ژباړه: افضل محمد وقار د ځمکې په اړه یو دپخوانیو سوالونو څخه دا هم دی،چې دانسان په نشتون کې به ځمکه دکومو تغیراتو شاهده وي،ځکه چې بشر همېشه دځمکې د مرګ او راتلونکي په اړه په فکر کې دي. په دې اړه ځینې تخیلي نظریات شتون لري،کوم چې ښایي ،اختمالاً کوم تخولات ، څومره وخت وروسته دانسان له منځه تلو سره سم منځته راځي.Mind warehouse شرکت دلومړی ځل لپاره ددغې پېښې دواقع کېدو وروسته دځینو اختمالي پېښو درامنځته کېدو په اړه دمطرخ شوي سوال لپاره ،ځینې ځوابونه وړاندې کړل،چې په لاندې ډول دي. دانسان له منځه تلو څو ساعته وروسته به دځمکې په مخ روښانه څراغونه مړه شي،ځکه چې دبرق اکثریت منابع به له کاره ولویږي،خو ابي برقي منابع به څه وخت خپل فعالیت جاري وساتي. ۱۰ لس ورځې وروسته به ځنګلي او کورني خیوانات له منځه ولاړ شي،او لوی لوی د سپي په څېرخیوانات به رامنځته شي کوم چې نور خیوانات به ښکار کړي. یوه میاشت وروسته به په ټولو هستوي ریاکتورونو کې سړونکي اوبه تبخیر شي،کوم چې به په ټوله ځمکه کې دچرنوبیل (په ۱۹۸۶م کال داوکراین دچرنوبیل په سیمه کې دهستوي بټی دوړانګو دانتشار پېښه،کومې چې دروسیې دلویدیځو څنډو او ټولې اروپا د هوا دککړېدو سبب وګرځېده. ) دپېښې په څېر تغیرات رامنځته کړي. یو کال وروسته به ټولې مصنوعي سپوږمکی ځمکې ته سقوط وکړي. ۲۵ کاله وروسته دځمکې زیاتره برخې به دسختو ځنګلو په واسطه وپوښل شي،او ځینې ښارونه خو به دشګو په واسطه په مکمل ډول دفن شي. ۳۰۰ کاله وروسته به فلزي ساختمانونه،پلونه او لوی لوی برجونه د تدریجي تخریب له امله وغورځیږي،او په دې موده کې به دایفل برج هم رانسکور شي. په پای کې ۱۰ زره کاله وروسته به دځمکې په مخ یواځې دانسان دلاس هغه څه پاتې وي چې د تیږو څخه جوړشوي وي. څه موده وړاندې دکلمبیا په یو پوهنتون کې نجوم پوهانو دځمکې په اړه نظر ورکړ:(که چېرې ځمکه د ځینو پېښو لکه هستوي چاودنې او ورته نورو څخه خوندي وساتل شي ،کم تر کمه ۵۰۰ میلیونه کاله نور هم ځمکه د ژوند وړ ده .) نجوم پوهانو دلمر تخریب،انبساط کوم چې دلمر له منځه تلو سبب ګرځي،په ځمکه کې دبشر د ژوند پای دی.ځکه دلمر په نشتون کې به په ځمکه کې دژوند امکان له منځه ولاړ شي او پورته پېښې درامنځته کېدو لپاره به لار خلاصه شي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.