لیکنه: ابوبکر همت
هوا عبارت د ګاز د مخلوط څخه ده چې زمونږ چاپیریال یې پوښلی دی ،د هوا هغه برخه چې مونږ پکې ژوند کوو د اتموسفیر څخه عبارت ده ، پاکه هوا په تخمیني ډول له ٪۷۸ نایتروجن، ٪۲۱ اکسیجن او ٪۱ نورو غازونو ،ګرد، د اوبو بخار او نورو مادو څخه منځ ته راغلي ده. انسانان د ژوند د پایښت لپاره اکسیجن ته اړتیا لري ،همدا اکسیجن د تنفس په وسیله له هوا څخه اخلو، هوا د ژوندیو موجوداتو لپاړه اړینه ده، دهوا ککړتیا د ژوندیو موجوداتو په صحت باندي منفي اغیزې کوي . د تنفس په وخت کې کومه هوا چې تنفس کوو باید د ضرر لرونکو ګازونو څخه پاکه وي که چیري هوا ککړه وي نو زمونږ تنفسي سیستم له سختو ستونزو سره مخامخ کوي. افغانستان کې د دریو لسیزو څخه د زیاتو جنګونو او نورو ناخوالو په نتیجه کې د چاپیریال طبعي ښکلا له خاورو سره خاورې شوله د ګلانو بوی مو د باروتو او وینو په بوی بدل شو وطن مو له سختوناخوالو سره مخ شولو، داچې مونږ ټول په پاک چاپیریال کې د ژوند کولو حق لرو په دې برخه کې هلې ځلې د دولت او زمونږ ګډ مسولیت بلل کیږي. د نړیوال صحي سازمان د راپور په بنسټ هر کال یواځي کابل شهر کې ککړه هوا او ککړې اوبه د ۳۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند اخلي،دا په داسې حال کې ده چې په دې برخه کې دولت کومه خاصه توجه نه لري په عمومي ډول په هوا کې په زیاته اندازه کاربن ډای اکسایډ ،کاربن مونو اکسایډ ،سلفر او داسي نور د هوا په ککړتیا کې رول لری. په لنډ ډول سره ویلی شو چې دهوا ککړتیا د جامد،مایع او غاز په وسیله د خارجي مادې د انتقال په وسیله د انسان او ټولو ژوندیو موجوداتو د ضرر سبب ګرځي. د انسان صحت باندي اغیزه کوونکي ککړتیا د بې کیفیته سون توکو ، د وخته تیرو وسایطو استعمال ،په موټرونو کې د بې کیفیته ډیزلو او نورو سون توکو استعمال،د پاتي شونو موادو سوځول ، د اوسیدو ځای ته نږدي ساحه کې د صنعتی تاسیساتو موجودیت، بخاریوکې د بي کیفیته سون موادو استعمال او داسي نورو پاتي شونو موادو څخه منځ ته راځي. د هوا ککړتیا اغیزې د انسان په صحت باندي په تدریجی شکل باندي د وخت په تیریدو سره را منځ ته کیږي.
د ککړې هوا ناوړه اغیزې د انسان په صحت باندي په لاندي ډول دي : سرطان، د تنفسي سیستم مشکلات، د زړه ناروغي، مسمومیت ( زهري کیدل )، د معیوب ماشوم پیدایښت، د سترګو میکروبي کیدل او تخریش ، د پښتورګو تخریب ،سا لنډي ،برانشیت(د ټوخي رامنځ ته کیدل ) ،د ویروس عفونت یا ویروسي کیدل ، د سږو ناروغي،د وختي مرګ خطر،د پوستکي له وخته زړښت، د عصبي سیستم مشکلات، روحي او فزیکي مشکلات، ستړیا او بې خوبي، د پوزې د بوی اخستلو حس کمزوری کیدل ،د هډوکو پرمختګ کې ځنډ او داسي نورو ناروغیو سبب کیږي. څه باید وکړو چې د هوا د ککړتیا کچه را کمه کړو : هڅه وکړو ډیزلي موټرونه مو مایع پطرولي ګاز سیسټم ته تبدیل کړو. حمامونو کې د ټایرونو ، پلاستیکونو او نورو ضررلرونکو موادو د سوځلو څخه ډډه وکړو. د هوا ککړتیا زیاتره برخه له موټرونو څخه را منځ ته کیږي کوشش وکړو چې د شهري بسونو څخه ګټه تر لاسه کړو ترڅو وکولای شو لږ د سون مواد مصرف کړو . د وسایلو کنټرول او کتنه په وخت سره وکړو . هغې ځایونو ته چې د پلي تلو امکان وي هڅه وکړو پلي لاړ شو او یا هم د بایسکل څخه ګټه تر لاسه کړو . تاجرانو ته په کار ده چې د سون موادو د قرارداد او واردولو په وخت کې د موادو کیفیت ته دقت وکړي. د ضرورت پرته ګروپونه او نور بر قي سامانونه خاموش وساتل شي تر څو وکولای شو د انرژي تصرف مو کړی وي . د فوسیلي سون موادو پر ځای د پاکي انرژۍ ( بادي ،جیوترمال، لمر انرژي ) څخه ګټه تر لاسه کړو . د چاپیریال د اهمیت او ساتني په هکله د تعلیمي پروګرامونو برابرول او د عامه خلکو پوهاوی را منځ ته کول. د صنایع تاسیساتو د شهر د مرکز څخه د باندي جوړول او د هوا د چاڼ کولو لپاره د فلټرونو استعمالول . د کورونو د ګرمولو لپاره لوړ کیفیت لرونکو د سون موادو سوځول او د بخاریو او دودکشونو هر وخت پاکول د طبعي ګاز څخه ګټه تر لاسه کول او نور هم دې ته تشویق کول. د شنو او ونو لرونکو ساحو ساتنه او د چاپیریال د پاکۍ لپاره هڅې کول. په موټرونو کی د باکیفیته سون توکو استعمالول او یا هم دمایع پطرولي ګاز څخه ګټه تر لاسه کول . د افغانستان لویو شهرونو کې خصوصاً کابل کې د منظم کانالیزاسیون نه شتون د هوا ککړتیا کې رغنده رول لري په دې برخه کې باید دولت جدي هڅې وکړي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.