لیکنه: فضل الدين احسان
په تدريجي ډول د ځمکې د سطحې، سمندرونو او اتوموسفير ګرميدلو ته د نړی ګرمېدنه وايي. ساينس پوهانو ثابته کړې چې د 1800 ميلادي پيړۍ څخه ورورسته تر اوسه پورې د نړۍ په تودوخه کې زياتوالی راغلی او په راتلونکو کلونو کي به لا نور هم زياتوالی راشي. د نړۍوال چاپېریال ساتنې ادارې (EPA) د احصائې په اساس په تيرو 100 کلونو کې د نړۍ تودوخه 1.4FO (0.8CO) په اندازه زياته شوې ده. وړاندوينه شوې ده چې په راتلونکو 100 کلونو کې به د نړۍ تودوخه (2-11.5)Fo يا (1.133-6.42)Co زياته شي. د متحده ايالاتو د هر ډول الوتونکي ماشينونو حکومتي اداری يا NASA د يو راپور له مخي د نړۍ مهمې ساينسي اداري دی حقيقت ته رسیدلي چې د نړۍ ګرمېدنه يو حقيقت دی او د نړۍ 97% د اقليم ساینس پوهانو ټاکلې ده او هم دي تجربې ته رسيدلي چی د نړۍ د ګرميدنې ميلان په طبعي ډول نه واقع کيږي بلکې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې واقع کيږي.
د شين خونيزه ګازونو تاثير:
د نړۍ ګرمېدنه د شين خونيزه ګازونو د تاثير څخه رامنځ ته کيږي کوم چې د ځمکې او د اتوموسفير د متقابلو اغيزو څخه رامنځ ته کيږي.دلمر وړانګي د اتوموسفير پواسطه د ځمکې په سطحه لګيږي او د جذب کيدلو وروسته په حرارت بدليږي او اتوموسفير ته بيرته انعکاس کوي. په اتوموسفير کي شين خونيزه ګازونه د اتوموسفير 90% حرارت جذب کوي او بير ته ځمکې ته انعکاس ورکوي چې په نتيجه کې يې د ځمکې سطحه 15co ګرمه کړي او زمونږ د ژوند د اوسيدلو شرايط يې برابر کړي يعني که چېرې دا ګازونه په اتوموسفير کې نه واي نو تودوخه به د اوسنی تودوخې څخه 15CO څخه کمه وه او ژوند به سخت وو.
شين خونيزه ګازونه عبارت د CO2، CH4، N2O، H2O او CFCs څخه دي چې تر ټولو غالب او زيات خطرناک ګاز يې کاربن ډای اوکسايد (CO2 ) دی. په اتوموسفير کې ځينې کاربن ډاي اکسايد په طبعي ډول شتون لري لکه د صنعتي انقلاب نه پخوا د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm وه يعنې په تيرو 800000 کلنو کې د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm وه خو د صنعتي انقلاب نه وروسته د کاربن داي اکسايد اندازه په بي اندازی زياته شوې ده او NOAA د احصائې په اساس د کاربن داي اکسايد اوسنی سرعت يا زیاتوالی د پخواني يخچالي دورې په نسبت 100 ځله زيات دی. د 2013 ميلادي کال د مئ مياشتي د يو ساينسي راپور له مخې د کاربن داي اوکسايد اندازه د 400ppm څخه زياته شوې ده. د کاربن ډاي اکساي ترټولو لومړي او غټه منبع د فوسيلونو(تيل ، ګاز،کويله او نور ) سوزیدنه ده چې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې سوزول کيږي او دوهمه منبع د انسانانو په واسطه د ځنګلونو له منځه وړل دی ځکه چې ونې کاربن دای اکسايد په زياته اندازه جذب کوي او په اتوموسفير کې د کاربن داي اوکسايد اندازه کموي او په نړۍ کې د ځنګل غوڅونې په نتيجه په يو کال کې يو بيليون ټن کاربن داي اوکسايد هوا ته خارجيږي.
د نړی د ګرميدنې تاثيرات :
د نړۍ ګرميدنی تاثيرات د نړۍ په زياتو سیمو کې تر سترګو شوي دي د مثال په ډول د USGS د احصايي په اساس Montana Glacier National Park پخوا 150 يخچالونه درلودل او خو په اوس وخت کې يوازي 25 يخچالونه پکي ليدل کيږي. سيانسدانانو ښودلي ده چې د نړۍ ګرمېدنه د اقليم د بدلون سبب ګرځي چې د اقليم د بدلونه څخه په نړۍ کې شديد طوفانونه رامنځته شي د کولمبيا د پوهنتون يو پروفيسر وايي چې شديدي بړبکئ يا سمندري طوفان خپله انرژي د حرارتي بدلونو څخه اخلي چې کې شديد طوفانونه ،بړبکۍ او سيلابونه رامنځ ته کوي. د NOAA د احصائي له مخی حرارت درجه ورځ په ورځ زياتيږي په شمالي امريکا کې 2012 ميلادي کال د 1895 ميلادي کال څخه وروسته دويم زياتی تودوخې لرونکی کال وو او د نړۍ په سطح د 1880 ميلادي کال څخه وروسته څلورم ګرم کال وو.
د نړۍ د ګرميدنې تاثيرات:
حشرې به د نړۍ د ګرمېدنې نه پخوا په يخ موسم کې ځنګلونو ته تلې او هلته به يې ژوند تيرا وه خو اوس وخت کې عموماً د نړۍ د ګرمي يا تودوخې اندازه زياته شوې ده او د حشرو ژوندي پاتي کيدلو ته يو خطر واقع شوی دی.
وچکالي ، تودوخه او د حشراتو حملی د سخت ځنګلي اور ګرځيدنې سبب ګرځي د مثال په ډول په الاسکا کې 2004 ميلادي کال د تيرو 30 کلنوڅخه سخت دځنګلونود اورلګيدنې کال وو چې د ماريلينډ د ساحې زيات ځنګلونه يې له منځه يووړل.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.