راټولونه او ترتیب : روح الله وسیم لومړۍ برخه 1. اصيله ښځه د میړه په رضا ژوند کوي 2. اور ته راغله د کور مېرمن شوه 3. اوړه په هر کور کې خو مېرمن ئې په یوه کور کې 4. اوړه نه هډ لري نه ولې چې مېرمن نه وي ناولې 5. بده ښځه تنګه پڼه ده 6. بې پردې ښځه لکه بې مالګې خواړه 7. بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ . 8. پسې شا دپاچا ښځې ته هم بد وائي 9. په روژه کې هندو وې په لَو کې ښځه 10. تر سلو بې غیرته نرانو یوه غیرتی ښځه ښه ده 11. تش لاس نر ښځه کوي 12. توکل نر دی اندېښنه ښځه 13. ته مې بې ښځې مه کړې او ښځې ته مې ناتوانه 14. جوړه ښځه وه چې ملا راغی کار خراب شو 15. ځوانه ښځه د زوړ مېړه خوا وهی
ښځه یا په کور ده یا په ګور.
د ښځو جنګ کلی خبروی، د میړونو جنګ کلی ورانوی.
د ښځو شور د میړونو قتل.
میړونه غرونه دی، ښځې اړومونه
هره ښځه خپلې سختې تیروي.
بې ښځې کور ګور دی.
د ټیکري پلو د ښځې پرده ده
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.