لیکنه: میرویس میوندوال
دا د هغه سپیڅلی کمپاین شعار دی، چې په پیښور کې د افغان قونسلګرۍ له لورې په لاره اچول شوی دی. په دې شعار کې ډېر سپیڅلی مفهوم پروت دی، که یې څوک لږ هم په ماهیت باندې وپوهېږي نو ضرور به خپل هېواد ته راستنېږي. دمګړۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې څه د پاسه دوه نیم میلویونه افغان کډوال اوسېږي، چې له دې جملې څخه یې یو نیم میلیون راجستر او پاتې یو میلیون یې نه دي راجستر شوي، یعني کوم رسمي سند نه لري. دلته نه غواړم پر دې وغږېږم، چې پاکستان ولې دا یو میلیون نورو کډوالو ته کارتونه نه دي ورکړي، خو دومره یادونه یې ضرور کوم، چې پاکستان نه غوښتل ترڅو د کډوالو کره شمېره د نړیوالې ټولنې د کډوالې ادارې ته معلومه شي، ترڅو دوی وکولای شي ښې پرېمانه پیسې پرې ترلاسه کړي. دغه دوه نیم میلیونه کډوالو څه د باندې درې لسېږي وړاندې د شوروي د یرغل پر مهال خپل هېواد پرېیښی او نامرده ګاونډي، پاکستان ته کډه شوي دي، چې تقریبا ټول یې تر دم ګړۍ هلته پاتې دي. پاکستان په تېرو درې لسیزو کې ددې کډوالو سره د مرستې او د هغوی د پالنې په پلمه له نړیوالې ټولنې او یو. ان. سي آ.ر څخه د میلیونونو ډالرو تر څنګ ګڼ شمیر نور امتیازات ترلاسه کړي دي، خو پاکستان ددې بې شمېره امتیازاتو اخیستلو سربېره بیا هم افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوي نه دي برابرې کړې او تر څنګ یې تل هغوی د افغان حکومت په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارولي. پاکستان تل افغان کډوال ځورولي، خو په دې وروستیو کې له هند سره د افغان حکومت د اړیکو د ښه والي او په تورخم کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ له نښتې وروسته، چې لوړپوړې پاکستاني چارواکي په کې ووژل شول، په کډوالو نور هم فشار زیات کړی دی او آن دا چې د ځینو کډوالو هټۍ او کورونه یې وران کړي او د ځینو نورو هغو کورونه او هټۍ یې بیا لیلام کړې دي. د بي بي سي د راپورونو له مخې په دې وروستیو وختونو کې د پاکستان د حکومت سربېره پاکستانی ولس هم له کډوالو سره ښه چلند نه کوي او په هر ځای کې یې د ګو افغان ګو شعارونه په خوله وي، چې ښه بېلګه یې څه موده وړاندې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وتلو په ملاتړ لاریون یادولای شو. لاریون کوونکو له افغان کډوالو وغوښتل ترڅو پاکستان پرېږدي او هند ته لاړ شي؛ ځکه د دوی په وینا افغان لوري له هند سره یارانه شروع کړې ده. آن تر دې چې ځيني افغان کډوال وايي، پاکستاني ملیشې یې موټرونو ته ورپورته کېږي او په لوړ غږ وايي، چې د مودي زامن شته که نه؟ د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندي هم دا مني، چې افغان کډوال په پاکستان کې له نظره لوېدلي او مرستو ته اړتیا لري. خو اصلي خبره دا ده، هرکله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځته شي، نو پاکستان له کډوالو څخه د افغان وجود د یوې خوږې ګوتې په توګه کار اخلي، خو دا مکار دوښمن بیا دومره ناځوانه دی، چې ترڅو یې له درده ټول افغان ولس نه وي ژړولی، پرېږدي یې هم نه. حقیقت دا دی چې پاکستان هیڅکله هم دا نه غواړي، ترڅو ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي؛ ځکه په دې سره به هم هغه د ملیونونو ډالرو مرستې چې د یو.ان.سي.آر لخوا ورکول کېږي بندې شي او هم به په افغانستان حکومت باندې د فشار یوه اغیزمنه وسیله له لاسه ورکړي. ددې سربېره افغان کډوالو د پاکستان د اقتصاد په ښه والي کې هم ښه مرسته کړې ده؛ ځکه ځيني افغان کډوال ښې سرمایې لري او په پاکستان کې یې زیاته پانګونه کړې ده. خو اوس د افغان حکومت او افغان کډوالو پرده په دې کې ده، چې په ډېر عزت خپل هیواد ته را ستانه شي. دا سمه ده چې په افغانستان کې کار او روزګار نشته او امنیت خراب دی؛ خو بیا هم اوس هغه پخوانی وخت نه دی، چې موږ به د یوه زنګ لپاره پاکستان ته تلو. اوس دلته ټولو افغانانو ته د ژوند کولو ډېري اسنتیاوي مهیا دي. پښتانه خو هسې هم متل کوي، چې یا ژوند د عزت یا … ، نو اې کډوالو! عزت مو په خپل هیواد کې خوندي دی. پاکستان داسې هېواد نه دی، چې ستاسو عزت وساتي. په ټول ژوند به هلته د عزت خاوندان نه شئ او نه به هم آرمه او سوکاله ژوند ولرئ. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په ونیا یو.ان.سي.آر هر هغه افغان کډوال ته چې په خپله خوښه هېواد ته راځي، څه د باندې (۳۵۰) امریکايي ډالره ورکوي. تاسو ته ښه پته ده، چې افغانان بیا په ځانګړې ډول پښتانه د ډېر اولاد شوقیان دي او هره کورنۍ له کابو پنځلس- شل کسانو څخه اوړي، چې په دې سره هرې هغې کورنۍ ته چې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ امریکايي ډالره په لاس ورځي، چې په دې مقدار پیسو باندې کولای شي دلته د ځان لپاره د یو کاروبار بندوبست وکړي. هغوی چې سرمایه دار دي، د هغوی خو ده ګوله په غوړو کې؛ ځکه د پاکستان هېواد له بې قانونه او لوړو مالیاتو څخه خلاصېږي؛ نو باید خپل هېواد ته راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه خپل هېواد او وطنوالو ته خدمت کول یې ملي وجیبه ده. نو اې کډوالو! خپل هېواد ته راشئ، دومره یو څه به ضرور پیدا شي چې په ګډه یې سره وخورو او شپې پرې سبا کړو، خو بایللی عزت بیا نه شو ترلاسه کولای. راشئ، هم د ځان پرده وکړئ او هم زموږ! په پای کې بیا هم وایم، خپل وطن ګل وطن
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.