مجیب حلیمي یم، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د تریلي قریې اوسیدونکی یم، په کال ۱۹۹۰ عیسوي کې زیږدلی یم، ابتدایه زده کړې مې په بیفیر مکتب کې چې په کوزه پښتونخوا د کچه ګړۍ کمپ کې ترسره کړي دي،لکه څرنګه چې د مهاجرت شپې ورځې وې، نو ابتدایه زده کړې مې هلته بشپړې کړي دي،او متوسطه زده کړې مې په التقوی عالي لیسه کې تر یولسم ټولګي پوري بشپړې کړلې، وروسته خپل خوږ وطن ته راستانه شو. په کال ۲۰۰۷م کې ننګرهار عالي لیسه ته تبدیل شوم، او د همدې لیسې څخه فارغ شوم،د کانکور د ازموینې له لارې مې د فقه او قانون پوهنځي ته لار پیدا کړه ، او ددې تر څنګ مې په خراسان پوهنتون کې د کمپیوټر سیانس پوهنځې په خپل شوق ولوسته چې د دواړو پوهنځیو څخه په ۲۰۱۵م کال کې د فرغت سندونه لاس ته راوړل،او د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د افغانستان د تحقیق او ارزونې کمپنې ((AMR د ننګرهار د برخې مسؤل هم پاتې شوی یم، اوس مهال د افغانستان د ټیکنالوژی د ملې اتحادیې(نیټپا) غړی او ورسره په ننګرهار ولایت کې د یادې اتحادیې لخوا مسؤل یم،ددې تر څنګ د ځینې مسلکي صفحو د چلونې مسئولیت هم پر غاړه لرم چې خپلې ویب پاڼې مې دي لکه لغاتونه ټکې ای ایف چې انلاین ډیکشنرې ګانې دي او ورسره اوس مهال په خراسان پوهنتون کې د استادئ ستره او مقدسه دنده په خپل مسلک کې لرم ،ددې تر څنګ د ویب پاڼو رغونه،جوړونه او د ډیټه بیز کارونه هم ترسره کوم.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.