لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
په سوژه پسې لټون
10 years ago
نیکه بیا را ژوندی سو
10 years ago
ویکتور ماري هوګو
10 years ago
View all
View all
View all
View all
View all
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
د یوه پیاوړي مدیر اووه نښې
- 10 years ago
په دې ځان پوه کړه، چې څه وخت مو د دفتر دروازه بنده کړئ!
- 10 years ago
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
- 10 years ago
اضافه والی له منځه یوسئ او لومړیتوب رامنځته کړئ!
- 10 years ago
View all
View all
View all
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Menu
لومړيتوب
اسلام
انجينیري
اقتصاد
اروا پوهنه
ټولنپوهنه
حقوق
روغتیا
ژورنالیزم
سياست
فلسفه
کرنه او مالداري
تاريخ
ادب
ادب
ژباړه
لنډې کیسې
ځنځیري لیکنې
ځانګړې لیکنې او پیغامونه
ژوند او بریالیتوب
مديريت او رهبري
چاپېريال
ساینس او ټکنالوژي
ښوونه او روزنه
سکالرشيپونه
ماشوم روزنه
انځورګري
سپورت
نړۍ او سیمه
نړیوالې څېرې
همکارلیکوال
د نن څېرې
همکارلیکوال
کتـابتون
مجلې
کتابتون
اړیکه
د لیکنې لېږل
د لومړیتوب تګلاره
لارښود
د خبراوي فورم
Log In
Remember Me
Lost your Password
Home
ژباړه
څنګه کولای شو خلاق او متفکر ماشوم وروزو ؟
څنګه کولای شو خلاق او متفکر ماشوم وروزو ؟
Posted By:
عطا محمد میاخېل
on:
September 18, 2016
In:
ژباړه
,
ښوونه او روزنه
,
لومړيتوب
,
ماشوم روزنه
Print
Email
ژباړه : عطا محمد میاخېل
ماشوما ن د یوې ټولنې یو له بریالیو ارکانو څخه دي او هر څومره چې یوه ټولنه خلاق او متفکر ماشومان ولري، د هغه هېواد راتلونکې به تضمین وي . د دا ډول نسل د روزنې دنده د کورنۍ او د هغه هېواد د رونیزو سازمانونو په غاړه ده، مګر که چېرې ښوونځي ته له تګ څخه مخکې موږ خپله لاس په کار شو او ماشومانو ته د هغوی د خلاقیت د څرګندیدو شرایط برابر کړو؛ نو پرته له شکه هغه ماشوم به د خپل مور او پلار له پاره یو بریالی زوی وي، نو د دا ډول ماشوم د روزنې له پاره لاندې لیکنه ولولئ .
د ټولنیز درس په ټولګي کې یوه زده کوونکي د امریکا د انقلاب او جګړې د موضوع په اړه پوښتنه وکړه : خلک ولې د واک او مقام له پاره جنګېږي ؟ د لیزا ویلسون په نامه د دې ښوونځي د ښوونکې ځواب دا و، ته خپله څه فکر کوې ؟ هغې زده کوونکي په دوه ګونو ډلو ووېشل، ترڅو د موضوع په اړه له یو بل سره خبرې وکړي او خپل نظرونه څرګند کړي .
د ورځ تربلې ډېرېدونکو ښوونځیو په څېر، په دې ښوونځي کې هم اجازه ورکوي، ترڅو د زده کوونکو د کنجکاوۍ حس وخوځېږي . ښوونکي یاد ته سپارل شوي واقعیتونه بې ارزښته ښیي . دا تګلاره د غندنیز تکفر په نامه د یوه ستر روزنیز مفهوم یوه برخه ده . دا مفهوم کابو ۳۵ کاله د رونیز کنفرانس موضوع وه، خو په پای کې دا خوځښت ډېر چټګ شو . د جورجیا پوهنتون استاده ډاکټر امي سیلي فلېنټ وایي : دا روزنیزه تګلاره، ماشومان هڅوي، ترڅو پلټونکي شي او دا هغه څه دي، چې د هغوی په خلاقیت او نوښت کې ورسره مرسته کوي . هغه په دې باور ده، چې کولای شو، دا مهارتونه په کور کې هم زیات کړو .
جذاب کوونکي کتابونه پیدا کړئ :
ډاکټره فلېنټ وایي : هغه کیسې او داستانونه چې مبهم پای لري، د هغو په پرتله چې د تمې وړ پایله لري، ماشومان لا ډېرې شننې ته اړ کوي . خپلو ماشومانو ته دا ډول داستانونه ولولئ او وروسته له هغوی څخه پوښتنه وکړئ، چې آیا د کتاب په متن او دغه راز په خپله شخصي تجربه کې یې څه پیدا کړي، چې امکان لري څه پېښ شي . همدار راز کولای شو، خپلو ماشومانو ته د سریالونو په لور لارښوونه وکړو، چې له هغوی سره په راتلونکې برخه کې د رامنځته کېدونکو پېښو په وړاند وینه کې مرسته وکړي
.
د هغه له ستراتیژۍ سره مرسته :
آیا کله چې ماشوم د خپلو درسي ستونزو په اړه ډاډه نه دی، خپه کېږئ ؟ که چېرې وغواړي په یوه ورځ کې هم د خپل ملګري د کلیزې جشن ته لاړشي او هم د فوټبال لوبه ترسره کړي، نو ورته پروګرام جوړوئ ؟ که چېرې داسې وي، تاسو مرسته کوونکي نه یاستئ . ویلسون وایي : غندنیز تفکر ستونزه په ډېرې آسانۍ حل کوي . که چېرې ماشومانو ته تمرین ورنه کړو، نو هغوی به هېڅکله د حل لارې د موندلو وړتیا پیدا نه کړي .
د نظر د ورکولو پرځای له خپلو اولادونو څخه وپوښتئ، چې په نظر یې کوم کار غوره دی ؟ که چېرې متردد شو، وې هڅوئ، دې موضوع ته ښه پام وکړئ، آیا امکان لري، چې ملګری یې ورته درسي ستونزه ولري، یا محاسبه وکړئ، چې د کلیزې له جشن څخه څومره وخت وروسته به د فوټبال لوبغالي ته ورسېږي .
د تفکر پړاو ته پراختیا ورکړئ :
هغه ښوونځي چې په غندنیز تفکر باندې ټینګار کوي، غواړي چې ماشومان توپیري لیدلورو باندې پام ولري . په بوستون کې د امي برن په نامه یو ښوونکي وایي : زه معمولاً د ټولګي زده کوونکي په کوچنیو ډلو وېشم . ماشومان په دې عمر کې د خپلو ډېرو کمو ټولګیوالو په وړاندې خپل نظرونه او باورونه بیانوي، په دې اساس بحثونه لا پسې غني کېږي .
له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو په بېلابېلو باورونو پسې لاړشي . مقالې ولټوئ، چې د یوې موضوع مثبت او منفي اړخونه دواړه ولري او له یو بل سره په دوستانه او کورنۍ فضا کې، یوه مناسبه موضوع وټاکئ، لکه : آیا د ښوونځي زده کوونکي باید یو شان جامې واغوندي ؟ وروسته له هلکانو وپوښتئ، چې په دې اړه څه نظر لري .
د خبرونو په اړه بحث وکړئ :
ډاکټر کیتي روتلا وایي : وروستۍ پېښې هغه طبیعي لاره ده، چې کولای شئ، خپل ماشومان په بحث کې دخیل کړئ . دا کار کولای شي په ډېرې آسانۍ له هغو ځوابونو څخه چې په هو او نه سره ورکول کېږي او ماشومان یې په دې عمر کې له ویلو سره ډېره مینه لري لوړ بوځي .
له هغو ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ، کومې چې د ماشومانو په موضوعاتو باندې تمرکز کوي، مقالې پیدا او له یو بل سره یې ولولئ . د یوه زده کوونکي پلار وایي : خبري ویبپاڼې معمولاً د کورنیو له پاره ډېرې پوښتنې را منځته کوي، تر څو د هغو په اړه خبرې وکړو .
هغه زیاتوي : یوه ورځ مې د هغو کسانو په اړه یو خبر ولوست، کوم چې له هټیو او پلورنځیو څخه غلاوې کوي . وروسته مو د غلو د دې کار له پاره احتمالي دلیلونه وارزول.
تېر وختونه در په یاد کړئ :
د بریاو او ماتو په وړاندې غبرګون د غندنیز تفکر د مهارت د جوړښت یوه ستره برخه ده . دا په نیویارک کې د راشل ګریفن په نامه د یوه ښوونځي د مدیر نظر دی .
په هر حال دې ذهنیت ته د رسېدو له پاره، ماشومان دې ته اړتیا لري، چې هغوی لږ را وپاروو : کله چې ماشوم مو یو کار دستي ترتیبوي، یا د یوه برج نمونه جوړوي، یا د خپلو لوبو کلکسیون منظموي، هغه د دې پړاو په اوږدو کې ( کله چې غواړي خپله نظریه څرګنده کړي )
او وروسته له دې تر نظر لاندې ونیسئ . وروسته ترې وپوښتئ، چې کوم کار یې ترسره کړئ او د کوم کار له ترسره کېدو سره مینه لري . دا پړاو په ښوونځي کې او البته په هر ستونزمن ځای کې چې قرار ونیسي، په طبیعي توګه ترسره کېږي .
Previous
د 1990م کال راهیسې مطلقه بې وزلي له نیمايي څخه ډېره کمه شوې، څه ته اړتیا ده چې بې وزلې ته په بشپړ ډول ماتې ور کړي؟
Next
د زده کوونکو لپاره سهارنۍ څومره اړینه ده؟
About the author
عطا محمد میاخېل
Related Articles
د بقرې مکي سورت 102 _ 105 ایتونه
November 04, 2016
د بقرې مکي سورت 98 _ 101 ایتونه
October 28, 2016
کم خو سیسټیماټیک
October 27, 2016
د پاڼې ټول حقوق د
لومړيتوب
له اداري ډلې سره خوندي دي.
Desktop Version
Mobile Version