ژباړه: نصیر غورځنګ
کله چې لوی کوروش د هغه وخت فینیقیه هیواد صور ښار ته ننوت نو د صور ښار یو تکړه غشي ویشتونکي پریکړه وکړه چې کوروش ووژني. هغه سړی ارتب نومیده او یو ورور یې د لوی کوروش له سرتیرو سره په جګړه کې وژل شوی وو.
په دې ورځ لوی کوروش په رسمي ډول صور ښار ته ننوت. په هغه وخت کې به د ایران بادشاهانو لویې ګیرې پریښودې او خپل ځانونه به یې په رسمي محافلو کې په جواهراتو سینګارول.
لوی کوروش په خصوصي ژوند کې سینګار نه خوښاوه خو په رسمي ځایونو کې به یې ددې لپاره سینګار کاوه چې ساده خلک یې تر اغېز لاندې راشي.
په دې ورځ لوی کوروش د زیاتو جواهراتو د کاروني له امله ځلیده او ورو ورو د ددې ښار د لوی خدای (بعل) د عبادت ځای په لور روان وو. د کوروش دا عادت وو چې د ایران ( په هغه وخت کې یې اوسیدونکي بت پرستان وو) هر ښار به یې، چې ونیوه نو ددې ښار د لوی خدای عبادت ځای ته به ورتلو تر څو ددې ښار اوسیدونکي دا فکر وکړي چې کوروش ددوی دین ته احترام لري.
لوی کوروش پر آس سپور او عبادت ځای ته نږدې کیده او تکړه غشی ویشتونکی ارتب هم په ونه کې د لوی کوروش د نږدې کیدو انتظار ویست تر څو یې په نښه کړي.
په صور ښار کې خلک په دې پوهیدل چې د ارتب غشی خطا نه ځي او د مټو طاقت یې دومره ده چې غشی وار کړی نو ټول د انسان په وجود کې ننوزي. په دې ورځ ارتب داسې غشی د لوی کوروش د وژلو لپاره تیار کړی وو چې درې خولې یې لرلې.
کله چې کوروش هغه ونې ته چې ارتب پکې ناست وو نږدې شو نو ارتب غشی کش او د کوروش پر لور ور خوشی کړ، ارتب غشی دومره کش او تیز پریښود چې ټول خلک هغې ونې ته متوجه شول چې ارتب پکې ناست وو، د غشی د ویشتلو پر وخت د لوی کوروش اس ټوپ کړ او کوروش له غشی څخه بچ شو.
د لوی کوروش عسکرو ارتب له ونې را کوز او لاسونه یې پرې وتړل. کوروش امر وکړ چې مجرم وساتئ تر څو جزا ورته وټاکم او خپله عبادت ځای ته لاړ، هلته یې د صور د خلکو لوی خدای (بعل) ته احترام وکړ او بیرته را وګرځید او امر یې وکړ چې مجرم ورته راولي.
ارتب (مجرم) يې راووست، کوروش ترې وپوښتل:ولې دې زما د وژلو هڅه وکړه؟
ارتب وویل: ای بادشاه! ستا عسکرو زما ورور وژلی وو نو ما هم غوښتل تا ووژنم او د خپل ورور د وینې بدل واخلم، زه ډاډمن وم چې تا به ضرور وژنم ځکه زما غشی خطا نه ځي خو کله مې چې غشی وار کړ ستا اس ټوپ وکړ او ته بچ شوی او زه بیا پوه شوم چې ته د لوی خدای (بعل) او نورو خدایانو تر ساتنې لاندې یې.
کوروش ورته وویل: زموږ قانون داسې ده چې که څوک د چا د وژلو ناکامه هڅه وکړي نو باید هغه لاس یې پرې شي چې د وژلو هڅه یې پرې کړې خو زه چې تر کومه پوهیږم تا په دواړو لاسونو هڅه کړي چې ما ووژنې ځکه په یوه دې کمان نیولی وو او په بل دې غشی کش کړی.
ارتب وویل: همداسې ده
کوروش زیاته کړه، داسې چې ده نو زه باید ستا د دواړو لاسونو د پرې کولو امر وکړم، خو که ستا دواړه لاسونه پرې شي نو ته بیا ځانته ډوډۍ نه شي پیدا کولی نو ددې لپاره زه امر کوم چې تا خوشي کړي.
ارتب چې باور یې نه کیده وویل: ای پادشاه آیا ته ما نه وژني؟
کوروش ځواب ورکړ: نه
ارتب وویل: آيا ته زما لاسونه نه پرې کوي؟
کوروش وویل: نه
ارتب وویل: ای بادشاه! اوریدلي مې وو، چې ته هیڅ مجرم بدون له جزا ورکولو نه پریږدې، چا چې قتل کړی وي هغه وژنې او چا چې څوک زخمي کړي وي هغه زخمي کوي.
کوروش وویل: هو همداسې ده.
ارتب وویل: نو بیا زما له وژلو ولې ډډه کوې په داسې حال کې چې ما ستا د وژلو هڅه کړې وه؟
کوروش ځواب ورکړ: ددې لپاره چې زه کولای شم خپل حق وبښم، خو د خپل رعیت له حق څخه نشم تیریدلای ځکه دا ظلم دی.
ارتب ځواب ورکړ: په رښتیا چې د بادشاهی اصلي حقدار ته یې، له نن څخه وروسته به زما همدا یوه هیله وي، چې ستا خدمت وکړم او د نن پیښه جبران کړای شم.
له دې څخه وروسته به له کوروش سره په هر سفر او جنګ کې مټ پر مټ جنګیده او له کوروش څخه به یې دفاع کوله او داسې موقع به یې لټوله چې څنګه وکولای شي له کوروش څخه ځان قربان کړي خو داسې موقع نه برابریده.
د کوروش په وروستۍ جګړه کې هم ارتب حاضر وو او له کوروش څخه یې دفاع کوله خو په دې جګړه کې چې د مسقند له قبیلې سره وه کوروش ووژل شو، بدون له ارتب څخه بل هیڅوک داسې نه وو چې د جنګ له میدان څخه د کوروش جسد وباسي.
ارتب وروسته له ډیر کوښښ د کوروش مړی د جنګ له میدان څخه وباسه او پاساګارد ته لاړ هلته یې د کوروش جنازه وکړه خو کله چې خلکو د کوروش مړی په قبر کې کیښود نو ارتب راغی او د قبر پر سر یې په خپله ګیډه کې چاړه واچوله او ګیډه یې ټوله وڅیرله او چیغې یې کړې چې بدون له کوروش ژوند هیڅ مفهوم نه لري او مړ شو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.