مروت درد د ننګرهار ولایت د اچين ولسوالۍ په چهلګزيبابا کلي کې په کال ۱۳۷۲ل زږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې داچین ولسوالۍ په کهي نومي ښوونځۍ کې کړي. د لوړو زدکړو لپاره د ننګرهار پوهنتون ته په کال ۱۳۹۱ل شامل او په ۱۳۹۵ل کال کې یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې لوړې زدکړې وکړې.
ښاغلی درد د شینوارو د علمي او فرهنګي ټولنې د کلنۍ مجلې مرستیال او غړی، د سپین غر راډیو همکار، د شينوارو د خیرښېګڼې شورا د اونیزې مرستیال پاتې شوی. همدا شان په بېلابېلو مجلو او ویب سایټونو سره په بېلابېلو برخو کې قلمي همکاري لري. په لومړيتوب ویب سایټ یې هم لیکنې او ژباړې لوستلای شئ.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.