لیکنه: روښان خادم مخکی له دی چی د نشنلیزم او افراطیت په باب ډیری خبری وشی دا ضروری ده چی دواړه خواوی صحیح و پیژندل شی زما له نظره نشنلیزم د ملتونو د جوړیدو ‘ متحد کیدو ‘په ځان د باور او اعتماد د قوی کولو ‘ د مختلفو پرګنو یو ځای کولو’ په خپلو افتخاراتو لکه ژبه ‘ تاریخ ‘ کلچر’ روایاتو او خلاصه دا چی په خپلو ملی ممیزاتو ویاړ او فخر کولو نه بغیر بل کوم څیز نه دی خو په نشنلیزم کښی ډیره مهمه خبره داده چی نشنلیزم وګړو نه د استعمار او استڅمار به مقابل کښی سنګر او قوت جوړوی او مقابله یی کوی نو نشنلیزم د ملتونو د بقا اعتلا. یووالی ‘او استقلال سنګر دی . ننی دنیا پرون د نشنلیزم له برکته جوړه شوی ده په دنیا کښی ټول ملتونه نشنلستان دی او د نشنلیزم له برکته ژوندی دی کنه سترو قوتونو او استعمار به خوړلی وای یو وخت رونالد ریګن د امریکی کانګرس ته په خبرو کښی وویل 🙂 مونږ ددنیا بهترین ملت یو) داخبره د امریکای نشنلیزم نه راوتی ده .تیر کال دیود کامرون د انګلستان صدراعظم په خپله یوه پارلمانی وینا کښی وویل ( مونږ په دنیاکښی د ډریور حیثیت لرو نه د پسنجر) دا خبره د انګلیس نشنلیزم قدرت ښیی د اڼګلیسانو هر څه د نوری دنیا نه متمایز او فرق لرونکی دی حتی خپل د سهار چای او د مازیګر ناشتا هم خاص انګلیس ګڼی او د ژوند ټول څیزونه پکښی انګریزی دی د روس کمونستی هم د روسی نشنلیزم پر بنیاد جوړ شو او ولاړو چی د روسی ژبی حاکمیت یی په خپلو مستعمراتو کښی ساده او لنډ مثال دی ‘ جرمنی ‘ فرانس ایتالیا ‘ ناروی ‘ بلژیک ‘ هندوستان ‘ ایران ‘ پاکستان ‘ ټول په نشنلیزم کلک ولاړ دی دوی په خپل نشنلیزم فخر کوی خو ما او تا ته یی افرطیت را معرفی کوی دوی ته ښه دی او نورو ته بد متاسفانه ددوهم جهانی جنګ نه وروسته د فاشیزم او نشنلیزم فرق او تفاوت همدغه قدرتونو د خپلو لیرو او نږدی اهدافو په خاطر د منځه یووړ او هر ملی حرکت یی فاشیزم وباله چی اوس هم خلک متردده او مبهوت دی .نشنلیزم د افراطیت ستر دښمن دی او هر کله که نشنلیزم افراطی شو نو بیا نشنلیزم نه دی .د انسان د پیدايښت سره سم د قوی او ضعیف موضوع پیدا شوی او ضعیفان خوړل شوی دی هغه څه چی په تیرو پیړیو کښی ضعیف ملتونه د قویو په مقابل کښی ژوندی ساتل فقط نشنلیزم دی او بس خو داجګړه تر اوسه ادامه لری اوقوی ملتونه نه غواړی او نه پریږدی چی ضعیف او واړه ملتون د نشنلیزم په قالب کښی سره متحد او قوی شی او هر چیرته چی داسی یو حرکت شوی په نظامی ‘ اقتصادی’او فرهنګی دسایسو له منځه وړل شوی دی په اوسنی زمانه کښی عراق’ افغانستان’ فلسطین’او لیبیا یی ښه مثالونه دی عراق چی د صدام حسین په زمانه کښی د عراقی نشنلیزم په قوی کیدو پیل وکړ دا یی حال شو افغانستان چیی د شهید سردار محمد داوود خان په وخت کښی د افغانی نشنلزم غږ پورته کړ د یوه جنتلمین اګریمنت په نتیجه کښی رانسکور شو او تر ننه ډبول کیږی د جهاد په وخت کښی دا سوال طرحه و چی جګړه ددین دپاره ده او که د استقلال دپاره مذهبی افراطبت چی په قطعی صورت سره د نشنلبزم سره دښمن دی جګړه د دین دپاره وبلله او افغانی نشنلیزم د ازادی او دین دپاره وبلله نو شاهدان یو چی د پاکستان په کوڅو کښی افغانی نشنلیزم طرفداران ترور شول چی مثالونه یی ډیر دی . افراطیت د نورو سترو قوتونو د استفادی مرجع ده او د هغوی په وسیله منځ ته راغلی او راځی نو د افغانی نشنلیزم د وژل کیدو په خاطر د افراطبت په سینه کښی څوک قهرممانان او څوک د جهاد سالاران وټاکل شول چی د ملت په سر نازله داړه ده او ملت یی تر ننه یرغمل دی فلسطین د څلویښتو کلونو څخه زیاته موده کښی د د یوه فلسطینی نشنلیرم د جوړیدو په خاطر په جګړه بوخت دی او وطن یی نه جوړیږی ځکه د نشنلیزم او ملت جوړیدو دپاره د تولو نورو اجزاوو تر څنګه محدوده جغرافیایی ځمکه لومړنی شرط دی نسنلیزم بدون د ملته او ملت بدون له جغرافیای ساحی څخه نشی جوړیدی لیبیا هم په همدغه اور کښی وسوزیده . افراطیت د قوتونو محصول او د هغوی د اهدافو د لاس ته راوړلو ستره منبع او مرجع ده څرنکه چی خپله دذهنیت استقلال یی وژل شوی نو د نشنلیزم سره چی د ازادی خواهی سنګر دی دښمنی کوی ځکه په نشنلیزم کښی افراطیت ته ځای نشته په نشنلیزم کښی تول په یوه ایدیال راغونډیږی او تفاوتونه له منځه ځی چی په نتیجه کښی د ټولو مختلفو قومونو افتخارات یو کیږی او یو پر بل فخر کوی نه لکه د نن پشان نفرت خبره د افغانستان د ستر سیاسی او علمی شخصیت علامه خادم بابا په دی خبره را غونډوم چی 🙁 نشنلیرم د ټولو سیاسی مکتبونو بنیاد دی ) په دنیا کښی هر څه د نشنلیزم له برکته جوړ شوی دی او جوړیږی نشنلیزم ته انترنشنل احترام د جهانی صلح په راوستو کښی ستر رول لوبولی شی ښه مثال یی د بالکان د معضلی په حل کښی د نشنلیزم رول دی . څوک چی د نشنلیزم سره په پوهه او یا نا پوهه دښمنی کوی د استعمار او قدرتونو هغه ژرندی باندی اوبه سوروی چی زمونږ سرونه پکښی اوړه کیږی
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.