لیکنه: روح الامین حسن (دریمه برخه، پای) ( Supreme Court) دریم: ستره محکمه ستره محکمه د یوې لوړی او معتبرې مرجع په حیث د قضائيه قوې په سرکې ځای لري ستره محکمه د (۹) مسلکي غړو (قاضیانو) څخه تشکیل شویده چې د سترې محکمې عالي شورا ګڼل کېږي او په سرکې یې قاضي القضات ځای لري د سترې محکمې یاد غړي د ولسمشر لخوا د ولسي جرګې په تائید درې غړي د څلورو کلونو لپاره ،درې غړي د اوو کلونو لپاره او درې نور غړي د لسو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د دویم ځل لپاره د سترې محکمې د غړیتوب حق نلري د سترې محکمې غړی باید افغانی وي د څلویښتو کلنو کم نه وي، په حقوقي او فقهي علومو کې تخصص او تجربه ولري او د ښه سیریت او شهرت لرونکی وي د بشر ضد په جرمونو مرتکب نه وي او د دندې په مهال ازاد او هیڅ سیاسي تړاو ونلري . د سترې محکمې د عالي شورا واکونه: د سترې محکمې عالي شورا د قانون په اساس یو شمیر خاص صلاحیتونه او واکونه لري جې په لاندی ډول ورته اشاره کوو ۱ـــــ د سترې محکمې عالي شورا د قوانینو تفسیر تصمیم او د مطابقت څېړل چې د حکومت او محکمو د غوښتنو او اړتیا په صورت کې ترسره کوي . ۲ـــــ د قانون په اساس د محکمو پر فیصلو بیا کتنه (تجدید نظر) ۳ــــ د محکمو د واک د تنازع حل ( په قضیه کې د کاري صلاحیت د ابهام په وخت مربوطه محکمې ته د قضیي راجع کول ) ۴ــــ د څیړنی په منظور د محکمو په واک کې تغیر او تبدیل یا د محکمو بدلول. ۵ـــــ د بهرني تبع د جرم او اعادې په هکله تصمیم نیول. ۶ـــــ د مقرراتو او لایحو څېړل او تعقیبول. ۷ــــ د قضائیه قوې د تشکیل او بودیجې څېړل. ۸ـــــ د قاضیانو د انسلاک(ګمارنې)تصویبول تبدیلول ترفیع او تقاعد ورکول. ۹ــــ د ریاست جمهوري مقام ته د محکمو د تاسیسولو او قضائي واک د ټاکلو وړاندیز. ۱۰ــــ د قضائي چارود پلټنې تدقیق او مطالعاتو د پایلو څېړل او تدبیر نیول. د سترې محکمې دیوانونه : ستره محکمه پنڅه دیوانونه لري چې په لاندی ډول دي ۱ــــــ د عمومي جزا دیوان ۲ــــــ د عامه امنیت دیوان ۳ـــــ د مدني او عامه حقوقو دیوان ۴ــــــ سوداګریز دیوان ۵ـــــ د نظامي جرمونو او داخلي او خارجي امنیت پر ضد جرمونو دیوان د سترې محکمې د هر دیوان رئیس د عالي شورا یو غړی وي چې د سترې محکمې د عالي شورا په تصویب ټاکل کېږي د لاندینیو محکمو د ټولو دیوانونو قضیي د نهایي فیصلې او تجدید نظر لپاره د سترې محکمې د یادو دیوانونو پوری تړاو پیدا کوي او په هکله یې د سترې محکمې د اړوند دیوان فیصله او حکم نهایی او واجب العمیل وی . اختصاصي محکمې: دا هغه ځانګړی محکمې دي چې په دایم ډول په ابتدایه او استیناف پړاونو کې د مشخصو جرمونو د څېړلو په موخه فعالیت کوي. هغه جرمونه چې خاصې محکمې یې قضیې پرمخ وړي عبارت دې له :اداري فساد ، مخدره موادو قاچاق تمویل اوتولید، اطفالو اړوند قضیې او د ښځو پروړاندی تاوتریخوالی،چې د قضیو د حل لپاره یې همدا څلور خاصې محکمې شتون لري د اداري فساد پروړاندی د جرمونو اختصاصي محکمې: د اداري فساد پر وړاندی د جرمونو ابتدائیه محکمه دا هغه محکمه ده چې د اداري فساد اړوند جرمونه په ابتدائیه او استیناف مرحلو کې څیړي چې په لومړۍ مرحله کې یې قضیې د فساد پر وړاندی د جرمونو ابتدائیه محکمې پورې تړاو لري او په دوهمه مرحله کې یې قضیې د فساد پر وړاندی د جرمونو د استیناف محکمې پورې تړاو پیدا کوي. د مخدره توکیو پروړاندی د مبارزې اختصاصي محکمې : دا هغه محکمې دي چې د مخدره موادو قاچاق ،تمویل اوتولید په تړاو جرمونه په ابتدائیه او استیناف مرحلو کې فیصله کوي .چې په لومړۍ مرحله کې یې قضیې د مخدره موادو پروړاندی د مبارزې ابتدائیه محکمه فیصله کوي او په دوهمه مرحله کې یې قضیې د مخدره موادو پروړاندی د مبارزې استیناف محکمې پورې تړاو پیدا کوي . د کوچنیانو اختصاصی محکمې : دا هغه اختصاصي محکمې دي چې د اتلس کلنۍ نه ښکته عمر لرونکیو اشخاصو جرمونه په ابتدائیه او استیناف مرحلو کې فیصله کوي. چې په لومړۍ مرحله کې یې قضیې د کوچنیانو(اطفالو) ابتدائیه محکمه فیصله کوي او په دویمه مرحله کې یې قضیې د کوچنیانو(اطفالو) استیناف محکمې پورې تړاو پیدا کوي. د ښځو پروړاندی د تاوتریخوالی اختصاصی محکمې: دا هغه اختصاصي محکمې دي چې ښځو پروړاندی د تاوتریخوالی جرمونه په ابتدائیه او استیناف مرحلو کې فیصله کوي. چې په لومړۍ مرحله کې یې قضیې د ښځو پروړاندی تاوتریخوالی ابتدائیه محکمه فیصله کوي او په دویمه مرحله کې یې قضیې د ښځو پروړاندی د تاوتریخوالي د استیناف محکمې پورې تړاو پیدا کوي . پای
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.