ليکنه: جانان مومن، کندهار
کورنۍ د ټولنيز ژوند اساس دئ، خښته ئې د يوې جوړې نارينه او ښځي د ازدواج په صورت کي ايښول کيږي. د ټولني دغه کوچنی واحد د نړۍ پر مخ په بېلو برخو کي د بېلو فرهنګونو او کلتورونو له مخي ځان ته جوړښتونه او د ژوند ډولونه لري.
کندهار د افغانستان په جنوب کي پرته لرغونې سيمه ده، د دې جغرافيايي محدودې اوسېدونکي هم خپل ځان ته عليحده ټولنيز ژوند، کلتور او رواجونه لري. دلته کورني جوړښتونه خپل ځان ته ځانګړي خاصيتونه او عنعنات لري.
په دې لنډه ليکنه کي غواړو تاسو درنو لوستونکو ته لومړی په دې سيمه کي د کورني نظام او ترکيب په باب رڼا واچوو، وروپسې په کورنيو پرېکړو او تصاميمو کي د ښځو پر رول او اغېز درته وږغېږو. البته لاندي څېړنه او تحقيق په کندهار ښار او کليوالو سيمو کي د مرکو، مجلسو او شخصي تجريبو پر اساس بنا دئ.
په دې سيمه کي کورنۍ د ترکيب او جوړښت له مخي پر دريو برخو وېشل سوي دي:
۱– لويي کورنۍ: په کندهار کي ډېري داسي کورنۍ سته چي د غړو شمېر ئې نيژدې لسهاوو تنو ته رسېږي، دغه پرنفوسه کورنۍ چي اکثره د سيمي د بانفوذو کسانو او قومي مخورو دي، تقريباً هر سړي ئې له يوې څخه زياتي مېرمني ځان ته کښېنولي وي، هر سړی بيا نيژدې له هري ښځي څخه د ګوتو په شمېر اولادونه لري. دغه وړ کورنۍ د خپل جوړښت له مخي په راس کي يو يا دوه سپينږيري مشران لري، ورپسې ئې مېرمني، اولادونه، د هغوی ښځي، لمسيان او کړوسيان وي، چي يوه ګڼمېشته کورنۍ ئې جوړه کړې وي، د دغو کورنيو ډېری مثالونه ئې د ښارونو په نسبت په کليو او صحراوو کي تر سترګو کيږي. په اکثره مواردو کي د لويو کورنيو د اقتصادي تمويل سرچينې پر کرهڼه او مالداري تکيه وي، خو يو شی چي د يادوني وړ دئ، هغه دا دئ، چي د دغسي کورنيو اکثره هغه ځوانان او ځلميان چي د کار وړتيا لري، لوی لونډه ګرځي، په ډېرو دغسي کورنيو کي ئې يو ګټي، سل ئې څټي. بله خبره د دې کورنيو په باب دا ده چي تقريباً د اکثرو هغو مشران جدي مديريت کوي، دوی د خپل توند مزاج او دېکتاتوري خصلت له مخي د کورنۍ له غړو حقه حقونه سلب کړي وي، نيژدې د هري پرېکړي او تصميم واک د دوی په اختيار کي وي. د کورنۍ مشر چي د هري خبري په باب هر ډول پرېکړه او تصميم ونيوی، نور بيا څوک واک نه لري، چي څه دي پکښي وويل سي. پرته له ځينو استثناآتو څخه نور د هر څه صلاحيت د کورنۍ د مشر واک وي. د نجونو ورکړه او هلکوانو ته د کوزدو له پرېکړو نيولې، تر کاروبار او نورو هر ډول تصميمنيولو پوري اختيار د مشر وي. خو کله کله داسي هم پېښېږي، چي په دغه وړ کورنيو کي يوه مشره ښځه هم د کور دننه ځيني واکونه او صلاحيتونه لري، دندي وېشي، د کارونو جاج اخلي او کله ناکله د کور مشر ته د ځينو مسائلو په باب نظر او مشوره ورکوي، دا بيا د مشر زړه دئ چي پر خبرو ئې غوږ نيسي که نه.
۲- ميانه کورنۍ: دا په دې سيمه کي د کورني جوړښت دوهم ډول دئ، چي تقريباً د غړو شمېر ئې په اکثره ځايونو کي تر شلو تنو ډېرېږي. دلته هم د مشرتوب او صلاحيتونو مرجعه يوه وي، پلار يا مشر ورور د کورنۍ په راس کي وي، ډېر واکونه منحصر وي. کله د نورو غړو خبره ځای ونيسي، کله بابېزه وګڼل سي. د عمومي کلتور د اغېز پر اساس په دې ډول کورنيو کي د ډېرو تصاميمو پر سر په بېباکۍ اقدام کيږي. لږ داسي وي چي په پرېکړو کي دي ښځو او د کورنۍ نورو غړو ته اختيار ورکړل سوی وي، ځکه په ټولنه کي يو منفي او ناوړه ډايلوګ چي (ښځه ناقص العقله ده!؟) د کورنيو سخت طبيعته مشرانو ته خورا ښه بهانه جوړه کړې وي، ځکه ئې نو ډېري کړني او کارونه پر خپل سر تمام کړي وي. خو په اکثره مواردو کي د کورنيو ستونزو، ناخوالو او بدرنګيو يوه اساسي وجه دغه وي چي مشران خودسرانه کړني کوي. بل خوا ته ډېری مهال لويي او ميانه کورنۍ د يوې بلي جدي ترينګلتيا سره هم مخ وي، هغه دا چي د ګڼوالي له وجي ئې د کوچنيانو او ښځمنو تر منځ واړه جنجالونه او لفظي برخوردونه د لويانو ترمنځ په فزيکي کشماکشونو اوړي، چي دغه حالت د کورنيو د خوښۍ فضا پيکه کوي.
۳- کوچنۍ کورنۍ: د کورني جوړښت دغه ډول د پورته دوو په نسبت له ډېرو ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص وي، ځکه ډېري ښځي، مختلف نظريات او د کارونو رش نه وي. تشکيل ئې پر مېړه، مېرمني او څو تنو اولادونو محدود وي. دلته تقريباً د مېړه او مېرمن په ګډ تفاهم د کړنو پر سر پرېکړي کېږي. اولادونه هم تر ډېره ځايه صلاحيت لري، چي خپله خوښه له مور او پلار سره شريکه کړي. د دغه ډول کورنيو نېکمرغي په دې کي وي چي د غړو خبره ځای نيسي، د کارونو بوج لږ وي، طعنې، پېغورونه او کورني جنجالونه کم وي، خو دلته هم پر استثناآتو سترګي نه سي پټېدای، ځکه په دې سيمه کي مسلسلو ورانيو، جنګونو، کمزوري اقتصاد او د ژوند نورو ناخوالو ډېر خلک د روحي ستونزو په غېږ ور وستلي دي، نو په هيڅ صورت داسي تمه نه سي کېدای چي سل سلنه دي هر څه د هر فرد په خوښه ترسره سي.
دا ټکی مو د ليکني محور دئ، دلته پر دې موضوع د دقيقو معلوماتو د خپراوي هڅه کيږي، چي په کندهار کي د کومو سيمو او څه ډول کورنيو مشران د شخصي او کورني ژوند په تړاو د ښځو نظرونو، مشورو او خبرو ته غوږ نيسي. د چا خبره پر چا اغېز کوي، او د کوم دليل پر اساس د ښځو نظر منل او يا ردېږي. خبره پر حقايقو، مشاهداتو او تجريبو ولاړه ده. دلته به هڅه وکړو چي له استثناآتو پرته د سيمو پر سر هغه کورنۍ ووېشو، چي په پرېکړو کي ئې د ښځو د نظرياتو د اغېز حالت څرګند وي. ورسره په څنګ کي به دا هم ذکر کړو، چي د نظرياتو د ورکړي او اغېز په برخه کي کورنۍ رشتې څومره اثر لري.
۱- صحرامېشتي او کليوالي کورنۍ: موږ په بيا بيا د استثناآتو خبره کوو، علت دا دئ، چي د کوم نزاکت او برخورد قرباني نه سو، او يا مو هم خدای ج مه کړه د چا په حق کي تېر کړی نه وي. په صحرايي او کليوالو سيمو کي لوی اکثريت خلک دې ته هيڅ پام نه کوي، چي ښځي بايد د کورني او شخصي ژوند په مسائلو او جرياناتو کي د نظر او پرېکړي حق ولري. اصلاً د علم او پوهي نستوالي او د منفي کلتور پلو دغه حالت تر خپل سيوري لاندي راوستی دئ. د نظر او مشورې حق خو ليري خبره ده، دلته ډېر شمېر نور داسي مشکلات او موضوعات سته چي د ښځو ژوند ئې چلنج کړی دئ. ښځه د کورنۍ بشپړونکې ده، د کورنۍ چاري د دوی په زيار او زحمت سمبالېږي. د اسلام سپېڅلي دين هم ښځي ته ځانګړی ارزښت او درنښت ورکړی دئ، مېړونه ئې مکلف ګرځولي دي، چي د ښځو حقونه له سلبېدو وژغوري. خو په تاسف چي دلته خبره برعکس ده. د کورنۍ مشران دا د ځان حق ګڼي چي له هر ډول مشورې او صلاح پرته د نجونو د ورکړي پر سر پرېکړه وکړي، زړه ئې دئ چي په هر عمر کي ئې د هر عمر سړي ته د هري معاملې پر سر ورپه نکاح کوي، کولای سي، په همدې ترتيب هلکوانو ته هم د هغوی او کورنۍ د ښځمنو د رضا او خوښۍ پرته د کوزدې شيريني راوړي، نور دوی دې ته حساب نه کوي، چي دغه خپل سري پرېکړي به ئې د اولادونو راتلونکی له کومو کومو نامعلومو پېښو سره مخ کړي. همداراز د ژوند په نورو چارو کي هم په بېغورۍ سره هر څه ترسره کيږي. حتا ښځه اختيار نه لري، چي په کورنۍ کي د خوشي کړو چرګانو د سرنوشت په باب سپوڼ تر خولې راوباسي. مګر ډېر کم داسي پېښېږي، چي په مهمو پرېکړو کي دي نارينه د ښځو د نظر منلو ته زړه ښه کړي او يا دي ئې تر اغېز لاندي راسي.
۲- ښار مېشتي کورنۍ: په ټوله نړۍ کي ښارونه د کليو او ليري پرتو سيمو سره د ژوندانه په ډېرو برخو او خويونو کي لږ و ډېر توپير لري. دلته د کندهار ښار د پخوا په پرتله پراخ او ګڼفوسه سوی دئ، وجه ئې دا ده، چي په سيمه کي د پرلپسې جنګونو، وچکاليو او اقتصادي ستونزو له اسيته د ګاونډيو ولايتونو او ليري پرتو اولسواليو څخه بېخرته ډېري کورنۍ راکډه سوي دي، د ښار پر عمومي حالت او کلتور ئې هم منفي اغېز پرې ايستلی دئ. خو تر کومه ځايه چي څرګنده ده، د دې ښار اصل فاميلونه په خپل ځان کي ځيني خاص ارزښتونه او خاصيتونه لرل او لري. د دې خلکو له ښو خويونو څخه صله رحمي، مرسته، خواخوږي، ښه ګاونډيتوب، د مريض پوښتنه او … څو بلګې يادولای سو. خو دا چي زموږ خبره په کورني جوړښت کي د ښځي سره پر مشورو او د هغوی د نظر پر اغېز راڅرخي، نو اړتيا دا ده چي پر همدې ټکي تمرکز وکړو. د دې ځای اصل ښاري فاميلونه د ښځو نظريو او مشورو ته ځای ورکوي، خو حدود او برخي معلومي دي، مثلاً نارينه که دوکان رانيسي، مارکېټ جوړوي، مځکه پلوري يا خرڅوي او … دلته ئې چنداني نه پوښتي او نه هم ښځي غواړي چي ځانونه پکښي دخل کړي، مګر که خبره بيا د کورنيو موضوعاتو سي، حتماً د ښځو نظر ته کتل کيږي او که معقول وي منل کيږي. مثلاً زه به دلته د احمد کورنۍ تاسو ته د يو مثال په توګه راواخلم:
((احمد په ښار کي اوسي، دی د يوې ميانه کورنۍ پلار دئ، ده تر دې مهاله د خپلو اوو زامنو څخه شپږ ته ودونه ورکړي دي، په دې جريان کي ئې يو زوی ته د ښځو له مشورې او رايي پرته کوزده کړې، په پاتو پنځو کي ئې د مېرمني خوښي ته کتلي وه. ده له څلورو لوڼو څخه يوازي مشر لور پر خپل سر يو چا ته ور په نکاح کړې، د پاتو په سرنوشت کي ئې د کورنۍ ښځي ږغولي دي. دا مهال د ده په کورنۍ کي ښځي حتا واک لري، چي د کور له پاره د نوي رنګ ورکولو په برخه کي نظر ورکړي. د کورني موټر د ډول او رنګ په باب ئې هم مشورې ته کتل کيږي. په کور کي د نويو خټو او بيارغوني په برخه کي هم پوښتل کيږي او کله کله ئې د نظر رول او اغېز د کاڼي کرښه سي.))
۳- مورواکي کورنۍ: موږ په کندهار کي لږ شمېر داسي کورنۍ هم لرو، چي واک او اختيار ئې د پلرونو په نسبت له ميندو سره منحصر وي. د دغه ډول کورنيو مشران د ښځو حقونو ته د ژمنتيا او ملايم طبيعت له مخي د هري لويي او وړې خبري او تصميم پر سر له ښځو سره مشوره کوي، تقريباً تر ډېره ځايه ئې خبرو او نظريو ته د عمل بڼه ورکول کيږي. حتا کله کله پېښېږي، چي د خاوند خبره ور رد کړل سي. دغه کورنۍ چي اکثره ئې لوستي او پېشيني دي، سړي ئې په دې اسره چي کورنی ژوند ئې له جنجالونو خلاص وي، ښځو ته ئې په ارزښت او درنښت کتلي وي، نو ځکه د هري خبري پر سر له مېرمني او د کورنۍ له ښځمنو سره مشوره کوي. زه به تاسو ته د (سرور) د کورنۍ مثال راوړم:
((سرور؛ چي د کندهار ښار په موډرن او عصري ښارګوټي «عينو مېنه» کي ژوند کوي، د ښځو حقونو ته يو ژمن کس دئ، دی په هيڅ صورت د دې پلوی نه دئ، چي پر ښځو دي ظلم وسي، خبري دي ئې رد سي او يا دي هم په حقارت ورته وکتل سي. دغه ژمنتيا دی دې ته هڅوي چي د کورني او ټولنيز ژوند تقريباً هره کړنه د ښځو سره په صلاح او مشوره ترسره کړي. دوی مخکي د کندهار په نوي ښار کي اوسېدل، د عينو مېني د دغه اوسني کور نقشه او ډيزاين ئې هم د کورنۍ د ښځو په مشوره غوره کړی دئ. دا مهال نوي ځوان زوی ته غواړي چي د مېرمني په خوښه او انتخاب کوزده وکړي، تېر کال ئې لور د ده، مېرمني او لور په خوښه يو ځوان ته ور په نکاح کړه. سرور؛ له خپل ژونده او ښځو ته د نظر د رول په ورکړه خوشحاله دئ. دی وايي که څوک غواړي کورنی ژوند ئې خوښ او نېکمرغه وي، بايد ښځو ته په درنښت وګوري، په هر کار او کړنه کي ورسره مشوره وکړي.))
موږ د خپلي سيمي د کورني نظام پر جوړښت او ډولونو وږغېدو، په هغو کي مو د ښځو د نظريو او مشورو پر اغېز هم بحث وکئ. اوس غواړو په لنډ ډول د دغو اغېزو په برخه کي د اړيکو او رشتو پر رول او تاثيراتو درته د دې سيمي انځور مخته کښېږدو. دلته په کورني جوړښت کي موږ د اړيکو او رشتو ډېر ډولونه لرو، خو د يوې مشخصي کورنۍ د سړيو او ښځو تر منځ د رشتو دغه لاندي څلور ډولونه ځانګړي دي:
۱- د خاوند او مېرمني رشته: دغه هغه اړيکه او رشته ده، چي کورنۍ ورڅخه رامنځته کيږي، د دې جوړې ترمنځ مينه، خواخوږي او ملګرتيا تقريباً د ژوند له انتها سره تړلې وي. ځکه نو په ډېرو وختونو کي لوی اکثريت نارينه په کورني او شخصي ژوند کي د مېرمنو خبرو ته غوږ نيسي، او پر مړونو ئې خبري او نظريې اغېز کوي.
۲- د مور او زوی رشته: کندهاريان تر ډېره ځايه په کورني نظام کي هري رشتې په درنښت ګوري، په خاص ډول د مور او زوی اړيکه چي پر ګرانښت او عاطفې بنا ده. دلته په پرېکړو او تصميمنيولو کي پر زوی د مور خبره ځانګړی اغېز کوي. تر ډېره ځايه زوی نه غواړي چي د مور مشوره او صلاح پالتو وګڼي.
۳- د پلار او لور رشته: د کورني جوړښت دغه رشته هم د ميني او عاطفې سرچينه ده. خو په عمومي پرېکړو کي ئې د مشورې او نظر اغېز کمرنګه دئ، دلته لوڼي ډېر لږ راساً پلرونو ته نظر ورکولای سي، مګر اکثره مهال خپله خوښه او دريځ د مور له لاري تر پلاره رسوي. حتا په ډېرو کورنيو کي له لوڼو څخه د هغوی د ژوند په باب د پرېکړو اختيار هم سلب سوی وي.
۴- د خور او ورور رشته: دلته د خور او ورور اړيکه پر مهربانۍ، ګرانښت او پېرزويني ولاړه وي. خو د ورور په نسبت خور ډېره عاطفي او مينه ناکه وي، مګر کله چي بيا خبره د کورني او شخصي ژوند په تړاو پرېکړو ته درېږي، د خور د مشورې اغېز پر ورور لږ وي. ډېره به نادره وي، چي خور دي ورور ته د هغه د کاروبار او يا د ژوند د نورو اړخونو په اړه نظر ورکړي او يا دي ئې پر ورور مشوره اغېز وکړي.
په عمومي ډول د کندهار د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دئ، دلته غريبي کورنۍ په اول سر کي قرار لري، چي د دې ټولني لوی اکثريت جوړوي، په دوهمه درجه کي د متوسط اقتصاد لرونکي کورنۍ ژوند کوي، دريمه ډله هغه کورنۍ دي چي د ښه ژوند او ښه اقتصادي حالت څخه برخمني دي.
په کورنيو کي د ښځو د خبرو، مشورو او صلاح تاثير او اغېز دغو درو واړو حالتونو ته په کتو توپير لري. مثلاً:
مګر په متوسطو او د ميانه اقتصاد لرونکو کورنيو کي ښځي کولای سي، ممکنه غوښتني او نظريات په خپلو نارينوو ومني.
لاکن د شتمنو کورنيو نارينه بېچون وچرا د ښځو هر ډول غوښتنو ته غاړه ږدي، دا که په مقرر ډول ښځي وغواړي ګرانبيه کالي، زېورات او يا د کورنۍ له پاره نور عصري اجناس وپلوري هيڅ ستونزه نه ده. د دغو کورنيو نارينه نه يوازي دا چي د ښځو خواهشاتو ته هر وخت مثبت جواب ورکوي، بلکي د کورني او شخصي ژوند په ډېرو اړخونو کي د ښځو نظر او مشوره اخلي.
د وروستۍ خبري په توګه، ويلای سو، چي په ټول کي حالات په بدلېدو دي. د پوهي د کچي لوړوالي، عامه پوهي او نړۍ ليد نوی نسل هڅولی چي د ښځو حقونو ته ژمن پاته سي، په کورني نظام کي ئې د مهم عنصر په توګه ومني، د ژوند د مهم پارټنر په سترګه ورته وګوري او د ژوند په ټولو چارو کي ورته د مشورې حق ورکړي. اوس موږ درک کړې چي ځوانان د پخوانيو او زړو خلکو په پرتله د ښځو خبرو ته غوږ نيسي او په ژوند کي تقريباً د هر ګام په اخيستلو کي ورسره صلاح کوي.
په درنښت
کندهار
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.