ليکنه: مروت درد
یوناني فلیسوف او عالم په ۴۶۹ ق.م په اتن کې زیږېدلای، پلار یې سوفرونکوس نومېده، مجمسمه جوړونکی و او له ډبرو به یې بوتان جوړول. سقراط هم دپلار نه تر ابتدایي زده کړو وروسته تیږې توږلې او بتان به یې ترې جوړول. مور یې فیناریټي نومېده، ډېره پوهه او عالمه ښځه وه. ویل کېږي چې، مور یې په کودکستان کې دنورو ماشومان روزل خو ورسره، ورسره یې د خپل زوی سقراط ښه پالنه هم وکړه. دسقراط کورنۍ یوه هنرمنده او فنپاره کورنۍ وه، دې هنر یې داتنیانو زړونه خپل کړل او هر چا یې یو ځانګړی عزت او قدر کاوه. په پخواني اتن کې دا قانون و چې، هر ځِوان باید په پوځي زده کړو سمبال وي، دهمدې مجبوریت له مخې سقراط پوځي زده کړه ترلاسه کړه او داسپارتا او اتن په مهمه او تاریخي جګړه کې یې برخه واخیسته، چې سقراط دیو اتل سرتېري او جنګیالي په توګه په دې جګړه کې وځلېد او دجګړې دقومندانانو لخوا ښه ونازول شو. د سقراط په وجود کې فطري بدلونونه موجود و خو په عیني ژوند کې ښکاره بدلونونه دهغه په څلوېښت کلنۍ کې ګورو چې دی دژوند په هکله ژور فکرونه کوي، دانسانانو دخلقت اصلي هدف ته پام اړوي، په ریښتینوالۍ او نېکۍ تکیه کوي او داتن نژدې هر وګړي سره جلا، جلا بحثونه کوي او ریښتینوالي او نېکۍ ته یې رابولي. سقراط په ۴۰۶ق.م پېړۍ کې داتن مشرانو جرګې ته لاړ، هلته چې ده ددولت لوړپوړي چارواکي ولیدل چې، دبد سیاست له وجهې یې ښاریان په ستونزو کې راګېر دي، نو یې په دولتي مشرانو نیوکې وکړې، چې همدې نیوکو او لبغړانده اړیکو د سقراط په وړاندې ډېر دښمنان وپنځول شول او دده دمرګ سبب شول.
دسقراط نژدې ملګری چې دمرګ تر ورځې پورې ورسره و، ګراېټو نومېده، ګراېټو او سقراط دواړو یو بل له ماشومتوب پېژندل او خورا صمیمي ملګري وو. سقراط دمکتب له وختونو ژور فکرونه کول او له انساني چاپېریال نه پورته یې فکر تر کایناتو رسېدلای و. ګراېټو وایي: چې زه او سقراط یوه ورځ دیو کولال پر دوکان تېرېدو، کولال خټه جوړه کړې وه او دماشین له پاسه یې ایښې وه. ماشین خټه خوړله او له ځنډ وروسته به ترې منګی، چاټۍ او یا هم کوم بل لوښی جوړ شو. سقراط چې دا جریان ولید ژور فکر یې وکړ او له لږ ځنډ وروسته یې وویل: ((دا ښکلي لوښي چې جوړ شول، مخکې له مخکې دکولال په ذهن کې موجود وو، یوازې یې د لاسونو او ګوتو په هنر دڅرخ په مرسته لوښي ورغول او مادي وجود یې ورکړ. سقراط وویل: ددې نړۍ هر مادي شی لکه کور، څوکۍ، کټ، مجسمه او نورو تصویر مخکې له مخکې دانسان په ذهن کې موجود وي، وروسته انسان دخپل ذهن په مرسته خپلې جوړې کړې نقشې او طرحې ته مادي شکل ورکوي او هغه جوړوي.)) دسقراط په اړه ویل کېږي چې، دی دنورو یوناني وګړو په څېر ښکلی نه و، په رنګ تک تور و او بد شکل یې درلود، ټولګیوالو به ده ته چونګښه ویله. دده نژدې ملګری ګراېټو دسقراط په اړه وایي: ((سقراط ډېر بې پروا و، ټیټ قد یې درلود، تل به یې بدرنګې جامې پر تن وې، پلنې شونډې، راوتلې ملا، پلن تندی او غټې بې ډوله سترګې یې لرلې.)) وایي: سقراط ته دهغه یوې ملګرې زینوفن دمېلمستیا بلنه ورکړې وه، ګڼ ځوانان ورته راټول شوي وو، یو چا ترې دده دبدشکلۍ په اړه وپوښتل، ده داسې ځواب ورکړ: ((له ما کرکه مۀ کوئ، زه دا منم چې په ظاهره بده څېره لرم خو په باطن کې بیا ډېر ښکلی یم.))
دسقراط په زمانه کې سوفسطایان ددولت یوه مهمه طبع ګڼل کېده او دې ګلې کوښښ کاوه چې په ګڼ شمېر کې اتنیان په ځان راټول کړي. یو سوفیسطایي چې تهریسایي ماکوسیسي نومېده خلکو ته وویل: کۀ غواړئ ځواکمن واوسئ نو له نېکو کارونو ډډه وکړئ، په بدو سر شئ، په دې کې لوی طاقت پروت دی، دنوموړي دې فلسفې دخلکو خصوصاً دځوانانو توجه راجلب کړه. کله چې سقراط له دا ډول څرګندونو خبر شو؛ تهریسایي ماکوسیسي پسې ورغی او ورته یې وویل: راته ویلای شې، هغه څه دي چې دانسانانو ترمینځ واټن پیداکوي!؟ کۀ په غلو کې هم انصاف او شعور نه وای، څه فکر کوې چې دوی به په منظمه توګه ځواکمن پاتې وای؟ کۀ یو غل دبل غل مال غلا کړي، نو دوی ته به څومره ګټه ورسېږي؟ دا ته چې وایې، کۀ فرض کړو، همداسې وشي؛ نو ددې ښاریانو به څه حال وي؟ کۀ خلک ستا ومني او په بدو سر شي او له نېکۍ او ښو کارونو څخه ډډه وکړي؛ اخر دا بد چې دوی یې له چا سره کوي، ددغو خوارانو انسانانو پر زړونو او روحونو به څه تېرېږي؟ کله دې هم مقابل لوری په نظر کې نیولای و؟ کۀ دا ډول خلک پر ښار واکمن شي؛ ددې ښاریانو به څه حال وي؟ ته یقین وکړه، زه درته ریښتیا وایم، دبدو پایله بده وي، دې ډول کارونو ته دطاقت نوم مه ورکوه، دا دانسان تر ټولو ستره کمزوري ده. دسقراط ژوند، اند او فلسفه نومي کتاب چې ښاغلي عطاوالله حیران په پښتو ژباړلی دکتاب په یوه برخه کې دنېکۍ تر سرلیک لاندې د نېکۍ اصلي معنا او مفهوم اتنیانو ته داسې ور په ګوته کوي: له سقراط وړاندې په یوناني ټولنه کې نېکي دمخکنیو مشرانو کارونو ته ویل کېده خو سقزا غوښتل؛ دخپلې زمانې خلکو ته د نېکۍ اصلي مانا او روح ور وپېژني ځکه به یې ویل: ((اخلاقي ښېګڼه هم دعلم یوه طرحه ده، علم دعمل لپاره محرک پیداکوي او څومره چې په انسان کې پوهه زیاتېږي؛ په هماغه اندازه یې دنېکۍ تصور هم پیاوړی کېږي او دنېکۍ له اصلي جوهر سره آشنا کېږي. نېکي کونکی له الله څخه ویرېږي او څوک چې له الله نه ویرېږي؛ هیچاته زیان نه رسوي.)) دسقراط فلفسه پر انصاف، مینه، نېکۍ او ځان پېژندنه ولاړه وه، هغه پدې اند و چې دنړۍ ټولې بدۍ له ناپوهۍ او جهالت څخه مینځته راځي، ځکه یې دبدۍ په مقابل کې نېکي دخپلې فلسفې دبنسټ په توګه مطرح کړې ده. سقراط مینه لافاني بولي، وایي: ((مینه ده چې انسان بشپړوي او او په ژوند کې یې رنګ او خوند پیداکوي، دمینې له عنصر پرته انسان نه شي بشپړېدلای، بې مینې انسان دانسانیت له دایرې څخه بهر ژوند کوي او څوک چې نېکي او بدي نه نه پېژني؛ هغه هېڅ شی نه شي پېژندلای، نو پر همدې اساس دهر ښکلي او ژوندي سره مینه کول په کار دي.)) سقراط دعلم بنسټ پر استدلال ایښی و او له همدې امله علم پر دوه حقیقي او خیالي ویشلای و، نوموړي به ویل:
((دعلم پلټنه حقیقي علم دی، ځکه دحقیقي علم بنسټ پر حقایقو ولاړ وي، ده به اتنوالو ته ویل: پر هغو شیانو باور مۀ کوئ؛ تر څو مو چې په ټوله مانا نه وي پېژندلای، دعقل تر ازموینې لاندې مو نه وي راوستلای او حقیقي بنسټ یې نه وي معلوم شوای، دسقراط په اند حقیقي علم هغه دی چې دانسان پر کړو، وړو مثبته اغېزه وکړي او ارامۍ او بهبود خواته یې بوځي. دخیالي، ظاهري او ناحقیقي علم په اړه یې ویل: دکومو علومو بنسټ چې پر خیالاتو ولاړ وي؛ هغه ته موږ حقیقي علم نه شو ویلای، ځکه په خیالاتو کې بدلون راتلای شي او دعلم غوښتنه داده چې باید پر ثابتو تجربو ولاړ وي.)) ې رابولي. سقراط په ۴۰۶ق.م پېړۍ کې داتن مشرانو جرګې ته لاړ، هلته چې ده ددولت لوړپوړي چارواکي ولیدل چې، دبد سیاست له وجهې یې ښاریان په ستونزو کې راګېر دي، نو یې په دولتي مشرانو نیوکې وکړې، چې همدې نیوکو او لبغړانده اړیکو د سقراط په وړاندې ډېر دښمنان وپنځول شول او دده دمرګ سبب شول.
دسقراط نژدې ملګری چې دمرګ تر ورځې پورې ورسره و، ګراېټو نومېده، ګراېټو او سقراط دواړو یو بل له ماشومتوب پېژندل او خورا صمیمي ملګري وو. سقراط دمکتب له وختونو ژور فکرونه کول او له انساني چاپېریال نه پورته یې فکر تر کایناتو رسېدلای و. ګراېټو وایي: چې زه او سقراط یوه ورځ دیو کولال پر دوکان تېرېدو، کولال خټه جوړه کړې وه او دماشین له پاسه یې ایښې وه. ماشین خټه خوړله او له ځنډ وروسته به ترې منګی، چاټۍ او یا هم کوم بل لوښی جوړ شو. سقراط چې دا جریان ولید ژور فکر یې وکړ او له لږ ځنډ وروسته یې وویل: ((دا ښکلي لوښي چې جوړ شول، مخکې له مخکې دکولال په ذهن کې موجود وو، یوازې یې د لاسونو او ګوتو په هنر دڅرخ په مرسته لوښي ورغول او مادي وجود یې ورکړ. سقراط وویل: ددې نړۍ هر مادي شی لکه کور، څوکۍ، کټ، مجسمه او نورو تصویر مخکې له مخکې دانسان په ذهن کې موجود وي، وروسته انسان دخپل ذهن په مرسته خپلې جوړې کړې نقشې او طرحې ته مادي شکل ورکوي او هغه جوړوي.)) دسقراط په اړه ویل کېږي چې، دی دنورو یوناني وګړو په څېر ښکلی نه و، په رنګ تک تور و او بد شکل یې درلود، ټولګیوالو به ده ته چونګښه ویله. دده نژدې ملګری ګراېټو دسقراط په اړه وایي: ((سقراط ډېر بې پروا و، ټیټ قد یې درلود، تل به یې بدرنګې جامې پر تن وې، پلنې شونډې، راوتلې ملا، پلن تندی او غټې بې ډوله سترګې یې لرلې.))
وایي: سقراط ته دهغه یوې ملګرې زینوفن دمېلمستیا بلنه ورکړې وه، ګڼ ځوانان ورته راټول شوي وو، یو چا ترې دده دبدشکلۍ په اړه وپوښتل، ده داسې ځواب ورکړ: ((له ما کرکه مۀ کوئ، زه دا منم چې په ظاهره بده څېره لرم خو په باطن کې بیا ډېر ښکلی یم.)) دسقراط په زمانه کې سوفسطایان ددولت یوه مهمه طبع ګڼل کېده او دې ګلې کوښښ کاوه چې په ګڼ شمېر کې اتنیان په ځان راټول کړي. یو سوفیسطایي چې تهریسایي ماکوسیسي نومېده خلکو ته وویل: کۀ غواړئ ځواکمن واوسئ نو له نېکو کارونو ډډه وکړئ، په بدو سر شئ، په دې کې لوی طاقت پروت دی، دنوموړي دې فلسفې دخلکو خصوصاً دځوانانو توجه راجلب کړه. کله چې سقراط له دا ډول څرګندونو خبر شو؛ تهریسایي ماکوسیسي پسې ورغی او ورته یې وویل: راته ویلای شې، هغه څه دي چې دانسانانو ترمینځ واټن پیداکوي!؟ کۀ په غلو کې هم انصاف او شعور نه وای، څه فکر کوې چې دوی به په منظمه توګه ځواکمن پاتې وای؟ کۀ یو غل دبل غل مال غلا کړي، نو دوی ته به څومره ګټه ورسېږي؟ دا ته چې وایې، کۀ فرض کړو، همداسې وشي؛ نو ددې ښاریانو به څه حال وي؟ کۀ خلک ستا ومني او په بدو سر شي او له نېکۍ او ښو کارونو څخه ډډه وکړي؛ اخر دا بد چې دوی یې له چا سره کوي، ددغو خوارانو انسانانو پر زړونو او روحونو به څه تېرېږي؟ کله دې هم مقابل لوری په نظر کې نیولای و؟ کۀ دا ډول خلک پر ښار واکمن شي؛ ددې ښاریانو به څه حال وي؟ ته یقین وکړه، زه درته ریښتیا وایم، دبدو پایله بده وي، دې ډول کارونو ته دطاقت نوم مه ورکوه، دا دانسان تر ټولو ستره کمزوري ده.
دسقراط ژوند، اند او فلسفه نومي کتاب چې ښاغلي عطاوالله حیران په پښتو ژباړلی دکتاب په یوه برخه کې دنېکۍ تر سرلیک لاندې د نېکۍ اصلي معنا او مفهوم اتنیانو ته داسې ور په ګوته کوي: له سقراط وړاندې په یوناني ټولنه کې نېکي دمخکنیو مشرانو کارونو ته ویل کېده خو سقزا غوښتل؛ دخپلې زمانې خلکو ته د نېکۍ اصلي مانا او روح ور وپېژني ځکه به یې ویل: ((اخلاقي ښېګڼه هم دعلم یوه طرحه ده، علم دعمل لپاره محرک پیداکوي او څومره چې په انسان کې پوهه زیاتېږي؛ په هماغه اندازه یې دنېکۍ تصور هم پیاوړی کېږي او دنېکۍ له اصلي جوهر سره آشنا کېږي. نېکي کونکی له الله څخه ویرېږي او څوک چې له الله نه ویرېږي؛ هیچاته زیان نه رسوي.)) دسقراط فلفسه پر انصاف، مینه، نېکۍ او ځان پېژندنه ولاړه وه، هغه پدې اند و چې دنړۍ ټولې بدۍ له ناپوهۍ او جهالت څخه مینځته راځي، ځکه یې دبدۍ په مقابل کې نېکي دخپلې فلسفې دبنسټ په توګه مطرح کړې ده. سقراط مینه لافاني بولي، وایي: ((مینه ده چې انسان بشپړوي او او په ژوند کې یې رنګ او خوند پیداکوي، دمینې له عنصر پرته انسان نه شي بشپړېدلای، بې مینې انسان دانسانیت له دایرې څخه بهر ژوند کوي او څوک چې نېکي او بدي نه نه پېژني؛ هغه هېڅ شی نه شي پېژندلای، نو پر همدې اساس دهر ښکلي او ژوندي سره مینه کول په کار دي.))
سقراط دعلم بنسټ پر استدلال ایښی و او له همدې امله علم پر دوه حقیقي او خیالي ویشلای و، نوموړي به ویل: ((دعلم پلټنه حقیقي علم دی، ځکه دحقیقي علم بنسټ پر حقایقو ولاړ وي، ده به اتنوالو ته ویل: پر هغو شیانو باور مۀ کوئ؛ تر څو مو چې په ټوله مانا نه وي پېژندلای، دعقل تر ازموینې لاندې مو نه وي راوستلای او حقیقي بنسټ یې نه وي معلوم شوای، دسقراط په اند حقیقي علم هغه دی چې دانسان پر کړو، وړو مثبته اغېزه وکړي او ارامۍ او بهبود خواته یې بوځي. دخیالي، ظاهري او ناحقیقي علم په اړه یې ویل: دکومو علومو بنسټ چې پر خیالاتو ولاړ وي؛ هغه ته موږ حقیقي علم نه شو ویلای، ځکه په خیالاتو کې بدلون راتلای شي او دعلم غوښتنه داده چې باید پر ثابتو تجربو ولاړ وي.))
سقراط له سیاست نه کوښه سړی نه و، دی داتن دپارلمان غړی و، دده په زمانه کې د سیاست او اخلاقو تر مینځ ډېرې اوږدې فاصلې وې، ده په لومړي ځل وکولای شول؛ دیوناني مدنیت په اوږدو کې د اخلاقي سیاست بنسټ کېږي او خلک وپوهوي چې، دښو او بدو تر مینځ تفکیک وکړي دخپلو لاشعور کړیکو او اوازونو ته لبیک ووایي او هغه څه وکړي، کوم چې دوګړو دضمیر غوښتنې وي. دسقراط دنېکۍ، عدل او ریښتینولۍ فلسفې ګڼ سوفیسطان دځان دښمنان کړل او همدې دښمنۍ میلي ټس، ایني ټس او لایي کون اړ کړل چې پر سقراط داتن په اسملۍ کې محکمه دایره کړه او درې تورونه یې پرې وتړل، میلي ټس دژوري ۵۰۱ غړو پر وړاندې دسقراط پر خلاف وویل: سقراط دیوتاګان نه مني او دځان لپاره بېل دیوتا غوره کړی دی، نوموړي نه یوازې بېل دیوتا غوره کړی؛ دځوانانو اخلاق یې هم ورخراب کړي دي او بد کارونه هم کوي. درې درېواړو دعوه کونکو میلي ټس، ایني ټس او لایکون دسقراط پر خلاف له غوسې او رخې ډمې ویناوې واورولې او خلک یې د سقراط پرخلاف درایې ورکونې لپاره وهڅول. په پای کې سقراط ته لمبر ورکړل شو چې دځان دسپیناوي لپاره خپله دفاعي وینا د اسملۍ ګډونوالو ته واوروي، سقراط کۀ څه هم خپله دفاعي وینا په ډېرو اوږدو وکړه خو تر پایه یې خلک له ځان سره وساتل او خلک یې متوجه کړل چې، دنوموړي پر خلاف ټولې ادعاوې بې بنسټه دي، دلته دمقالې د اوږوالي له کبله دنوموړي د دفاعي وینا لنډ مفهوم راوړم:
((پر ما ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه دي، کۀ ما داتن دځوانانو اخلاق ورخراب کړي وي، ناسته غونډه کې زما شاګردان شته، دهغوی میندې او پلرونه هم شته، له هغوی داولادونو دبې لارۍ په اړوند وپوښتئ. زما فلسفه په نېکۍ او ریښتینولۍ ولاړه ده، زه خپلې فلسفې ته د وفادارۍ له شامته له هېڅ شي او هېڅ یوې سزا ګار نه لرم، زه نه غواړم دریښتینولۍ پر روح تور داغ شم، زه له دیوتاګانو منکر نه یم، زما په غیاب کې داتن مشهور دیوتا ګامالا زما یو شاګرد کیرفن ته ویلي: چې دا وخت په اتن کې له سقراط نه هوښیار او عقلمند انسان نه شته، کۀ زه له دیوتاګانو منکر وای؛ دیوتاګانو به ولې زما پ اړوند داسې ویناوې کولای!؟ حقیقت دادی چې نه ما دځوانانو اخلاق ور خراب کړي، نه هم له دیوتاګانو منکر یم او نه مې هم کوم بد کار تر اوسه کړی دی، کۀ زه واقعي بد انسان یم، زما له شاګردانو او زما دفلسفې له لارویانو وپوښتئ، چې هغوی زما پ اړوند څه درته وایي!؟ پر ما دا تور دی چې زه له اسمانو نیولې تر ځمکې چې په هر شي وغواړم؛ لوبه کولای شم، او د خلکو غلطې خبرې سمې ثابتولای شم، ددې تورونو په ځواب کې باید ووایم چې، تاسې به دمشور ډرامه لیکونکي ارستوفان په لیکلو ډرامو کې هم لیدلي وي چې، هغه دخلکو له ذهنونو منفي او ناوړه فکرونه تروړي او خلکو ته داخلاقو، مینې او ریښتینولۍ درس ورکوي، زما فلسفه کومه نوې هبره نه ده، زه یونان دپخوانیو لیکوالو او هنرمندانو پر لار یون کوم او مخ پر وړاندې ځم. پر ما بل تور دادی چې زه اتنیانو نه دتعلیم په بدل کې پیسې غواړم، دا هم ددښمنانو ناوړه پراپېګنډه ده، ما لا تراوسه له خپل یو شاګرد هم دخپلې فلسفې دښودلو په مقابل کې پیسې نه دې غوښتي او کۀ زه دا کار هم وکړم؛ جرم به نه وي، ځکه له ما وړاندې ګورګیاس، لیوسیمي، پروډیکس کیوسي او هیپایاس دخپلو لارښونو په معاوضه کې له شاګردانو پیسې اخیستي دي او دا کوم داسې تور نه دی چې، زه دې پرې محکمې ته حاضر شم.
ما دخپل کار په جریان کې له درې ډلو سره وکتل، لومړی له سیاسي لیډرانو سره کښېناستم، ومې غوښتل چې زده کړه ترې وکړم خو دوی زیاتره په غلطه لار روان و، دوی ته مې خپلې غلطۍ ورپه ګوته کړې او دخپلې فلسفې په لارویانو کې د داخلېدو امر وکړ، خو دوی باغیان وو او زما له فلسفې یې بد راغلل. تر سیاسي لیډرانو وروسته له شاعرانو سره کښېناستم، فکر مې کاوه چې ګوندې دا خلک له ما پوی دي، ددوی له پوهو او کارونو مې ځان اګاه کړ، خو وروسته دې تنیجې ته ورسېدم چې شعر ویل دانسانانو په استعداد پورې اړه نلري، دا یو الهي ورکړه ده،دوی دالهام ه مرسته پخې او دکار خبرې کوي؛ کنه په دوی کې دومره استعداد او پوهه نشته. له شاعرانو وروسته له صنعتکارانو سره کېناستم، ددوی په وړاندې ما ځان ډېر جاهل ګاڼه، ځکه ددوی هغه څه زده وو چې، زه ورباندې نه پوهېدم، چې ځیر شوم، دوی هم پر هغه ناروغۍ اخته وو؛ په کومو چې شاعران ککړ وو، زما دښمنان ځکه پیدا شول چې، زه ددې ټولو ډلو په خلاف وم او دوی په هغه څه نه پوهېدل؛ په کوم چې زه پوهېدم، ما غوښتل دوی دژوند اصلي مانا ته متوجه کړم خو دوی نه غوښتل؛ دژوند له اصلي فلسفې خبر شي. له دې نه وروسته زه یوې نتیجې ته ورسېدم او ما خپله نتیجه له دیوتا سره شریکه، ځکه مې ور څخه مې وغوښتل چې، ای دیوتا! په ماکې بدلون مه راوله، زه چې څنګه یم؛ هماغسې ښه یم، دا خلک به یو وخت زه پر خپلې لارې برابر کړم او دژوند له اصلي رازونو به یې خبر کړم.)) سقراط کۀ څه هم خپله دفاعي وینا په ډېرو جذباتو، احساساتو او منطق بیان کړه خو بیا هم ونه توانېد؛ داسملۍ د ۵۰۱ ژوري غړو له جملې څخه د۳۰ نفرو څخه زیاته رایه خپله کړي. په پای کې اسملۍ خپله ظالمانه پرېکړه اعلان کړه او لوی عالم سقراط ته یې دمرګ سزا واوروله، پخواني اتن کې به هغه مجرمینو ته چې دپاڼسۍ سزا اورول شوې وه؛ دمرګ له سزا وړاندې به دسیسلي په ټاپووزمه کې دبند یوه لنډه موده تېروله، سقراط هم په بند ننوت او هلته به دده خواخوږي او خپلوان (خپله ښځه او واړه ماشومان) به ورتلل.
سقراط په بند او دپاڼسۍ په سزا هېڅ خفه نه و او دخفګان هیڅ نښه یې پر مخ نه ښکارېده. سقراط په زندان کې دا وخت خپل فکر پر مرګ تمرکز کړی و او غوښتل یې دمرګ اصلي کیفیت خلکو ته روښانه کړي. دی له ژور فکرونو وروسته دمرګ په اړه وویل: ((مرګ دژوند دختمېدو نوم نه دی،ددا یوه طبیعي تبدیلي ده او بس.)) ګراېټو دسقراط له څو نورو خواخوږو سره په دې کوښښ کې وو؛ تر څو سقراط له زندانه راوباسي او تهسلي نومې سیمې ته یې یوسي، په همدې خاطر ګراېټو پلان جوړ کړ چې دزندان مشر ته به رشوت ورکوي او سقراط به امانت او سلامت له زندانه راوباسي. خو چې کله ګراېټو زندان ته لاړ او له سقراط سره یې دهغه دخوشې کولو پلان شریک کړ، سقراط په خورا خندانه لهجه خپل ملګري ګراېټو ته وویل: ((زما له تېښتې څخه به روحاني فساد وزېږي، تاسې ته پته ده، چې زه دډېرو افاقي اصولو پابند یم، ددغه افاقي او فطري اصولو له مخې باید موږ پر ریښتینولۍ باندې تور داغ پرېنږو، ریښتینولي باید له موږ څخه زیانمنه نه شي، موږ باید په هر حالت کې ریښتینولي لکه څنګه چې ده؛ هماغه رنګ پاکه وساتو، له زندانه زما تېښته روحاني فساد ته لاره اواروي او دغه فساد بیا د وخت په تېرېدو سره زموږ او ستاسې تر جسمونو رارسي او ناولی کوي مو. له همدې امله باید زه په زندان کې پاتې شم او باید خپله سزا ومنم.)) سقراط دګراېټو له مجلس دوه ورځې وروسته په زندان کې زهر وخوړل او خپل روح یې ابدي خاوند ته وسپاره.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.