لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار عبدالحسین عزیز د سردار عبدالعزیزخان زوی او د هرات د حکمران سردار سلطان احمد د کورنۍ څخه دی چې پلار یې په خپل وخت کې د شاهي دربار د اعیانو او په تهران کې د افغانستان لومړنی سفیر وو. سردار عبدالحسین عزیز په ۱۲۶۶ هجري لمریز کال په تهران کې زېږېدلی دی ځکه چې پلار یې عبدالعزیزخان د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال اېران ته پناه وړې وه او د وخت د رژیم د سیاسي مخالفینو له ډلې څخه وو او په ۱۳۳۹ کال په کابل کې وفات شوی دی. کله چې سردار عبدالعزیزخان بېرته هېواد ته را و ګرځېد نو د مشروطه غوښتونکو ځوانانو مشرتوب ور په غاړه شو او د خپلو سیاسي ملګرو لکه میر قاسم خان، عبدالهادي داوي او د مشروطیت غوښتونکو د یو شمېر نورو ارکانو تر څنګ یې سیاسي فعالیت کاوه. ښاغلی عبدالحسین عزیز په ۱۲۹۹ کال کې تهران ته ولاړ او په ۱۳۰۳ کال کې یې د افغانستان د قونسلګریو د معاهداتو د څانګې د سرکاتب په توګه دنده اجرا کړې ده. نوموړي په ۱۳۰۵ کال کې د کابل او پېښور تر منځ د توکو د لېږد رالېږد یو شرکت جوړ کړ او په ۱۳۰۶ کال په نوي ډهلي کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه مقرر شو. ښاغلی عبدالحسین عزیر په ۱۳۰۸ کال کې په کراچي ښار کې د افغانستان جنرال قونسل او په ۱۳۰۹ مېلادي کال کې په روم کې د افغانستان د سفیر په توګه مقرر شوی دی. د ښاغلي عبدالحسین عزیز د نورو سیاسي او حکومتي دندو سلسله په لاندې ډول ده: ۱.په ۱۳۱۲ کال د جینوا د بې وسلې کولو په کنفرانس کې د افغانستان استازی. ۲.له ۱۳۱۲ څخه تر ۱۳۱۶ کال پورې په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر. ۳.په ۱۳۱۷ کال کې د افغانستان په حکومت کې د فوایدعامې د وزیر په توګه و ټاکل شو. ۴.په ۱۳۲۲ کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه و ټاکل شو. ۵.په ۱۳۲۵ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه و ټاکل شو. ۶.په ۱۳۲۷ کال کې د افغانستان په کابینه کې د پوهنې د وزیر په توګه انتخاب شو. ۷.په ۱۳۳۳ کال په نوي ډهلي کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه و ټاکل شو. ښاغلی سردار عبدالحسین عزیز په ۱۳۲۷ او ۱۳۲۸ کلونو کې د افغانستان د پوهنې وزیر وو او د نوموړي د وزارت پر مهال د پوهې بهیر په هېواد کې د خپل پرمختګ طبیعي پړاوونه وهل او د ورځې په تېرېدو سره د ودې په حال کې وو. په همدې وخت کې په هېواد کې سوله، ورورګلوي او یووالی حاکم وو او د افغانستان خلکو پوهنې ته پاملرنه خپل لومړیتوب ګڼلو چې حکومت هم د خپل وس او توان په اندازه د خپل ولس د غوښتنو سره سم ګامونه اېښودل. د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي عبدالحسین عزیز دندې ډېر دوام و نه کړ ځکه کله چې د ۱۳۲۷ کال د مېزان په میاشت کې ښاغلی عبدالحسین عزیز د پوهنې د وزیر په توګه مقرر شو، نو د ناروغۍ له کبله یې و نه کړای شول چې د ډېر وخت لپاره دغه وظیفه اجرا کړي له همدې کبله په ۱۳۲۸ کال له دغې دندې څخه لاس واخیست او پر ځای یې ښاغلی فیض محمد زکریا د دویم ځل لپاره د پوهنې د وزیر په توګه و ټاکل شو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.