لیکنه: محمدآصف مسعود ډګرمن ریجاردهرمن په هندکی دپیرنګیانودپوځ یوه تکړه افسرو،پښتوژبه یی دخپلولوپورړومقامونوپه وینااولارښوونه په همغومرکزنوکی زده کړی وه ،چی دسیاسی اوپوځی خوخوپه بنسټ په (N.W.F.P) یادهغه مهال دشمال لودیځ سرخدی ایالت یاصوبه سرحداوپه اوس وخت کی (پښتونخوا)کی خاص دانګریزودپوځی افسرانواوهم دپښتوپه سیموکی دانګلیس چارواکولپاره جوړ شوی وو اودڅووکالوپه موده کی تری ډیرکسان دپبی له زده کړی وروسسته فارغ شوی وو، چی ریجاردهرمن هم یوله هغوکسانوله جملی څځه و،دنوموړومرکزونوله پایلوڅخه انګریزان ډیرراضی ول، ډګرمن ریجاردهرمن په ښتوژبه باندی دپوهنی دپوه وجه په جنوبی وزیرستان کی دملیشی ځواکونودقومندان په توګه وګمارل شو،جنوبی وزیرستان ته دده درسیدپه ورځوشپوکی هلته دهغه ځای پولټیکل ایجنټ یاددحکومت سیاسی نماینده (کپتان نورنګ) ودمسعودو(مسیدو) دقبیلی دیوه زلمی لخوا ووژل شوی وه چی دهغی له امله ټول پوځی افسران اودایجنسی چارواکی غم اوغصی اخیستی وو. ډګرمن ریجاردهرمن په همغه ځای اودهماغی ملیشی قوماندان وټکل شو.چی کپتان نورینګ یی وژلی و ینی قاتل پخپله هم دهغی ملیشی سړی و،یاشوی ډګرمن که څه هم دعمرله پلوه ډیرزلمی و لاکن دپوهنی اوکرکټریاشخصیت په لحاظ هوښیاراوپوخ پیژندل کیده، دولسی خلکواونوروسره یی ډیرښه سلوک اوچال چلندکاوه اوپه دی هڅه کی وچی پّه ښه وضیعت سره قومی اوقبیلوی مشرانوته ځان نژدی کړی اوښی اړیکی ورسره وساتی اوپه دی لاره کی له پوره تدبرڅخه کاراخیست د اونوله دی کبله خلک ورڅخه راضی اوهیڅ شکایت یی چانه درلوداونه یی دنومو ړی په ضدپه کوم عمل لاس پوری کاوه .البته داهم لیدل شوی وو،چی دافغانانو دمسعودوقبیلی ډګرمن ریجاردهرمن دڅارنی لاندی ساتلواودهغه په اعمالواوکړنویی نظردرلود. ددی کاروجه هم داوه چی پښتنوهیڅ وخت اوپه هیڅ شرایطو پیرنګیان دباور وړنه ګڼل اودهغوی دوستی ته یی زړه نه ښه کاوه. پوه محقق اومورخ سراولاف کیرو د ډګرمن ریجاردهرمن په هکله وایی: «هرمن یوپوه پوځی افسروه ده به دخلکوسره دهغوی په خپله ژبه (پښتو)خبری کولی اودهغوی سیمی په هردوداو دستور،رسم او رواج خبرو» په ۱۹۰۵ م کال کی (ایولین هاویل) ددی ځای پولټیکل ایجنټ وټاکل شواو دی پخپله هم په پښټوژبه باندی ډیرښه پوهیدلو. ډګرمن ریجاردهرمن چی دخلکوسره دهغوی په ژبه (پښتو)خبری کولی نوڅرګنده ده چی په ټول وزیرستان (شمالی اوسویلی) کی دخلکوژبه پښتوده. دهمدی په وخت کی (ملاپیونده) چی دوزیرستان دولس وتلی مشراوغازی و دپیرنګیانوپه ضدخپله مبازره اوجګړه لاس پسی سخته اوتنده کړه، چی سوونوخلکو د دوی ترمشتابه لاندی هغه جګړه پرمخ بیوله اړینه بریښی چی دلته یادونه وکړوچی همدغه ملاپیونده لوړملی شخصیت دڅلوروسوو نوروملګروسره چی ښځی هم په کی شاملی وی دیوی وفد یاهئیت په توګه کابل ته لاړل چی امیرعبدالرحمن خانن ته مشوره ورکړه چی دمستردیورند(سرتیمورمارتردیورند)سره کوم تړون یامعاهده یادسرحدټاکلوپه اړونده معامله لاسلیک نه کړی اوحتاشفاهی هوکړه ورسره ونه کړی نوله بده مرغه درباریانواوامتیازلرونکوچارواکو وفد ته دامیر سره دکومی ناستی یالیدوکتواجازه ورنه کړه اوغازی ملاپیونده دخپلی ډلی سره ناهیلی بیرته خپل مرکز(وزیرستان) ته ستون شواو دډیورند دفرضی اونامنلی کرښی دمنیخ ته دراتلومخه ونه نیول شوه بلکی دافغان ولس دپاره یوه دایمی سرخوږی پاتی شو. ډګرمن هرمن هڅه کوله دپښتنوسره دخبرواوغونډودلاری خپلی (دانګریزانو)ستونزی اواری کړی،ځکه چی دځواک اوپوځ کارول ګټورنه وو ثابت شوی اوغوره پایله نه وه ورکړی اوڅرنګه چی په پښتنوژبه ډیرښه پوهیدلونوغوښتل یی ددی ژبی په برکت بریالاسته راوړوپه ظاهره کی داسی ښکاریدل چی ګینی ډګرمن هرمنی په خپلوهڅوکی یوڅه برۍ لاس ته راوړی وی .لیکن دقومونواووقبیلومالی احساس اودوطن او آزادۍ دمینی اوجذبی له مخی یی د ډګرمن هرمن دوژلوتابیانیولی وه. داوخت ډګرمن هرمن په واڼه کی دملیشوقومندان و او دوژل کیدلوپه مهال دخپلو دریوتنوپوځی افسرانوسره تازه له ډوډۍ خوړلو وروسته فارغ شو و.پلانیت اوټرنرچی پوځیان ول دډګرمن هرمن شاوخواته ولاړو چی په دی وخت کی دپخلنځی (اشپزخانی) له لاری یوه سپاهی چی دملیشی یونیفورم یی په تن وناڅاپه په دری واړه پیرنګیانوباندی بریدوکړ که څه هم دکشمکش په وخت دهغه مسعودزلمی ونیول شو لیکن هغه خپل کارکړی وه اوخپله چاړه یی د ډګرمن هرمن په ګوګل ورښخه کړی وه او وینی دهغه په ټټرراماتی شوی وی دلږځنډنه وروسته ډاکټر راورسیداود ډګرمن ریجارډ هرمن څنګ ته کیناست لاکن دډګرمن دژوند وروستی سلګی وی هغه ډاکټرته وویل: «زه یی اخر راګیرکړم……زه پوهیدلم چی یوه ورځ به د دوی دلاسه ووژل شم» د ډاکټردلاسه هیڅ پوره نشول ،ډګرمن هرمن ومړ.قاتل چی نیول شوی ومحاکمه ډیرژرپیل شوه،مجرم پخپله جرم اوګناه اقرارنه کاوه لیکن دایی ویل چی دری میاشتی مخکی په ملیشه کی څیره شوی یم،زمایوازینی مقصدداوه چی ټول انګریزپوځی افسران ووژنم. هغه پخپل عمل باندی ویاړکاوه .په هماغه ورځ دمازیګرله محاکمی وروسته په داروځړول شو.محقق اومورخ سراولاف کیرو ددی پیښی تفصیل پخپل کتاب کی راوړی دی
کتاب نوم: لوی افغان تاریخ،لیکوال:غوث خیبری ،صفحه (۲۰۳تر۲۰۶) ،چاپ :دانش خپرندویه ټولنه ،چاپ کال ۱۳۹۴ لمریز
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.