لیکنه: اسدالله الفت
شپاړسمه برخه ډيپلوماسي د ډيرو پخوازمانو څخه دا دنده په غاړه لري چي د هيوادونو ترمنځ اړيکي وساتي. ځکه کله چي به په لومړي ځل د قبيلو تر منځ شخړه رامنځ ته سوه د شخړي څخه وروسته به يي د ډيپلوماسۍ په وسیله يې ترمنځ صلحه کیدل. حقيقتاً هغه کسانو چي د هغوي پواسطه به صلحه کيده ،لومړي ډيپلوماتان وو . استازي په تيرو وختونو کي د جمهوريسانو لخوا د دوستي د پيغام وړلو مسوليت په غاړه درلوده چي د نوموړو استازو لیږلو د ځان سره د جګړي اوصلحي پيغام دځان سره درلوده . استازو به د خپلو پاچاهانو په استازيتوب د دوی پيغام او هدايات د بل هيواد جمهور ريس ته رسول او د هغه جواب به يې سلامت راوړ نوځکه د احترام او مصونيت مستحق وه . دغه احترامونه ،امتيازات او مصونيتونه به ټولو قومونو مراعات کول . کله چي به د استازو مصونيت پاي ته ورسيده نو خپل هيواد ته به راستانه سول، .د پيغام رسول او د هغه جواب خپل باچا ته رسول به مياشتو او کلونو وخت نيوه خو بيا هم د استازو وخت موقت او محدود وو . د سفيرانو استول او د بل چا لخوا د هغوي منل يوه ډيپلوماتيکه اړيکه ګڼل کيږي . په شروع کي نړيوالي اړيکي د هيوادونو او افرادو تر منځ وي باالخصوص ډلو د يوالي لپاره سفر کاوه او يابه مقيم وو په دي دليل قونسلي تاسيسا ت چي په خاص ډول د افرادو تر منخ يې اړیکي ټينګولي .ډير ژر ډيپلومايتک تاسيسات چي د جمهور ريسانو په اړيکو پوري يې اړه درلوده منځ ته راغله . د پينځلسمي پيړي په اخر کي د سفيرانو وضعه داسي وه چي ذکر سوه .پدي مانا چي سفيران د ولسمشر استازي وه او د هغو ماموريت موقت وو د دې وخت څخه وروسته دائمي سفارتخاني په اروپا کي منځ ته راغلي . په اسلام کي د ډيپلومايتکو اړيکو موجوديت داسي وو. د اسلام د راتلو په لومړيو وختونو کي ډيپلوماتيکو اړيکو وجود درلود .حضرت محمد (ص)په وخت کي د مذ هب لپاره په عربستان او نورو سيمو کي د ډيپلوماسۍ څخه استفاده کوله . د نقل سوي روايت له مخي د استازو استول يو اصل وو .او اسلامي پرنسيپ نسبت نورو ټولنو ته مختليف دي . په تدريجي ډول سره د اسلام د پراخوالي سره ډيپلوماسي هم پر مخ ولاړه او منظم شکل يې د خپل ځان لپاره ونيوي .چي خپل موقت سياسي ځاي يې سياسي دايمي ځاي ته پريښوده . د عباسي خلفاوو د وخت څخه د عباسۍ سلسله داتمي پيړي د نيمايې څخه تر ديارلسمي پيړي پوري په بغداد کي حکومت کاوه . د بهرني سياست اداره په مکمل ډول په نظم او ترتيب سره راغلي ده . لومړي دايمي سفارت خاني :موږ نه سو کولاي چی د دايمي سفارت خانود تعين په اړه په دقیق ډول وخت وښيوکړو .ځکه پدي اړه مختليف نظريات وجود لر ي ،ځيني ليکوالان پدي اند دي لومړي د ونيز دولت وو چي دايمي سفيران يې په نورو هيوادونو کي لکه شبه جزيره کي وټاکل . سر هارولډ ينکلين وايې لومړي دايمي نماينده ګي د لګاتين پواسطه د پاپ د دربار لخوا څخه سوي دي ولي د دې ادعا لپاره مثبت دليل نسو پيدا کولي .لومړي نماينده ګي چي د تاريخ په اوږدو کي ثبت سوي ده . په ۱۴۵۵ م د دوک ميلان لخوا د فرانچيسکو اسفورزا Euselio Magana په نامه په ژن کي تاسيس سوه اوپنځه کاله وروسته دوک ساووا او يومار ګاريا په نامه ارکيکون ورچلي Archdeacon vorchill د خپل دايمي استازي په صفت روم ته واستوي . څو کاله وروسته ايټاليا خپل سفارتونه په لندن او پاريس کي تاسيس کړه . د پنخم شارل په دربار کي اړيکي برقراري سوي . ټولو هيوادونود فرانسي د دغه عمل څخه تقليد وکړ . ۱۵۱۹ م کال کي سرتوماس پولين sir thomasboleyn ډاکټر ويسټ Dr west د دايمي سفير په صفت برتانيا په پاريس کي مقرر کړ او د فرانسي لومړي پاچاه فرانسوا هم د دې عمل څخه تقليد وکړ . ژاک شارل يو بل حقوق پوه دي چي وايې تر ديارلسمي پيړي پوري د موقت سفير استول استثنايې وو . د دغه وخت لپاره يې سفيران د ډير وخت لپاره استول نوموړ ي ليکوال هم پدي عقيده دي چي لومړي سفير د دوک د ميلان لخوا په ۱۴۵۵ م کي دژن ښار ته واستول سو د دغه سفير نوم فرانچسکو اسفورزا وو او وروسته تر دي دوک ساوا په ۱۴۶۰م کال کي وروسته تر دي ټولو دولتونو ته لکه ايټاليا خپل نماينده ګان واستول .
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.