ژباړه: ارش ننګیال دلته د نړۍ مشهورو کسانو د ژوندانه وروستۍ ویناوې رانقل شوي دي، چا څه او چا څه ویلي…. انیشتین : ما خپل کار په همدې ځای پای ته ورسولو.
چارلز (د انگلستان پاچا): زما مرګ ډېر اوږد شو، هیلمند یم چې ما وبخښي.
بنیتو موسولینی: په زړه مې وولئ!
بتهوون : کمدي پای ته ورسېده.
چارلی چاپلین: کشیش ورته وویل : هیلمند یم چې خدای دې وبخښي. چارلي یې په ځواب کې وویل ( ولې به مې نه بخښي، زما روح د هغه دی)
وینستون چرچیل: له ټولو څيزونو دومره ستړی شوی یم چې….
آنتوان چخوف: ډير وخت کېږي چې شامپاین مې نه دي څښلي.
چه گوارا: ډز وکه ډارنه، ایله یو کس ووژنې.
گوته : ډېره رڼا غواړم.
نیکولای گوگول: یوه زینه، یوه لرګینه زینه راوړئ.
ویکتور هوگو : یوه توره رڼا ویم.
کانت: دا ښه دی.
سلطان سلیمان (عثمانی پاچا) : یو لاس مې له تابوت نه د باندې وباسئ څو خلک وویني چې سلطان تش لاس له نړۍ لاړو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.