لیکنه: محمدآصف مسعود
چمبرلین اوچرچیل دانګلیس دشاهې واکمنۍ په تاریخ کې دوه نه هیریدونکي څیرې وې چې دپښتنو او اسلام سره ددښمنۍ سابقه هم لري اودپښتنوسره دخونړیوجګړو شاهدان اوفاعلان هم پاتې شوي دي اوپه عین حال کې دبرتانیادښکیلاکي مفکورې غټ حامیان اوپلویان هم پیژندل شوي دي. دواړه دانګریزانودشاهي رژیم وتلي صدراعضمان اودسیاسي ډګرماهران او استادان وو.لومړی به دصدراعظم چمبرلین ،په هکله څولنډې خبرې وکړو ترڅو لوستونکوته څه معلومات ورکړی شي په اوسني یاعصري اسلامي نړۍ کې صدراعظم چمبرلین ،داسلام اومسلمانانو ډیرکلک اوله کینې ډک دښمن په توګه منل شوی اوپیژندل شوی دی. همدی وچې دیهودي مفکر نظریه یې دیهودیانو لپاره دمستقل اوخپلواک هیواد دمینځ ته راوړولوپه باره کې دعمل په ډګرکې دنوروعیسوي مذهبومشرانوسره په ګډه پلې کړه اودهغه په نتیجه کې دفلسطینیانوپه خاوره کې یې داسرائیلوپه نوم یو نوی هیواد ایجادکړ اوپه دې ډول یې دټولوعربو اومسلمانانوزړونه ټپي کړل. په معاصره نړۍ کې دلومړي ځل لپاره د یهودي (اسرائیلو) دولت دجوړولودپاره جمبرلین دخپلوعیسوي مذهبوملګرو واکدارانوپه مرسته نړۍ له ګوډ ګوډ نه دسیاست ،اقتصاد،ساینس، اوتکنالوژۍ اوپوهنې په چاروکې پوه او رسیدلي ماهران ،استادان،ډاکټران اوپروفیسران سره یوځای اوداسرایئلي دولت په چوکاټ کې ددې پوشالي دولت دستنوپه توګه وګمارل اودفلسطین دخاورې ډیره برخه کیې دهغوی ددولت په چوکاټ کې ورځای کړه اوپانګه والو دولتونولکه امریکا او نورو]خه په میلونونوحتی ملیاردونوډالرو اوپونډونه یې په واک کې ورکړل چې په هغوسره دلکونو نورویهودانو دراتللودپاره لاره اواره اوپه کارې وګمارل. سربیره په دې چمبرلین دمفکوري په سیوري کې دیهودي حکومت اودولت دملاتړ په اتفاق دغه پریکړه وشوه ،چې په امریکه ،اروپا،روسیه اودنړۍ په نوروهیوادونوکې به هستوګن یهودانو نه غوښتنه وشوه چې باید داسرائیلي دولت دخزانې ډکولوپه موخه خپل توري اوپولي کومکونه هغه هیواد ته واستوي. دغه مرستې ددې سبب شوې چې یهودي ماهران اوپوهان ډول ډول تولیدي فابریکې جوړې اوهغه په کارواچولې ترڅواسراېیل دژوندانه په هیڅ اړخ کې په نوروتکیه نه اوسې اودنورو په مرسته دژوند ستنې ونه دروي. دپورتنیو اوځینې نورودغه ډول کړنو دغه حقیقت په ډاګه کړ،چې چمرلین پهپله دیهودي مذهب پیروي کوله اوظارها یې عیسوي مذهب منلی و،ښایي همدغه وجه وه چې نوموړي دخپل صدارت په دوروکې دعربو اوپه ځانګري ډول دفلسطین مسلمانانوسره په دښمنۍ اومخالفت کې پاتژ شو اومادي اومعنوي له پلوه يې هغوته زیان ورسولو. دچمبرلین دژوندانه بهیرته په کتولیدل کیږي چې ده خپله ځواني دخپل هیواد(انګلستان) به عسکري چوپړکې تیره کړې اوپه وزیرستان او نوروقباییلی سیمودپښتنوسره هم سختې جګړې کړي دي په جګړه کې څ،ا وارې دمرګ دخطرسره مخامخ شوی خوبیاهم ژوندی پاتې شوی دی. دډګروال میچن پیرنګي دوژل کیدلوغچ کې انګریزانودپښتنوپه تاریخي سیمه کې کوهاټ باندې یرغل وکړچې دواړه خواو ته یې ډیرمرګ ژوبله واړوله، په دې وخت کې چمبرلین دمیجریاډګرمن په رتبه کې و اودیادې شوې جګړې یا یرغل قومانده دچمبرلین په لاس کې وه . خټکو اوبنګښو قومونوهم په دې جګړه کې دچمبرلین دځواکونوپه ضدوسله راپورته اودهغه دپرمختګ مخه یې ډب کړه. چمبرلین دنوروتازه دم عسکرومرسته وغوښتله لیکن ورته ونه رسیدله چې په دې سره نوموړی خفه اوناراضه شو اوپه نتیجه کې دکوهاټ په غرونو او درو کې دچمبرلین دعسکرو دمړوشمیره ډیره پورته لاړه. همدغه ډول دمسیدوپه سیمه باندې دچمبرلین چې اوس جنرال شوی هم و،یرغل هم ډیرسخت او دروند و،دغه یرغل دچمبرلین دغوښتنې سره سم دټانګ اواسماعیل خان له ډیرې څخه پیل اود شرانګي اوکاڼي ګورم په لار دبنو دلښکرسره یوځای داتمانزو وزیراوبیادهمغو لاروپه ترتیب سره مکین نومي ځای ته په رسیدوسره ،دپشتنوټوله علاقه داور لاندې ونیسي دغه پلان په ډګرکې پلي شو لاکن پایله یې دچمبرلین دتخمین برخلاف دانګریزانو دسرو دروند زیان شو. دمکین په جګړه کې دجنرال چمبرلین ماتې ددې سبب شوله چې دپیرنګیانو لوړپورې مقامات دنوموړي په ځای دجګړې دقومندانې دنده (جنرال کنیدسي ) ته وسپارله لاکن دتاریخي لاسوندوله مخې جنرال کنیډي هم دپښتنو به وړاندې دماتې سره مخامخ شو اوناکام بیرته ستون شو. چمبرلین په میراندو باندې هم یرغل وکړ خوبریا ورپه برخه نه شوه .همدغه ډول یې په زییباخیلوباندې یرغل کې جنرال چمبرلین له درنو توپونوڅخه هم کارواخیست لیکن پشتنوجنګیالو له خپلو موچوڅخه دتوپونو داسې ځواب وویلوچې توپونه خاموشه پاتې شول. ښایې دا اټکل ناسم نه اوسي چې وویل شي صدراعظم چمبرلین په ځوانۍ کې دوزیرستان دغیرتي اولس سره په جګړوکې دناکامۍ له امله ، دمسلمانانوپه ضدګروهه پیداکړي وي اودظلم اوبې رحمۍ احساس یې دهماغوجګړوزیږنده وه چې دصدارت به دوره کې یې له هغې کار واخیست دسایکالوژۍ له مخې داکارشوني اوممکن ګڼل شوی دی.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.