لیکنه : حســــــین ګل آریوبي
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې استاد
سریزه : بې وزلي یا تنګلاسي په نړۍ کې د مخ پرودې هیوادونو لپاره یوه لویه ستونزه ده. په نړۍ کې یو بیلیون خلک په داسې حالت کې ژوند کوي چې ورځنی لګښت یې د یو ډالر څخه کم دی. ۲.۷ بیلیونه خلکو ورځنی لګښت د دوه ډالرو څخه کم دی. هر کال یوولس (۱۱) میلیونه ماشومان د بې وزلی له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي، او ۱۱۴ میلیونه نور يې بنیادي زده کړو ته لاسرسی نلري. ۵۸۴ میلیونه میرمنې بې سیواده دی، دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ۸۰۰ میلیونه خلک په نس وږي پاتې کیږي چې لدې جملې څخه ۳۰۰ میلیونه یې ماشومان دی. همدا ډول په نړۍ کې یو بیلیون خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نلری. ولې بې وزلي او بي عدالتي بر لاسې ده؟ ایا بې وزله خلک د خپل ځان غم په خپله وخوري؟ ایا دوی په تصمیم نیولو کې ضعیف دي؟ ایا د دوی حکومتونه د دوی د ستونزو مسوول دي؟ دا او دې ته ورته نور ډېر عوامل شته چې د هیواد پرمختګ مخه يې ډب کړيده او باید ورباندې په تفصیل سره خبرې وشي. د اقتصاد د نقطې له نظره اجتماعي او سیاسي عوامل د بې وزلی پر وړاندې دواړه یو شانته مسوولیت لري. د تیرو ۴۰ کالونو په نړیواله سناریو کې اقتصاد وده وکړه چې تر څنګ یې د ځیني بې وزلو خلکو اقتصاد هم ښه شو. په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د ۲۰ فیصده شتمنو هیوادونو عاید د ۲۰ فیصده بې وزلو هیوادونو پر تله ۳۰ ځلې لوړ وو. او په ۱۹۹۰ میلادی کال کې بيا ۶۰ ځلې ته لوړ شو. د نړۍ ټول عاید څخه فقط ۲۰ فیصده عاید ته بې وزله هیوادونه لاس رسی لري. نو ویلای شو چې په تیرو دریو لسیزو کې د بې وزلو او شتمنو هیوادونو ترمنځ واټن زیات شوی دی. د شتمنو او بې وزلو هیوادونو ترمنځ د عاید توزیع مساوی نده. صنایعو ته د بې وزلو هیوادونو لاس رسی ډېر کم دی. دوی فقط ۰،۲ فیصده بانکي قرضو ته لاس رسی لري. ۱،۳ فیصده يې نړیوالې پانګونې ته، ۱ فیصد یې نړیوال تجارت ته او ۱،۷ فیصده يې نړیوالو عاید ته لاس رسی لري.. په اسلام کې د بې وزلۍ مفهوم: په قرآن شریف کې د فقرا او مساکین اصطلاح اړ او بې وزلو خلکو ته کارول شوی. په قرآن کې څو ځله ددې یادونه شوی ده چې صدقه او زکوات بې وزله خلکو ته ورکړی. په قرآن کې ددې یادونه شوی چې خیرات او صدقه د بې وزله خلکو حق دی. اسلامي فقهاوو د بې وزلۍ او شتمنو خلکو په اړه یو هر اړخیزه تعریف وړاندې کړی چې د بې وزلی او شتمنی مفهوم یې ډیر ښه روښانه کړی دی. د اسلامي فقهاوو له نظره د بې وزلی تعریف : اسلامي فقها د بې وزلی په اړه بیل بیل نظرونه لري. د امام شافعي صاحب او امام حنبل صاحب د مذهب لارویان وایي چې بې وزله هغه څوک دی چې هیڅ شته ونلري او اوس اوس څه ګټه هم نه کوي. دوی زیاتوي چې که نوموړی شخص څه ګټي هم، خو دده اړتیاوی نشي پوره کولای نو نوموړی شخص بې وزلی دی. دوی موضوع نوره هم روښانه کړی ده او وایي چې که د یو چا ورځنی عاید دومره وي چـــې ورځنی اړتیاوی یې تر ٪ ۵۰ نه مرفوع کیږي نوموړی شخٌص بې وزلی دی. دوی مسکین هغه چاته ویلی دی چې ورځنی عاید یې دومره وي چې ورځنی اړتیاوی یې تر ٪ ۵۰ ډیری مرفوع کیږي. نوموړو علماوو د فقیر حالت د مسکین څخه وخیم یا ناوړه ښودلی دی. د پورتني نظر سره حنفي مذهبي او امام مالک صاحب د مذهب لارویان ورته نظر نلري دوی د مسکین حالت تر فقیر ناوړه ښیي. په هر صورت ؛ په ټوله کې دواړه په دې نظر دي چې که فقیر دی او که مسکین ، خپلی اړتیاوی د خلکو د مرستو نه پرته نشي پوره کولای. غــني یا شتمن غني د عربي کلیمی غناء څخه اخیستل شوی دی چې د شتمن یا ســوکالی معنی لري او غني یا شتمن هغه چا ته ویل کیږي چې د اړتیاوو له مخی چاته اړ نه وي. فقهاوو شتمن خلک په درې ډوله معرفي کړي دي ۱ . هغه څوک شتمن دی چې د زکوات په ورکولو مکلف وي. کله چې څوک د خپلو اړتیاوو څخه زیات شته ولري مکلف دی چې زکوات ورکړي. ۲ . دوهم هغه ډله خلک دي چې خپلی اړتیاوې یې پوره کیږي خو د زکوات په ورکولو مکلف ندی او نه اسلام ده ته دا اجازه ورکوي چې زکوات واخلي. ۳ . دریم هغه ډله خلک دي چې د اسلام د نقطه نظره د سوال کولو اجازه ورته نشته خو زکوات اخیستلای شي. د بې وزلی تعریف: د ځینو هیوادونو لپاره د بې وزلی په مفهوم باندې پوهیدو ته یو لوی بحث ته اړتیا لیدل کیږي. د ۱۸۸۰ میلادي کال څخه را پدیخوا د بې وزلی د مفهوم په اړه درې بیلا بیل نظرونه وړاندې شويدي چې د ژوند تیرول، بنیادي اړتیاوې او محرومیت په بر کې نیسي. په ۱۹۹۵ میلادی کال کې په کوپن هاګن کې د اقتصادی پرمختګ په هکله چې کومه نړیواله غونډه وشوه ۱۱۷ هیوادونو یوه اعلامیه خپره کړه او په خپره شوی اعلامیه کې یې ژمنه وکړه چې د مطلقې بې وزلی مخه به نیسي او په ټوله کې به د بې وزلی کچه را ټیټوي. د دوی لخوا مطلقه بې وزلي داسې تعریف شوې ده : چې بې وزلي د هغه حالت څخه عبارت دی په کوم کې چې انسان د اړتیا وړشیانو لکه خوراکي توکو ، پاکو اوبو ته لاس رسی ، د پاکوالی اسانتیاوې، روغتیا او ښوونې او روزنې څخه سخت محروم وي. دا یواځې د عاید سره تړاو نلری بلکې خدماتو ته د لاس رسیو سره هم تړاو لري. په ټوله کې بې وزلي ډير اړخونه لري لکه د عاید کموالی ،منابعو ته نه لاس رسی ، لوږه ، خوارځواکۍ ، روغتایي اسانتیاوو نه شتون، ښوونې او روزنې ته کم لاس رسی، د مړینې د کچې لوړوالی، د مناسب کور نه شتون، ناخوندي چاپیریال ، ټولنیز تبعیض او محرومیت پکې شامل دي. همدارنګه په کلتوري، ټولنیز او سیاسي پرېکړو کې د لږ ګډون له مخې هم بې وزلي تشخیص کیدای شي. بي وزله خلک په تیوریکي ډول د بې وزلی تعریف ډیر اسانه دی. یا په بل عبارت ؛ دا ډیره اسانه ده چې ووایو چې فلانی سړی ډیر غریب دی. خو په حقیقت کې دا ډیره ګرانه ده چې بې وزله خلک تشخیص کړو او د دوی اندازه معلومه کړو. سربیره پر دې ځینو سیمییزو او ملي توپیرونو هم د بې وزلی تشخیص سخت کړی دی. د مثال په ډول؛ کیدای شي چې یو شخص به د نړیوال معیار له مخی بیې وزله وي خو که د خپل هیواد له وګړو سره یې په پرتله کړو ؛ کیدای شي چې نوموړی شخص بې وزله نه وي. په هر صورت په بې وزله هیوادونو کی د بی وزلی مفهوم شته او دده بی وزلی د هغه په هیواد پوری اړه لری. ددی لپاره چې د بی وزلی کچه معلومه کړو پکار ده چي د فقر خط او شاخصونه تعین کړو. د بی وزلی خط د بی وزلی خط د بی وزلی د کچی معلومولو لپاره یو غوره شاخص دی. د بی وزلی خط څه شی دی ؟ د بی وزلی د خط لاندی خلک مونږ داسی تعریفوو ؛ هر هغه څوک چې پدی ونه توانیږی چې خپل ځان ته د ژوند اساسی اړتیاوی په خاص ډول د ژوند لمړنی اړتیاوی تامین کړی د بــــــــی وزله خلکو په نـــــــــــوم یادیږي. د بی وزلی ډولونه بی وزلی په دوه ډوله ده ۱ . مطلقه بی وزلی نسبي بی وزلي ۱ . مطلقه بي وزلي : د هغه بې وزلی څخه عبارت دی چې د یو چا ژوند په هیڅ ډول د نورو خلکو سره د پرتله کیدو وړ نه وي. مطلقه بي وزلي هغه وخت منځ ته راځي چې د خلکو ټولنیزه ، کلتوري او جسمي وړتیا له ګواښ سره مخ شي. ۲ . نسبي بی وزلي : دا هغه ډول بې وزلي ده چې ژوند یې په ځینو مواردو کې د نورو سره د مقایسې وړ وي د بې وزلی د خط د تعینولو میتود د بی وزلی د خط تعینولو او یا هم د بی وزلی د مطالعی لپاره تر هر څه د مخه باید د بی وزلی د اندازه کولو معیارونه یا شاخصونه معلوم شي. د بې وزلی شاخصونه کیدای شي ډیر ډولونه ولري خو مشهور یې دادي. ۱ . د مستهلک د قیمت شاخص ۲ . مجموعي مصارف ۳ . مجموعي عواید د پورتنیو میتودونو څخه لمړنی یې ډیر د استعمال وړ دی او ورپسی دوهم میتود د دریم په پرتله ډیر د استعمال وړ دی. دا ځکه چې د حقیقي عوایدو د معلومولو په پرتله د مصارفو د کچې معلومول او اندازه کول اسانه دي. د یادولو وړ ده چې هر هغه شاخص چې د بی وزلی د خط د تعینولو لپاره ورڅخه استفاده کیږي د بې وزلی د خط د تعینولو لپاره یې باید پولي یا مالي ارزښت په پام کې ونیول شي. ددې معنی داده چې هر شاخص چې د بې وزلی د کچې د تعینولو لپاره ټاکل کیږي باید مالي ارزښت ولري. دی هدف ته د رسیدو لپاره ښه خبره داده چې د استعمال وړ توکو د غذایي ارزښت ( کالوري ) له مخی یې مالي ارزښت محاسبه شي او وروسته بیا د اړتیا وړ غذایي مواد مشخص شي. وروسته بیا د قیمت په اساس د هر کالوري قیمت محاسبه کیږي او د کورنی د مجموعي عاید سره مقایسه کیږي. کچیرته د یوې کورنی مجموعي عاید د اړتیا وړ کالوری لپاره بسنه کوي په دې صورت کې نوموړی کورنی د بی وزلی د خط څخه پورته موقعیت لري او کچیرته د نوموړی کورنی مجموعي عاید د ټاکل شوی کورنی لپاره بسنه نه کوي نو نوموړی کورنی د بی وزلی د خط څخه لاندې ژوند کوي. د اړتیا وړ کالوري اندازه × په بازار کې د خوراکي توکو قیمت = د بی وزلی خط په نړی کې د بې وزلۍ د کرښې لاندې خلک په نړی کې نږدې یو بلیون خلک د بې وزلی د کرښې لاندې ژوند کوي. همدا رنګه مخ په پراختیا هیوادونو کې ۱.۲۹ بلیون یا ۲۲٪ سلنه خلک د بې وزلی د کرښی لاندې اوسیږي. د نړیوال بانک د راپور له مخی په اروپا او مرکزي اسیا کې ۳.۵۰٪ ، په لاتین امریکا او کاربیین کې ۲۳.۵۰٪ ، په افریقا کې ۳۸.۵۰٪ ، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ۴.۱۰٪ او په جنوبي اسیا کې ۴۳.۱۰٪ خلک د بې وزلۍ د کرښی لاندې ژوند کوي.
په ۱۹۹۳ او ۲۰۰۲ کلونو کې په نړی کې د ښاري او کلیوالي خلکو د بې وزلی اندازه
د بې وزلۍ د کرښې لاندې خلک (٪) د بې وزلو خلکو شمیر (په ملیون سره)
(٪)
(په ملیون سره)
نور بیا
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.