړې دي. ښاغلی محمدهاشم میوندوال په ۱۳۴۲ کال د ډاکتر محمد یوسف په کابینه کې د مطبوعاتو وزیر شو خوکله چې په ۱۳۴۳ کال ښاغلي ډاکتر محمد یوسف د صدارت له چوکۍ څخه استعفا وکړه، نو ښاغلی محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۳ کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د شاهي هېواد صدراعظم او د کابینې په تشکیل موظف شو چې د ده د صدارت په دوران کې افغانستان ښې لاسته راوړنې درلودې. محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۶ کال د تلې په میاشت کې له صدارت څخه استعفی وکړه او د روغتیایي درمان په موخه بهر ته ولاړ. په ۱۳۴۸ کال کې ښاغلي میوندوال د ملي شورا په ۱۳ مه دوره کې ځان کاندید کړ خو ولسي جرګې ته د وکیل په توګه بریالی نه شو. ښاغلی محمد هاشم میوندوال د افغانستان د مترقي، دېموکرات غورځنګ بنسټ اېښودونکی دی چې د افغانستان یو سیاسي ګوند ګڼل کېږي او د ۱۳۴۵ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې یې مرامنامه د افغانستان د راډیو له لارې اعلان شوه چې د غربي سوسیال دېموکراسي په ټيپ برابره شوې وه. د ښاغلي میوندوال د ګوند اصلي سیال د افغانستان د خلق دېموکراتیک ګوند وو چې په افغانستان کې یې شوروي سوسیالېستي پلوه نظام ته فعالیت کاوه. د ښاغلي میوندوال د ګوند جریده د (مساوات) په نوم وه چې متعددې ګڼې یې خپرې شوې دي. ښاغلی محمد هاشم میوندوال د مشروطه شاهي، ټولنیز عدالت، ملي ګرايي او وګړنیزې واکمنۍ غوښتونکی وو او خپلې غوښتنې یې د یو داسې شاهي مشروطه نظام لاندې د عملي کولو وړ بللې چې د اسلام د سپېڅلي دین، قوانینو او مقرراتو ملاتړ یې کاوه. د ښاغلي میوندوال شعار د داسې یو کلتوري انقلات منځته راتګ وو چې د ترقۍ او دېموکراسۍ په اساساتو باید ولاړ وي. ښاغلی محمد هاشم میوندوال په ۱۳۵۲ کال کې د ښاغلي سردار محمد داودخان د کودتا څخه وروسته د رژیم له لوري د کودتا په تور و نیول شو او د پلچرخي په زندان کې زنداني شو خو نوموړی د ۱۳۵۲ کال د تلې د میاشتې په ۲ یمه نېټه په مرموزه توګه په زندان کې و وژل شو. د نوموړي ملاتړي وايي چې ښاغلی میوندوال د سردار محمد داودخان د رژیم له لوري و وژل شو خو د وخت رژیم بیا دا تور نه دی منلی. ښاغلی محمد هاشم میوندوال یو پیاوړی لیکوال وو، په پښتو، دري، عربي او انګریزي ژبو یې لیکنې کولې او زیات آثار لري.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.