لیکنه: عصمت الله صالح ننی بحث د راپورتاژ رنګینۍ ته ځانګړی شوی؛ د لته د رنګینۍ نه موخه؛ د راپورتاژ هغه خوږې جملې دي چې د متن د روانوالي سبب کېږي، متن ته خوځښت ورکوي، لوستوونکي له ځان سره بیایي، دروندوالی له منځه وړي، متن ته ګړیندیتوب او سادتوب ورکوي. ( دلته د سادتوب جمله په دې مانا نه ده راغلې؛ چې ګواکې راپورتاژ به خپل خوند له لاسه ورکړي، بلکې سادتوب کولای شي چې ددغه ادبي ژانر مفهوم په څرګندو کرښو کې تر لوستوونکو پورې ورسوي. لیکوال هڅه کوي ترڅو د خپل متن په ترکیب کې له داسې جملو څخه استفاده وکړي، چې لوستونکی یې هم د بڼې او هم د مفهوم له مخې په ستونزو کې ښکېل نه شي. د راپورتاژ رنګیني تر ډېره له هنري جملو سره تړاو لري: موږ چې کله د دوه نثرونو ترمنځ توپیر کوو، یوازې له هنري تورو څخه استفاده کوو. د کلمو هنر، د لیکوال قوي تخیل کولای شي چې ساده او هنري نثر په ډېره اسانۍ سره له یو بل جلا کړي. له ډېرو تعریفونو به تېر شو راځئ چې ددې ژانر رنګیني په دغه بېلګه کې وګورو: ((خاورینه کلا د یوې غونډۍ په سر جوړه شوې وه، په مخ کې یې د بادامو درې کمزوري نیالګي ولاړ وو، لس متره وړاندې ترې یو کوهی کیندل شوی و، د څاه په لیدلو مې خوښي څرګنده کړه، ځکه چې زه ډېر تږی شوی وم. له ځان سره مې وویل؛ لومړی باید کلا ته تر ننوتلو وړاندې لږ تنده ماته کړم. کېمره مې له غاړې ښکته کړه، غوښتل مې چې له کوهي اوبه راوباسم، خو څاه ته په نږدې کېدلو سره مې یو ډول بوی احساس کړ، څومره به چې ورنږدې کېدلم، ناپېژند بوی به مې ډېر احساساوه…)). د پورتني متن په څېر؛ اړینه ده چې لیکوال دخپل اصلي هدف لپاره داسې پیل وټاکي چې سپنس (تلوسه) یې وکولای شي، ترڅو لوستونکی ترپایه پورې له خپل ځان سره وساتي. د راپورتاژ یوه رنګیني همدغه پیل دی.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.