لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
پينځه څلوېښتم قانون:
((د يو حرکت ملاتړ به هغه لوړ يوسي، سرته رسول به وياړ رامنځه ته کړي، وياړ او غرور به عملي برخه غښتلې کړي.))
پرفسور رزابتنر اورم یې چې تاسې به فکر کوئ او له ځانه سره به وایئ:«هغه په کتاب کې قوانين لري، خو له قانون بهر خبرې کوي او خپلو پښو ته يې تېشه نيولې؟» هو تاسې باید د غیر ضروري قوانینو لاس ومینځئ او له منځه یې یوسئ. او رښتیا یادونه مې د خپلو یا ستاسې له قوانینو نه ده، د هغو له قوانینو ده. پرېږده چې د ټیم غړي مو پوه شي څو تاسې پلوي یاست او هر هغه څه چې د ټیم د پرمختګ لامل کېږي، ترسره یې کړئ؛ نو کار ته به هم ورسېږئ، دا په دې مانا چې پخواني چلندونه او سلوک باید له منځه یوړل شي. په هره کاري ساحه کې لا هم پخواني قوانین او چلندونه اوس هم زیات دي، چې باید ترې خلاص شو. نو په همدې اساس هغه څه، چې تاسې او ستاسې د ټیم غړي یې ترسره کوي، د پوښتنې لاندې راولئ او کوښښ وکړئ د پخوانیو مواردو چې ګټور نه وي، ځان خلاص او خپل کار په تېزۍ سره مخ ته یوسئ. ((ولې دا کارونه، موږ ترســــــره کـــــــــوو؟ او ولې دا کار، موږ په دې ډول سرته رسوو؟)) دا چې وغواړو ساده لارې چارې له نويو نظرونو سره یوځای د پخوانیو پرځای عملي کړو، اسانه کار دی. هر ورځ چې کله کار ته ځئ، د یو مشوره ورکوونکي په توګه اوسئ. وپوښتئ:«ولې دا کار ترسره کوو؟»، «ولې دا کار په داسې ډول سرته رسوو؟» په تېر کې مې له یوه شرکت سره کار کاوه، چې پکې یوه بد اخلاقه د شرکت د لیکونو رسوونکې وه. دا بس وه چې د هغې دخوښې خلاف مې خبرې کولې، خو هر ورځ به ماته تر ټولو وروسته لیک رارسېده. ولې نو د هغه په لاس د لیکونو رسول کېده؟ تګلارې مو په اسانه او ګټورو تګلارو بدلې کړئ او د وخت سپما وکړئ. هغه کسان چې له تاسو سره کار کوي خوشاله یې ساتئ او داسې څه وکړئ، څو یې پر تاسو باور زیات شي، ډېره اسانه ده!
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.