راټولونه: ارش ننګیال
لومړنۍ چله
د کوژدې یا واده چله لرغونی تاریخ لري، خو کره نېټه یې نه ده مالومه خو د ځینو روایتونو له مخې ویل کېږي چې مصریانو د لومړي ځل لپاره چله په ګوته کړه. ویل کېږي چې د ( هېرو ګلیف ) په تصویري لیکنو کې چلې ته د ابدیت د حلقې په نظر کتل کېدل. له مصریانو وروسته مسیحیانو په ۹۰۰ میلادي کلونو کې د چلې په ګوته کول پیل کړل. کېدای شي ځینو ته پوښتنه پیدا شي چې ولې چله د د کیڼ لاس په څلورمه ګوته کې اچول کېږي؟ د څېړنو په ترڅ کې ښکاره شوه چې یونانیانو عقیده درلوده چې د چپ لاس څلورمه ګوته یا د چلې ګوته کې یو نری رګ تیری شوی چې دا رګ رسا زړه ته تللی دی او ځينې نورو بیا په دې باور دي چې د چپ لاس څلورمه ګوته تر نورو ګوتو لږه کارېږي ځکه پکې چله اچوي.
لومړنۍ هنداره
خامخا مو اوبو کې خپل یا هم د طبیعت تصویرونه لیدلي دي. لومړنیو خلکو به وسپنې ته ځلا ورکوله او هنداره به یې ترې جوړوله، چې وروسته وروسته له ښېښې جوړه شوه. د هندارې د جوړېدو فکر هغه مهال انسانانو کې پیدا شو چې خپلې څېرې یې په اوبو کې ولیدې، ځینې روایتونو کې ویل شوي هغه مهال چې ځینو رڼو فلزي ټوټو کې په تصادفي توګه تصویرونه ښکاره شول نو دوی هغه مهال د وسپنې یا فلزي ټوټې صیقل کولې او د هندارې په توګه یې ترې ګټه اخیستله. . د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۰میلادی کال کې د (ونیز) خلکو له ښېښې نه هنداره جوړه کړه( ونیز په اوسني ایټالیا پورې اړه لري) له لږ ځنډ وروسته د فلزي هندارو ځای ښيښه یی هندارو ونیوه. د خیاطۍ لومړنی ماشین ـ د خیاطۍ لومړنی ماشین انګلیس نامتامیس په نامه یوه کس په ۱۷۹۰م کال کې جوړ کړ. د دغه ماشین د جوړولو موخه یوازې د چرمي څيزونو ګنډل و. خو هېڅ کله دغه ماشین نه ګټه وانه خیستل شوه. په ۱۸۳۰ کال کې یوه فرانسوي درزي ( تیمونیه ) یو ماشین جوړ کړ. د فرانسې خلکو د یاد ماشین تود هرکلی وکړ خو ځینو کارګرو فکر کولو چې داسې ماشینونه به د دوی کاروبار ته زیان واړوي، د شپې لخوا راځي او د خیاطۍ ماشین له منځه وړي چې له دې کار سره د ماشین مخترع سخت خواشینی کېږي او مري. تر دې وروسته د خیاطۍ د ماشین مخترع امریکایی (الیاس هاو) وبلل شو.
بانک ملی افغان، افغانستان کې لومړنی بانک
افغان ملی بانک د افغانستان لومړنی بانک دی چې په ۱۳۱۲ کال د ثور پر ۹ جوړ شو. یاد بانک شاخوا په ۹ میلیونو افغانیو خپل کار پیل کړ. دغه بانک په کال ۱۳۵۵ کې د دولت لخوا یو ملی بانک ونومول شو. افغانستان کې لومړنی اخبار
شمس النهار افغانستان کې لوړنی اخبار دی چې د امیر شریر علی خان په زمانې کې۱۸۷۳ کال کې خپور شو. دا چې تر کله خپرونې کولې مالومات نشته خو له څلوېښتو کلونو وروسته د امیر حبیب الله خان په زمانې کې د سراج الاخبار په نامه یوازې یوه ګڼه په کال ۱۹۰۶ کې خپره شوه. خو په ۱۹۱۱ کال کې محمود طرزي چې د سید جمالدین افغان شاګرد و، سراج الاخبار بیا ځلې خپرونې پیل کړې چې تر ۱۹۱۸ کال پورې یې دوام وکړ.
د طالبان په واکمنۍ کې د ښکلا ملکه
په ۲۰۰۱ کال کې یانې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اغلې روبیکا صدیقي د ښکلا ملکې په سیالیو کې ګډون وکړ. ۱۸ کلنې صدیقي د اسیایي هېوادونو په فیستیوال کې د ښکلو نجونو په کتار کې ودرېده. دغې پیغلې په مسکو کې په لسو اسیایی نجونو کې لومړی مقام خپل کړ او هندوستانۍ دوهم مقام.
لرغونې لویه جرګه
جرګې افغانستان کې لرغونې تاریخ لري، خو څو هغه جرګې چې د یادونې وړ دي، د میرویس نیکه د زمانې لویه جرګه، د شیر سرخ لویه جرګه، د امان الله خان د زمانې لویه جرګه چې پغمان کې جوړه شوه، د دوهې نړیوالې جګړې پر مهال جوړه شوې لویه جرګه.
د چاپ لومړنی ماشین
د چاپ ماشین د لومړي ځل لپاره په چین یا هم جاپان کې په پینځلسمې پیړۍ کې جوړ شو. خو د چاپ پروسه له ستونزو او کړاوونو ډکه وه. وروسته وروسته د کار د سرعت لپاره پکې بدلون راغی. لومړنی لیکل شوی کتاب کوم څه ته چې موږ اوس د کتاب نوم ورکړی او د تېرې زمانې هغه کتابونه سره ډير توپیر لري. خو ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره مصریانو یو ډول کاغذ جوړ کړ چې په تصویري خط یې پکې شعرونه او کیسې لیکلې، همدا ډول د روم خلکو هم دې ته ورته څیزونه درلودل. روسۍ والنتینا ترشکوا لومړنۍ مېرمنه چې فضا ته پورته شوه نوموړې په کال ۱۹۶۳ فضا ته ورپورته شوه، ددې ترڅنګ سالي راید، لومړنۍ امریکایئ مېرمنه وه چې په ۱۹۸۳ کال کې فضا ته ورپورته شوه. دغې مېرمنې د ماشومان لپاره پینځه کتابونه هم لیکلي دي چې په ۶۱ کلنۍ کې د سرطان له امله مړه شوه.
لومړنی ګرځنده مبایل ۴۰ کیلو وزن درلوده. لومړنی ګرځنده تیلیفون په کال ۱۹۵۶ د اریکسون شرکت لخوا جوړ شو. د ګرځنده تیلیفونو د جوړولو لومړنی شرکت دی. هغه تیلیفون پوره ۴۰ کیلو وزن درلوده چې په موټر کې یې ګرځولو. خو نن سبا د نړۍ ۸۰ فیصده خلک ګرځنده تیلیفونونه کاروي چې وزن یې خوار کم دی.
د ژبو نړیواله ورځ یونسکو یا د ملګروملتونو فرهنګي څانګې په ۲۰۰۸ کال د ژبو نړیواله ورځ او اعلان یې وکړ چې د فیبرورۍ ۲۱ نیټه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده چې باید هر کال ولمانځل شي.
افغانستان کې د مېرمنو لومړنی ګوند افغانستان کې د مېرمنو لومړنی حزب ( نیاز ملی افغانستان )نومېده. دغه ګوند په ۲۰۰۸ کال کې جوړ شو چې مشره یې فاطمه نظري وه.
افغانستان کې لومړنی موټر موټر افغانستان ته د لومړي ځل لپاره د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې راوړل شو.
افغانستان کې لومړنی هوایی ډګر د کابل خلکو د لومړي ځل لپاره الوتکه په ۱۹۱۹ کال د ازادۍ د لاسته راوړلو پر مهال ولیده چې کابل یې بمباري کولو. له استقلال نه وروسته افغان پاچا څو الوتکې له روسیې او المان نه واخیستې او لومړنی هوایی ډګر یې په خواجه رواش کې جوړ کړ.
افغانستان کې د مېرمنو لومړنۍ جریده
د لومړي ځل لپاره په ۱۲۰۰لمریز کال کې د حمل یا وري میاشت کې د مېرمنو لپاره ځانګړې جریده خپره شوه ( ارشاد النسوان) د مېرمنو لخوا پر مخ وړل کېده.
افغانستان کې لومړنۍ لیسه د لومړي ځل لپاره د حبیب الله په واکمنۍ کې په کال ۱۲۸۲ کې لیسه جوړه شوه.
تیلیفون د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې په کال ( ۱۸۹۹) م کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته تیلیفون راوړل شو.
راډيو په کال ۱۳۰۳ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راډيو راوړه شوه. دا هغه کلونه وو چې زموږ ګاونډیو راډیو نه پېژنده.
سینما سینما د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۰۴ کې د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې جوړه شوه.
مطبعه
لومړنۍ مطبعه یا چاپ ځای په کال ۱۸۷۰ م افغانستان کې جوړه شوه.
لومړنی دارالمعلمين دارالمعلمين هم د امیر حبیب الله خان په زمانې کې جوړ شو چې په هره دوره کې یې ۳۰ تنه فراغین درلودل او دغه فارغین به یې د ولایتونو ښوونځیو ته لیږل.
د ریل ګاډي لومړنۍ پټلۍ د ریل ګاډي پټلۍ د غازي امان الله خان په زمانه کې په کال (1929-1919م) د یوه الماني انجینر لخوا له کابل ښار نه تر دارالمان ماڼۍ پورې جوړه شوه.
ـ له انټرنټ نه.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.