د ۳۹۹ قبل المیلاد په یوه ورځ فیلسوف سقراط د آتن ښار د یوه پینځه سوه کسیز منصفه هیت په مخکې” د دولت لخوا د منل شویو خدایانو څخه د انکار” او د “ځوانانو د افکارو د فاسدولو” په تور ولاړ و. ټاکل شوې وه چې که په تورن باندې لګیدلي تورونه ثبوت شي، د منصفه هیت لخوا به په مرګ محکوم شي. د محکمې چارې د ښار په مرکز کې پیل شوې. د منصفه هیت غړي په اوږدو لرګینو څوکیو باندې ناست وو او ګردچاپېره ترې د نندارچیانو لویه جوپه راتاو شوې وه. منصفه هیت لومړی د آتن ښار هغه درو کسانو ته د خبرو کولو لپاره درې ساعته وخت ورکړ چې په سقراط باندې یې تورونه لګولي وو او بیا یې سقراط ته د ځان څخه د دفاع کولو لپاره درې ساعته وخت ورکړ. اویا کلن فیلسوف خپل وطنداران په ټوله معنا پيژندل. هغه ته خپلو دیموکراسي ضد نظریاتو د آتن ښار زیات شمېر اوسیدونکي بلا ګرځولي وو. د هغه دوه شاګردانو Alcibiades او Critias په ډېر کم وخت کې د ښار دیموکراتیک حکومت دوه کرته راپرځولی و او په لوی لاس یې د وېرې او ډار اقتدار ته ضمینه مساعده کړې وه. د سقراط د شاګردانو د دغه کار په نتیجه کې زرګونه آتنیان له خپلو ځمکو بې برخې شوي وو او زیات شمیر یا په زور له ښاره ویستل شوي وو او یا هم په دار ځړیدلي وو. د قضیې د دواړو خواوو له اوږده جر و بحث اوریدلو وروسته د منصفه هیت څخه غوښتنه وشوه چې د رایو په کارولو سره خلکو ته وروستۍ پریکړه واوروي. د آتن ښار له قانون سره سم، د منصفه هیت غړي په نوبت سره له خپلو څوکیو پاڅېدل او خپلې رایې یې په هغو مرتبانونو کې واچولې چې په یوه باندې په غټو تورو “مجرم” او بل باندې “بي ګناه” لیکل شوي وو. د ۲۸۰ پر ۲۲۰ رایو په کارولو سره سقراط د منصفه هیت لخوا مجرم وبلل شو. وروسته بیا د منصفه هیت څخه غوښتنه وشوه چې د سقراط لپاره سزا وټاکي. د قضیې درو تنو ګټونکو ټینګار کاوه چې مجرم دې په دار وځړول شي خو منصفه هیت سقراط ته وړاندیز وکړ چې د ځان لپاره دې خپله سزا خپله وټاکي. سقراط کولی شول چې د “تبعید” په قبلولو سره ځان له مرګه وژغوري خو هغه منصفه هیت ته د طنز په ژبه وویل چې حکومت ورته ولې د دغه عمل په بدل کې انعام نه ورکوي. خو کله چې هغه د ځان لپاره د یوې معقولې سزا د غوره کولو لپاره د منصفه هیت لخوا تر فشار لاندې راغی— سقراط وړاندیز وکړ چې حکومت دې ورنه د خپل مالي توان سره برابره نقدي جریمه واخلي. منصفه هیت چې له دوه ټاکنو سره مخ وو— سقراط یې په مرګ محکوم کړ. سقراط یې له دې وروسته د ښار نیږدې زندان ته د سزا د عملي کولو لپاره انتقال کړ. د آتن قانون په مرګ محکومو مجرمانو ته د زهرو ورکولو حکم کاوه. مجرم به د زهرو جام خپله څښه او په دې ډول به یې ځان ته د خپل جرم سزا خپله ورکوله. اپلاتون د سقراط مشهور شاګرد و. هغه د خپل استاد د مرګ په وخت کې موجود نه و، خو هغه کسان یې پیژندل چې د سقراط د مرګ صحنه یې له نیږدې لیدلې وه. اپلاتون دغه صحنه د Phaedo په نوم یوه تخلیقي کرکټر له خولې داسې انځوروي: “… دا خبره چې Crito واورېده په خوا کې ولاړ ځوانکي غلام ته یې اشاره وکړه. ځوانکی غلی له کوټې وواته او لږ وروسته له هغه نابلده کس سره بېرته راننوت چې سقراط ته د زهرو ورکولو دنده ورسپارل شوې وه. نابلده کس د سقراط خواته ورغی او د زهرو جام یې ورته ونیوه. سقراط وویل: ” سمه ده ښاغلیه! ته واقعاً هم په دې کار کې ښه تجربه لرې. کولی شې دا هم راته واضیح کړې چې څه ورباندې وکړم؟” نابلده کس ورته وویل: “ویې څښه او تر هغه وخته پورې ګرځه راګرځه چې په پښو کې دې دروندوالی محسوس کړی نه وي. هرکله چې دې پښې درنې شوې، سمدستي څمله. داسې درباندې زر تاثیر کوي. سقراط له دې خبرې سره پرته له دې چې د کوم ډول وېرې احساس وکړي یا یې په څيره کې د وارخطایۍ نښې ښکاره شي—د نابلده سړي نه یې جام واخیست. وروسته یې نابلده سړي ته سترګې واړولې، ویې ویل: “ته څه فکر کوې تاسې ګنې چاته د دې مشروب ورکولو اجازه لرئ؟ ” هغه ورته وویل: “خلکو ته د ورکړې وخت او شرایط یې معلوم دي.” سقراط وویل: “پوهیږم. زه د آخرت ترڅنګ په دې دنیا کې هم د خدای پاک څخه د انسانانو د خوښ او نیکمرغه ژوند لپاره دعا کوم. ما همیشه دا دعا کړې او هیله من یم چې یوه ورځ به یې خدای قبوله کړي.” دې سره هغه په ډېر ویاړ د زهرو جام په سر واړوه. دغه وخته پورې موږ ټول په ډېر احترام غلي ولاړ وو او اوښکې مو تویدلو ته نه وې پریښې. خو چې کله پوه شو چې فیلسوف د زهرو ډک جام ټول وڅښه، احساسات مو له کنتروله ووتل. ما او ملګرو مې ټولو په سورو سورو ژړل او له سترګو مو د اوښکو سیلابونه رامات وو. زه په سقراط باندې خپه نه وم، خپګان په خپل نصیب باندې راته چې د هغه په شان خوږ ملګری یې رانه جدا کاوه. Crito زمانه مخکې پاڅېده، اوښکې یې پاکولې او له کوټې وواته. Apollodorus هم په چغو چغو ژړلې؛ غلی به شو، اوښکې به یې پاکې کړې او بیا به په چغو شو. د هغه ژړا دومره له درده ډکه وه چې د سقراط نه پرته د کوټې ټول ملګري یې له ځان سره ژړول. سقراط موږ ټولو ته وویل: ” ما د دغه حالت د مخنیوي لپاره ښځې له کوټې وایستلې. خو تاسې له هغو هم بدتر یاست. لطفاً شور او غوغا بس کړئ او ځانونه مو کنترول کړئ. پریږدۍ چې په ارام او سکون کې مړ شم.” د هغه له دغه خبرې سره موږ ځان ته متوجې شو او ژړا مو بس کړه. سقراط د نابلده سړي له لارښوونې سره سم تر هغه وخته پورې په کوټه کې قدم واهه چې کله یې په پښو کې درونوالی محسوس کړ. وروسته په کټ کې ستوني ستاغ پرېواته. نابلده سړی د سقراط خواته ورنیږدې شو، د پښو تلي یې ورله کښېکاږل او پوښتنه یې ورنه وکړه چې درد محسوسوي که نه. د سقراط ځواب منفي و. وروسته بیا نابلده سړي د سقراط ځنګونونه وکتل او موږ ته یې په اشاره وویل چې اندامونه یې ساړه او شخ شوي دي. کله چې نابلده سړی د سقراط له معاینې اوزګار شو، زموږ خواته راغی او غلي یې راته وویل چې د زهرو جریان یې زړه ته په نیږدې کیدو دی. کله چې د سقراط په وجود کې د زهرو اثرات راڅرګند شول، د سترګو نه یې ټوټه لرې کړه او Crito ته یې وویل: ” Crito ما له ناروغیو څخه د شفا ورکولو د خدای Asclepius په نوم چرګ په نظر منلی و. دغه نظر مې ته ورکړه. پام چې له یاده دې ونه وځي.” دا د هغه وروستۍ خبره وه. Crito ورته وویل: “په سترګو به یې ورکړم. نور خو په زړه کې څه نه لرې چې راته ویې وایې؟” سقراط څه ونه ویل. شېبه پس د سقراط وجود جټکه وکړه او د اندامونو شخوالی یې ورک شو. Crito پوه شو چې فیلسوف له نړۍ سره خدای پاماني وکړه. نابلده سړی د هغه خواته ورغی، سر یې ورله په بالښت باندې سم کړ او سترګې یې ورله پټې کړې او په دې توګه زموږ د تر ټولو دانا، رښتیني او بهترین دوست د ژوند کیسه پای ته ورسېده.
د انګلسي متن سرچینه: http://www.eyewitnesstohistory.com/socrates.htmthe
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.