ژباړه او راټولونه : روح الله وسیم ښځه د نارینه په لورینې ،صبر اوزغم سره نه شي نیکمرغه کیدای بلکې د هغې نیکمرغي په هغه مینه کې نغښتې ده چې د هغې روح د نارینه له روح سره نښلوي او دژوندانه په ډګر کې دواړو ته د یوه جسم بڼه ورکوي (جبران خلیل جبران) ښځه په تیر کې د خپلې کمې پوهې سره ښکلې په سادګي سره درنه او کمزوری سره پياوړي وه خو اوس په خپل هنر سره ناوړه ،په هوښیارۍ سره لنډ نظرې او پوهې سره له زړه څخه لیرې ده (جبران خلیل جبران) ښځه په تیر کې د نیکرغۍ پالونکی خو اوس د بدبختۍ سرمشره ده ( جبران خلیل) ښځه په تیر کې ړنده وه اوپه رڼا ورځ به خوځيده خو اوس بینا ده او په تکو تورو شپو کې حرکت کوي (جبران خلیل) د حساسې ښځې د زړه څخه د بشریت د نیکمرغی سرچینه اخلي او دهغې د شریف نفس د عواطفو څخه د هغوی عواطف او احساسات پنځیږي (جبران خلیل جبران) ښځې ته هغه وخت غوږ ونیسه چې تاته ګوري نه هغه وخت چې له تاسره خبرې کوي (جبران خلیل جبران ) لیکوالان او شاعران هڅه کوي تر څو د ښځې په حقیقت و پوهیږي خو تراوسه نه دي توانیدلي د هغې د زړه رازونه او دسینې سرونه وسپړي ځکه هغوی د شهوت له سترګیو ورته ګوري او یوازې د ښځې د بدن کرښې او لیکې ویني ( جبران خلیل جبران) نارینه لوې سر لوړی او شهرت اخلی خو ښځه یی بیه ورکوي ( جبران خلیل ) هغه نارینه چې د ښځې له کوچنیو تیر وتنو څخه نه تیریږی د هغې له ډیرو ښیګړو او فضیلتونو څخه بې برخې کیږی ( جبران خلیل جبران ) په ښځو زړه سوی دهغوی سپکاوی او دټولنې ناخوالې پرې تپل ورسره ظلم دی خوله میرمنو سره نیاو په هغو شیانو خوښي ده چې خدای ج پرې لورولي دی (جبران خلیل جبران)
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.