راټولونه او ترتیب : روح الله وسیم څلورمه برخه 1. ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې . 2. ښځې لپاره کور یا ګور 3. ښځې وايې مېړه د خوړ کاڼی دی یو اچوه بل اخله 4. کور په ښځه جوړېږي 5. کور په ښځه هم وران دی هم ودان 6. له پلیتې ښځې او له لیوني سپي نه و ډار شه 7. له سپې وفا له ښځې حیا 8. له ماټ پاڼ او له بې حیا ښځې وډار شه 9. مکر له ښځو زده کیږي 10. مور یی رنګ ګوري ښځه یی څنګ ګوري 11. میړونه غرونه ښځې اړمونه 12. نا فرمانه ښځه دوښمن دی 13. ناسته ښځه کار کوي ولاړه څار کوی 14. نوم یی مه اخله د ښځې نوم یی واخله 15. هر څه خپل ښه دی ښځه د بل ښه ده 16. هره ښځه چې حیا نه لري بې مالګې خواړه دی چې مزه نه لري 17. یا د چاودې پښې ژړا ده یا د کونډې ښځې
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.