لیکنه: الهام الله بابر
روزنه او پرمختګ یعنې څه، ولې بې پایلې او څرنګه پایلې لرونکې کیدای شئ؟
روزنه او پرمختګ د بشري سرچینو مدیریت دنده ده چې د یوې ادارې د وګړو د اجرااتو لا غوره والې او ګټورتیا فعالیت دپاره ترسره کیږي یا هغه منظمه رسمي د زده کړې لړۍ ته ویل کیږي چې په ترڅ کې یې د خوې بدلون د تعلیم ورکونې، لارښونو او پلان شویو تجربو له امله رامنځته کیږي د روزنې په نامه یادیږي: • روزه عموماً لند مهاله وي • د تخنیکي او مخانیکي ستونزو د لارښود باندې اسناد وي • زیاتره وخت د عملیاتي کارکوونکو دپاره په نظر کې نیول کیږي • د ځانګړي دندي اړوند موخو دپاره وي روزنه د کارکوونکو سره په اوسنې دنده کې مرسته کوي، پداسې حال چې پرمختګ د کارکوونکو سره د راتلونکو مسولیتونو اخیستلو کې مرسته کوي لکه: • روزنه د کارکونکو عملیاتې کمښتونه لمنځه وړلو کې مرسته کوي • لوی ثبات،د یو سازمان د ودې لپاره د انعطاف او د ظرفیت زمینه سازي کوي • د ماشینونو مقابل کې د پیښو او زیانونه مخنیوې کیږي • د استخدام موثرې منبع په توګه کارکوي • د بشري سرچینو برخه کې ښه پانګه اچونه ده او د کارکوونکو د راتلونکې عایداتو ژمنتیا ښایي • د نارضايتي، نه شتونتیاوو، شکايتونو او د کارکوونکو ادلون بدلون کموي د روزنې او پرمختګ اړتیا د کارکوونکو د اجرااتو کسر په ترڅ کې څرګندیږي لکه: رزونه او پرمختګ = ټاکل شوی اجراء – رښتنې اجراء د روزنې ډولونه په لاندې ډول دي: د دندې روزنه: دا ميتودونه عموما په کارځای کې استعمال کیږي په داسې حال کې چې کارکوونکو په حقیقت کې خپل کاري ځای کې کار کوي. په لاندې توګه د دندې روزنې میتود ډولونه دي: o د دندې تناوب o د دندې الرښودنې o زده کړیالي یا شاګردي o ستاژ یا مرستیالي د کاري ځای د باندې زده کړه: دا له کاري ځایونو څخه لرې کارول کیږي په داسې حال کې چې کارکوونکي د ټولګي زده کړې په څېر کار نه کوي؛ لکه سيمينارونه. او نور وروسته د باندې د کار میتودونو دي؛ لکه: د ټولګي لکچر، صوتي او تصویري، فرضي، موردي مطالعات، رول لوبول او داسې نور… پرمختګ: هر هغه د زده کړې کړنه چې د راتلونکې اړتیا دپاره وي نه د حال لپاره او همدارنګه ډیرې وخت د مسلک پرمختګ پورې نغښتې وي نه د عمل ترسره کول، نو نوموړې لړۍ ته پرمختګ یا انکشاف ویل کیږي: • پرمختګ عموماً اوږد مهاله لړۍ وي • د فلسفي او نظري زده کړو مفاهیمو پورې تړاو لري • مدیریتي وګړې وي • د عمومي زده کړې یا پوهې په موخه وي د لاندې دلایلو له امله روزنه بې پایلې وي: • د روزنې ګټې پورته سطحې مدیریت ته په پیل کې نوي روښانه شوی. • د لوړې سطحې مدیران چې د روزنې لازمه ستاینه وه نه کړي. • کله چې د منځني سطحې مدیریت په مناسبه توګه د لوړې سطحې مدیریت څخه تشویق نشي او له دې امله په تولید مهال ویش کې د روزنې ته اهمیت او ځای ورنه کړل شي. • کله ناکله د باندې روزنه کې داسې تخنیکونه او تګلارې ښودل کیږي چې په عملی چاپیریال کې د تطبیق وړ نه وي. • روزونکې محدودې مشورې او خدمتونه وړاندې کوي.
د روزنې پروګرامونو کې د لاندې عوامل په پاملرنې سره کیدای شي اغیزمن او بریالي کړئ: • بايد د روزنې مشخې موخې په ګوته شي. • دا بايد معلومه شي چې آیا زده کوونکې د اړتيا وړ استخباراتو، پوخوالي او انګيزې د روزنیز پروګرام دپاره لري چې بشپړ یې کړي. • زده کونکې ته باید هغه شخصي ګټې، لاسته راوړنې چې په رفتار کې یې وروسته د روزنې منځته راځي باید هم په ګوته او څرګندې شي. • د روزنې پروګرام باید د زده کوونکې مخکینۍ تجربې او مسلک سره نیغه رابطه باید ولري. • سازماني شرایط باید د زده کړې چاپیریال لپاره مساعد او ساز ګار وي. راتلونکو لیکونو کې به ان شاء الله په تفصیلاتو نظر واچوو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.