ژباړه: حمیدالله حمیدي ایا تر اوسه داسې غوسه شوي یاست چې ان سترګې مو سرې شوې وي؟ کېدای شي تر اوسه مو هغه لارې چارې نه وي عملي کړې چې د غوسې په صورت کې درسره مرسته وکړي او خپل ځان ګنټرول کړئ. د لاندې څو ټکو په تمرین او عملي کولو سره کولای شئ د غوسې سرکښ اس مو اېل کړئ: په دې لیکنه کې تاسو ته په یوه داسې موقعیت کې ځای درکوو چې د غوسې د کنټرلولو تمرین وکړئ، د دېرش سلنه کار مرسته موږ درسره کوو او پاتې اویا سلنه کار تاسو ته سپارو. غوسه خپله یو احساس دی، داسې احساس چې په کولو سره یې د انسان پر روح او جسم دواړو منفي اغېز پرېباسي. – خپله غوسه مو ومنئ او د غوسه کېدو لامل مو پیدا کړئ – مثبت افکار مو په یاد راولئ او هغه بیا بیا په خپل ذهن کې تکرار کړئ – په ذهن کې د مثبتو افکارو تکرارول درسره د غوسې په سړېدو کې مرسته کوي – قدم ووهئ، تر څو غوسه مو یو څه سړه شي – له یو داسې دوست سره مو خبرې وکړئ چې پوهېږئ د خبرو په اورېدو یې د ارامۍ احساس کوئ – فکر او حواس مو د یوه کار په کولو مصروف کړئ؛ معنا دا چې د یو څو دقیقو لپاره په یو څه باندې ځان بوخت کړئ – د غوسې په وخت کې مو خپل احساسات پر کاغذ ولیکئ – په ارامۍ سره تر لسو حساب وکړئ، حساب کول د غوسې د کنټرول لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره ده – یخې اوبه او یا هم چای وڅښئ، هڅه وکړئ د څه شي په اړه فکر ونه کړئ کله چې په غوسه کېږئ نو چیغو او بحث ته د دوام ورکولو پر ځای چې خبره نوره هم د خرابۍ خوا ته بیایي، ښه به وي چې ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ، تر څو هر څه خپل اصلي حالت ته را وګرځي. درېدل او په اور باندې د وچو خاشاکو اچول ستونزه نه حلوي، بلکې اور لا تېزوي. د خپلې غوسې په اړه مو له بل چا سره خبرې وکړئ، دغه کس کېدای شي ستاسو سلاکار او ملګری وي او سوله مو وغواړي. د خپلو منفي احساساتو په اړه مو احساسات ولیکئ، له خپل ځان سره صادق و اوسئ او د هغه څه په اړه چې لیکئ یې، د مسوولیت احساس وکړئ، عمل پرې وکړئ تر څو وکولای شئ د غوسې سرکښه اس مو په خپل لاس رام کړی وي. لوستونکیه! غوسه ستاسو له فهیمې او ښکلې څېرې سره زيب نه کوي، هڅه وکړئ خپله غوسه مهار کړئ.
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.