لیکنه: عزت الله عمران
د۱۳۸۰ لمریز کال راپدېخوا هغه وخت چې حامد کرزی واک ته ورسیدو نوموړي د نورو ټولو برخو ترڅنګ مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو ته پوره وده او خپلواکي ورکړه. دا خپلواکي په دې کچه وه چې د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې یې ساری نه درلود. په دې موده کې یو شمیر زیاتو رسنیو رادیویې او تلویزوني چینلونو، ورځپانو او مجلو په کار پیل وکړ. د رسنیو په زیاتیدو سره د خلکو ترمنځ اړیکې نږدې شوې او خلکو وکولای شوي چې په آسانې سره د هیواد او نړۍ د روانو حالتونه څخه ځان خبر کړي. همدارنګه په یاده لسیزه کې د رسنیو ترڅنګ بیلابیلو مخابراتي شبکو په کار پیل وکړ چې له دې ډلې افغان بیسم، روشن، MTN، اتصالات، افغان تیلی کام او سلام مخابراتي شبکې یادولی شو. ددغه مخابراتي شبکو په را منځته کیدو سره فردي اوټولیز ارتباطات دومره سره نږدې شول چې لوی جهان یې په یو واړه کلي بدل کړ او دا نه مننوکی بدلون هغه وخت رامنځ ته شو چې په هیواد کې د مخابراتي شبکو له لوري انترنیتې خدمتونه برابرکړای شول. اوسمهال که وګورو په هیواد کې هرلوستی کس د یوې ټولنیزې رسنې نشراتي چارې په مخ وړی او هڅه کوي چې د ټولنې د اړتیاوو سره سم نشرات ولری. په هېواد کې د مخابراتي شبکو په زیاتوالي سره اوسهمال شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي د انترنیتي خدمتونو نه ګټه پورته کوي چې زیاته برخه یې ځوانان جوړوي له دغو خدمتونو نه زمونږ د ټولنې زیاته برخه د معلوماتو لاسته راوړلو او خلکو ته وړاندې کولو لپاره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک، ټویټر، ویب لاک او ویب سایټونو، خپلمنځي اړیکو ټینګولو لپاره د وایبر، سکایپ ، ایمو او نور مسینجرونو نه ګټه پورته کوي. رسني زمونږ په هیواد کې د وګړو د سیاسي پوهې لوړونې، اطلاع رسانې، تعلیم، زده کړې، ټولنیز پرمختګ، د خلکو روزنې او سرګرمې په برخو کې پوره ونډه ترسره کړې ده چې آغیزې له ورایه څرګندیږي. خو د اتیایمې لسیزې مخکې هغه وخت چې د طالبانو د حکومت واکمنې وه په هیواد کې یوازې دافغانستان ملي رادیو د ” شریعت غږ” رادیو ترنامه لاندې خپرونې درلودلې. د شریعت غږ رادیو د خپرونو د محتوا ډیره برخه دیني مسایلو، د طالبانو د اسلامي تحریک ورځنیو چارو، او د یاد حکومت تبلیغاتې ترانو ته ځانګړې شوي وه. په نوموړي حکومت کې تلویزوني نشرات حرام ګرځول شوي وو او په رسنیو باندې ښګیلاکګر (استبدادي) نظام حاکم وو، پدې موده کې د هیواد نه د باندې ځینو رسنیو په ډیر محدود ډول د افغانستان په ورځنیو حالاتو تبصیرې کولې چې د بیلګې په توګه د بي بي سي رادیو یادولی شو. یاده دوره د تیرو دورو په شان د ژورنالیستانو لپاره له ډیرو ستونزو څخه ډکه وه ځکه په دې دوره کې په هیواد کې شته مطبوعات ددولت په خدمت کې وو هیچا د دولت په مقابل کې خپل غږ نشوي پورته کولاي اوهمدارنګه دتیاتر، سینما او موزیک په نشراتو باندې بندیز وو. خو د طالبانو له واکمنې وروسته اود حامد کرزي د حکومت په پیل سره بیا هم په هیواد کې د رسنیو او ژونالیستانو ستونزې حل نشوې بلکې د رسنیو په بې کچې توګه زیاتوالي او د دولت لخوا په رسنیو باندې کنترول او نظارت نه کول ددې سبب وګرځیدل چې په هیواد کې د میشتو قومونو ترمنځ تربیلابیلو نومونو لاندې تفرقه خوره کړي او د بهرنیوهیوادونو د پلان اوپالیسي سره سم یو د بل په وړاندې خپرونې وکړي. همدارنګه په تیره یوه لسیزه کې ټولنې او خلکو ته د واقعیتونو رسولو په موخه یو شمیر زیاتو ژورنالیستانو د مفسدو چارواکو او مافیایي ډلو د جنایتونو د څرګندولوپه خاطر پدې لاره کې خپل ځانونه قربان کړل، وډبول شول، اخطارونه ورکړل شول او د شهادت جامونه یې په سر واړول. خو دا اخطارونه او وژنې یوازې د دولت د مخالیفینو له لوري نه وې بلکې په دولت کې دننه دیوې ډلې مفسیدو چارواکو، بهرنیو استخباراتي کړیو، قاچاقبرانو او په ټوله کې د هغه مافیایي کړيو له لوري ترسره شوي چې خپلې ګټې په خطرکې لیدلي اوپوهیدل چې نور یې پټ جنایتونه څرګندیږي. نو د خپلو شومو پلانونو د پټ ساتلو او خپلو کرغیړنو ګټو ته د رسیدو په موخه یې د ژونالیستانو او لیکوالانو په وهلو ډبولو، اخطارو روکولو او وژلو یې لاس پوري کړ. له بلې خوا د رسنیو په خپرونو اود خپرونو په کمیت او کیفیت باندې کنترول او نظارت نه کول په داسې یو هېواد کې چې شاخوا ۴۰ سلنه وګړي یې نالوستي دي ډير زیان رسونکي واقع کیدلای شي. که دهیواد په مرکز او لایتونو کې د ځینو تصویري او صوتي رسنیو “تلویزونونو او رادیویې” چینلونو نشرات په ځانګړي ډول تفریحي او د موسیقې خپرونې تحلیل او تجزیه کړو په سمعي رسنیو کې د نارینه او ښځینه ویندویانو ترمنځ د جان اوقربان او داسې نور الفاظو او کلماتو رد بدل کول، د اوریدونکو تلیفونې اړیکو په وخت کې د مینې دداسې دیالوکونو په ژبه راوړل چې ته به وایي په هالیود او یا بالیود سینماګانو کې د مینې او اداګانو د شاټونو د اخیستلو صحنه ده. ددغه شان کړنو ترسره کول نه یوازې بد اخلاقې اوبې شخصیتي ده بلکې زمونږ د دین، مذهب او کلتورسره هیڅ ورته والي او اړیکه نه لری. د رادیویې او تلویزوني چینلونو له لوري د دغه شان خپرونو او پرګرامونو خپرول د لیدونکو او آوریدونکو کورنیو لپاره ستړي کوونکي او منحرف کونکي دي. د تلویزونو په ښیښو په لوڅ سر، تنګو او بدرنګو جامو کې د ښځینه ویندویانو ښکاره کیدل، د ستیژونو په سر د ښځینه سندرغاړو نڅیدل، په تمثیل اوسوداګریزو خبرتیاوو کې د ښځو نه د تبلیغاتو لپاره ګټه پورته کول، هغه نه خوښونکي عملونه دي چې پدې سره نه یوازې په ټولنه کې د ښځو کرامت ته سپکاوي کیږي بلکې د هغوي حقوق تر پښولاندې او ټولنې ته د منفي څيرو په شان ورپیژندل کیږي. دا دهغو څو کرغیړونو کسانو نه خوښونکي کړنې دي چې په غربي هیوادونو کې زیږید لې اولویو شوې دي، دوي خو نه زمونږ د دین او مقدساتو نه خبرې دي او نه زمونږ د افغانې ټولنې له کلتور او فرهنګ سره اشنایې لري دغه کسان پخپلو دغه فاحش کړنو سره هڅه کوي چې زمونږ ټولنې ته د افغانستان د مسلمانو او دیندارو ښځو یو منفي تصویر وړاندي کړي. پداسې حال کې چې دغه بد اخلاقه او پلورل شوي څیرې یوازې د بهرنیانو د منفي موخو د لاسته راوړلو لپاره دومره لویه قربانې ورکوي. له بلې خوا د رسنیو دچلونکو لپاره اوسمهال دبهرنیو سریالونو او پرګرامونو خپرول یو مجبوریت دي ځکه دوي خپل ورځني ساعتونه په همدغه سریالونو او پرګرامونو ډک کوي چې لوي علت یې د مالي لحاظه د رسنیو په ځان نه بسیا، د تولیدې خپرونو نشتون، د رسنیو ترمنځ نا سالمې سیالۍ دي ددغه ډیري سریالونو او پرګرامونو اصلي موضوع دهلک او انجلې ترمنځ د ناروا اړیکو، له کوره تښتې او د واده نه مخکې د نامشروع اړیکو درلودلو نه پرته بل څه نده. همدارنګه په هیواد کې دننه له ملي تلویزون نه پیل تر زیاترو ځانګرو تلویزوني او رادیویې چينلونه پورې د ځینو ځانګړو ټبرنو سره د دولتي ادارو په شان دوګوني د (مور او میرې) په شان عمل کوي. بله هغه موضوع چې باید پرې وګړیږو په سمعي او بصري رسنیو کې د ځينو بد اخلاقو او نالوستو کسانو ګمارل دي چې نه د ژورنالیزم په اصولو او اخلاقو پوهیږي او نه علمي وړتیا لري دغه کسان یوازي د دوه اونیزو کورسونو په لوستلو ځان ته دومره غره وي چې نور ټول ورته نالوستي ښکاري کله چې په کوم بحث کې ورسره مخ شي نو د ځان ښودنې لپاره ترټول د مخه په مخاطب لوري د نیوکې ګوته پورته کړې وی او مخاطب لوري ته به د ځواب ورکولو موقع هم نه ورکوي. د رسنیوهغه مالکین چې د رسنیو د تاسیس نه یې موخه سوداګري ده له دغه شان ځوانانونه یوازې د کاري ماشینونو او وسایلو په شان ګټه پورته کوي چې کله نا کله همدغه خداي ورکړې پوه او اخلاق د دوي دوهلو ډبلو او حتا د مرګ سبب ګرځي. خو پدې برخه کې ټوله پړه درسنیو د مالیکینو هم نه ده ، بلکې د اطلاعاتواوکلتور وزارت هم لوی مسولیت لري چې په تیرو۱۳ کالونو کې یې خپل مسولیت هغه شان چې ترینه تمه کیده او تمه کیږي ترسره نه کړ یاد وزارت په تیره یوه لسیزه او له هغه نه راپدیخوا تردې دمه ونشوی کولای چې په هېواد کې د رسنیو څخه په مالي لحاظ او د تولیدي خپرونو په برخه ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې د رسنیو نشرات ترخپل کنترول لاندې راولي او هغه رسني چې د معیارسره سم خپرونې نه کوي وتړي او ترینه د کارجواز واخلی. له بل لوري په رسنیو باندې د نظارت کولو هغه اداره چې پدې برخه کې لوی مسولیت لري دعلما شورا د نظارت کمیټه ده دا هغه کمیټه ده چې پدې برخه کې پوره ونډه لري خو یادې کمیټې هم په تیره یوه لسیزه کې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده. نوموړې کمیټې په یاده موده کې يوځل هم ونشوي کولاي چې د رسنيو د مبتزلو نشراتو په مقابل کې خپل غږ پورته او د بندولو اقدام وکړي. تیرې یوې نیمې لسیزې ته په کتو سره دې پایلې ته رسیدلی شو چې په یو هیواد کې د رسنیو زیاتوالي په هغه وخت کې ډیر موثر واقع کیدالای شي چې اصلی موخه یې د ټولنې پرمختګ، دعامه ذهنیتونو روښانوال، تعلیم، زده کړه، هنراواطلاع رسول وي. همدارنګه رسنې باید په یوهیواد کې د ټولنې د غوښتنوسره سم خپرونې ولري د هیواد ددینې عقایدو او کلتوري ارزښتونو په خدمت کې وی. او دا هغه امکان لري چې رسنې د مالي او تولیدي خپرونو له اړخه په ځان بسیا وی او بهرنیوهیوادونو ته یې د مرستې لپاره لاس اوږد نه وی یوازې اویوازې د خپل هیواد ګټو لپاره کار وکړي او دهیواد ملي ګټوته ژمنې واوسې. که چیري په هیواد کې شته رسنی په همدې موخه جوړې شوې وي پایله به یې مثبته وي او که داسې نه وي تاسیسول یې بیله بدبختې او زیان نه بله لاسته راوړنه نه لري.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.