لیکنه: اسدالله الفت دوهمه دوره پنځلسمه پيړي د ډيپلوماسۍ او ډيپلوماتيکو اړيکو په تاريخ کي د نوي دوري پيل ګڼل کيږي چي وينزيان يې بنسټ ايښودونکي دي ،هغو ي د پورتنيو نوښتونو څخه پرته دخپلو استازو موده چي لنډه وه او ديو ځانګړ ي ماموريت د تر سره کولو لپاره استول کيدل ،تر دوو کلونو پوري يې ثابته کړه ټولي هغه چاري چي د دولتونو ترمنځ په اړيکو پوري يې اړوند وي د استازي د دندي يوه برخه ګرځيدله په دي ترتيب د لومړي ځل لپاره دايمي ډيپلوماتيکي ماموريت او استوګن ډيپلوماتان رامنځته سوه .خو لاد وينزيانو په اند هغه ډيپلوماسي کومه چي د بيزانسيانوڅخه زده کړي وه ،د مکر او فريب ګټه وړاندي نه وه تللي ،ځکه چي د ډيپلوماتيکو استازو دنده يوازي په جاسوسي پوري وتړل سوه او دي چلند ټولي اروپا ته سرايت وکړ نه يوازي د دې مهال تر څو پيړيو وروسته ټولو هيوادونو بهرني ډيپلوماتانو يوازي جاسوسان ګڼل ډيره سخته څارنه يې تر ي کوله بلکي اوس يې هم کله کله اثرات ليدل کيږي .او په ځينو هيوادوکي به په ډيپلوماتانو بدګماني او پر يو نه يو ډول به يې د هغوي څارنه کوله . د پنځلسمي پيړي وروسته د لويديځي اروپا هيوادونه پر ملي او دولتي مشخصوواحدونو بدل سوه قلمرو او حدود يې هم لږ و ډير مشخص سوه .د هغه مهال د دولتونو اداري سازمان که څه هم ساده و.خو داچي پکښي د دولتي ځواک او ملي حاکميت وجدان راويښ سوي و نو د هر هيواد د وګړو ترمنځ په اړيکو کي ځانګړي حقوق معمول وه ،د دولتونو ترمنځ اړيکي هم د سياسي او اقتصادي غوښتونو را زيږيدلي وي پراختيايې موندلي وه ،د ځواکونو ترمنځ يوڅه تعادل رامنځته سوي وو په دغو شرايطو کي که څه هم د اختلاف د حل لپاره د جګړي د دښمني سياست له منځه نه وو تللي خو بيا هم د ډيپلوماتيکو اړيکو پراختيا د مذاکري او خبرواترو لپاره ډير مساعد عوامل يې د دولتونو په لاس کي ورکړي وه . همدغه عوامل باالاخره د دې لامل سوه چي دايمي او استوګن ډيپلوماتيکي استازيتوب معمول سي .د وينز جمهورريت چي د هغه مهال نړي ته د ډيپلوماسۍ کومه بيلګه ورکړه ،په تدريج سره يې پراختيا وموندله .د دې سره سره د عيسوي اروپا د سياست په اداره کي د پاپ ځواک هم پراختيا و موندله او د دې ځواک پلي کولو لپاره اړينه وه چي پاپ د اروپا د پاچاهانوسره خپل استازي ولري .په شپاړسمه پيړي کي دايمي ډيپلوماتيک استازيتوب په اروپايې هيوادونو کي عادي سوي وو او ورسره استازيو هم درجي پيداکړي . چي د لګا legat او سفير Ambassadeur په نومونو به ياديدل په متن کي هغه ډيپلوماسي چي په اتن کي د مذاکري فن ګڼل کيده .په بيزانس کي د تذوير او نيرنګ فن اوپه همدي بڼه وينزته هم ورسيده ،ماکياولي پرافکارو باندي نفوذ په بشپړه توګه د درواغو او جاسوسي سره يوشان ګڼي او دي رويې دومره رواج وموند چي يولسم لوي يې د فرانسي سر پاچا ډيپلوماسي د جاسوسي پرته بل څه نه ګڼل او نه يې هم د خپلواستازو څخه د دې پرته بل څه نه غوښتل همدغه لامل سو چي اړيکي د يو بل پر استازو د پاچاهانو د سختي بدګماني سره موجودي وي . د دايمي ډيپلوماتيکي ماموريت په وسيله د ډيپلوماتيکو اړيکو د پراختيا سره به په تدريجي توګه په هره پلازمينه کي يو شمير سفيران پاتي کيدل چي هغوي ټولي ته به يې ډيپلوماتيکي پلاوي يا corps Diplomaticويل کيده . پخوانيو روشونوهم په تدريجي توګه د ډيپلوماتيکي مامورينو لپاره ځيني قواعد او نظامونه د عرف او عاداتوپه بڼه عام کړل او دغه قواعد په اولسمه او اتلسمه پيړي کي په ټولو اروپايې هيوادونوکي د قبول وړ وګرځيده .همدغه قواعد وه چي د وين يا ويانا ګنګري په ۱۸۱۵م کال او د دې وروسته بياڅو ځله په نړيوالو کنفرانسونو کي هم بشپړ سوه ،لکه څرنګه چي د تاريخ په دغه اوږده دوره کي پر ډيپلوماسۍ او ډيپلوماتيکو اړيکو غور وسو. ډيپلوماتيک ماموريتونه په لومړي سرکي لنډ مهاله وه او زياتره به د يو ځانګړي ماموريت لپاره وه . د پنځلسمي پيړي څخه را پديخوا اروپايې هيوادونو د وينز د جمهورريت څخه په اقتباس ،ډيپلوماتيک ماموريت دايمي او استوګن کړ ل . د تاريخ په هيڅ يوي دوري کي په اوسني مانا ډيپلومات شتون نه درلود ،او نه هم د دغه مسلک دقيق تاريخ معلوم دي ،د پخواني يونان د ډيپلوماسۍ مامورين سياستوال وه ،چي د سړيو د منځ څخه به غوره کيدل .د بيزانسيانو او وينزيانو به ډيپلومات د اشرافو له منځه څخه غوره کيدل .بيزانس د ډيپلوماتيکو چارو لپاره يوه اداره تاسيس کړي وه او د ډيپلوماتيکو اسنادو د ساتني لپاره يې ډير پراخه تشکيلات درلودل خو يو هيواد هم د يوي داسي دستګاه په جوړيدو لاس نه وپوري کړي چي مسلکي ډيپلوماتان دي و روزي د دغه ډول دستګاه جوړولوکار ډير سست وو ،او په تدريج سره ترسره سوه .د بهرنيو چارو وزارتونه د اتلسمي پيړي تر وروستيو پوري په اوسني بڼه نه وه موجود.بلکي په هر هيواد کي يو سياسي کس د يوڅوکسو مامورينو او منشي سره يوه اداره رامنځته کړي وه ،چي د بهرنيو چارو اداره به يې بلله ،په همدي خاطر هغه مهال به ډيپلومات هغه کس ته ويل کيده چي پرله پسي ډيپلوماتيکو ماموريتونه به يې ترسره کړي وه ،او د معلوماتو را ټولولو په تجربه کي به يې هم شهرت درلود . په نولسمه پيړي کي د ارتباطي وسايلو په پراختيا سره لکه د ريل پټلي ،تلګراف او ګړندی پوسټ ،د دې لامل سو چي د دولتونو او په نورو هيوادونو کي د سفيرانو ترمنځ ډيري اړيکي رامنځته کړي .همدغه لامل وو چي د ليکونو تبادلي ډير ګړندی پرمختګ وکړ همدارنګه د سودا ګريزو اړيکو پراختيا او د هيواد څخه د اتباعو سفر بل هيواد ته د دې لامل سو چي د سفارتونو د ليکونو تبادله په کافي اندازه زياته کړه .دا چي يو محدود شمير مامورين د دغه ټولو چارو ترسره کولو لپاره کافي نه وه ،نو همدا لامل سو چي د مرکزي اداري کارونه او سفارتونو پراختيا وموندله او ورسره دوهم او دريمه درجه ډيپلوماتيکو مامورينو د رامنځته کيدو اړتيا هم پيدا سوه چي د سفير سره د هغه په دندوکي مرسته وکړي .دا کار د دې لامل سو چي هر هيواد د بهرنيو اړيکو مرکزي سازمان يوشمير کسان د دغو دندو لپاره وروزي او اماده يې کړي ،نو په دي ډول مسلکي ډيپلوماتان رامنځته سول اوس په زياترو هيوادوکي داسي تجربوي او زده کړيزسازمانونه موجود وي ،چي د ډيپلوماتيکو کادرونو په روزلو بوخت دي .تر اولسمي پيړي پوري ډيپلوماتيکه يا نړيواله ژبه لاتيني وه ،فرانسوي ژبه ډيپلوماتيکه ژبه سوه او د ۱۹۱۹م کال راهيسي انګليسي ژبه هم د نړيوالي ژبي په حيث منل سوي ده ،په لوموړي سر کي د سفيرانو لخوا خپل هيوادته راپورونه د استازي په لاس ليږل کيدل او نوموړي ليکونه به هم د يو رمز په بڼه وه ،چي د لومړي ځل لپاره وينزيانو رامنځته کړه او کار يې ځيني واخست ،نن ورځ هم د ليکونو ليږل د پيک counierپه وسيله او همدارنګه د تلګراف لپاره د رمزونو څخه ګټه پورته کول معمول سوي وه ،په پخوانيووختوکي به د بهرنيوچارو وزيران د هيواد د غوره ډيپلوماتانو څخه ټاکل کيدل او نصبيدل .وروسته د هغي چي په ځينو هيوادونو:ې ديموکراسي رامنځته سوه ،د بهرنيو چارو وزارت پوسټ هم د نورو وزارتونو په څير يو سياسي او پارلماني پوست سو .او نوره يې اړتيا نه درلوده چي خپله وزير دي يو مسلکي ډيپلومات وي خو بياهم اوس په زياترو هيوادوکي د بهرنيو چارو وزيران په شخصي لحاظ مسلکي ډيپلوماتان وي ،او په داخلي سياست کي دومره دخالت نه لري د څو پيړيو په اوږدو کي ډيپلوماتيکي مقامونه لکه سفير د بهرنيو چارو وزيرد اشرافو او نخباوو په کورنيو پوري ځانکړي وه ،ځکه خو به د سفيرشخصيت چي د پاچاهانو او امپراطورانو سره يې سر وکار درلود ،هغه په برياليتوب کي اغيزمن و. د دې پرته سفير ته په کار وه چي لويې ميلمستياوي او هرکلي ترسره کړ ي او يو داسي شخصيت اوسي چي وکولاي سي د بهرنيو هيوادونو د اشرافو او لويانو سره ناسته ولاړه وکړي او ياهم د ځانګړيو معلوماتو تر لاسه کولو وسايل په خپل واک کي وساتلاي سي ،چي دغو ټولو چارو د يو زيات شمير پيسو په شتون کي امکان درلود ،خو دا چي دولت بوديجي نه سواي کولاي چي دغه اندازه پيسي خپلو سفيرانو ته ورکړي . نواشرافو او نجيباوو چي د يو هيواد ترټولو دولتمن خلګ به وه کولاي سوه چي دغه لګښتونه د ځانه هم وکړي او دا دود د شلمي پيړي تر لومړيو پوري په زياتره هيٍوادونو کي موجود وو ،او تر دوهمي نړيوالي جګړي پوي هم په ډيرو هيوادونوکي په لږ او زياته اندازه پاتي وه .
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.