لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
((وبښه ښاغليه! ستاسې کار سياست دی، په داسې حال کې، چې زما کار له اداري برخې سره دی.)) هما مفری بوګارت په راتلونکي کې باید کوم کار ترسره کړئ؟ په دې اړه فکر او ویل اسانه کار دی. مګر کله چې ستاسې رئیس وايي:«زه غواړم، چې دا کار تر هر څه ژر ترسره شي.» د یو اسانه او ارامه کار دی؟ په ټوله کې دا یو اسانه کار هم نه دی. نو دا له کوم اړخه اسانه او ساده دی؟ تاسې؟ یا مو رئیس؟ یا دا کلیمه «زه غواړم»، یو «اړتيا» ده، یا «غواړې»؟ او یا «ترسره کېدونکی» کېدای شي ډېر تعبیرونه ولري. پوهېږم دلته زه ښه ډېر نوکان جنګوم خو غواړم یوه ټکی روښانه کړم. تاسې پوهېږئ، چې یو ټیم لرئ او هغه باید کنټرول کړئ. پوهېږئ، چې بودیجه په لاس کې لرئ او موخې هم لرئ او دا دواړه باید په خپلو کې هماهنګي ولري. پوهېږئ چې په راتلونکي کې څه تګ لارې لرئ او هغه باید پکار واچوئ. او همدارنګه پوهېږئ هغه څه مو چې په قرار داد کې ژمنه کړې، دا دنده ستاسې ده، چې سرته یې ورسوئ. نو په همدې اساس څه باید وکړئ؟ ستاسې په کار کې لومړیتوب څه شی دی؟ د وروستۍ موخې هدف مو څه دی؟ ستاسې موخې څه دي؟ ایا په دې وروستیو کې یې څه بدلون کړی؟ ځکه د رئیس مرستیال تغييرونه منځ ته راوړي او تمه ده، چې دا بدلونونه تاسې ته هم الهام شي. یو وخت مې له یو چا سر کار کاوه، په ښکاره یې غوښته، چې زما ټیم یو تر ټولو کامیابترین او ګټور ټیم وي؛ خو داسې حس کېده، چې هغه تر ټول لوی خنډ و، زما د ټولو هڅو پر وړاندې. په هرځای کې چې ما د بدلون کوښښ کاوه، ترڅو زموږ د پرمختګ لامل وګرځي، نو په اخره کې به د هغې پرېکړو زموږ هرڅه له منځه یوړل او زه به پر دې نه پوهېدم، چې اوس زما کار څه شی دی؟ غوښتل مې شرکت مې اداره کړم، خو هغه زما په لاره کې لوی خنډ جوړېدو. بالااخره پام مې شو، چې د ادارې یوه بله برخه چې د یو قوم له خوا اداره کېده بریالی وي او ما دا اجازه نلرله، چې ورسره همغږی شم، ځکه دا رول د هغو د کورنۍ لپاره په پام کې نیول شوی و او د دې لامل شو، چې زه بې ګټې شم. کله چې زه په دې پوه شوم، څه باید وکړم؛ نو په دې هم وتوانېدم، چې څنګه پرې عمل وکړم.
((ستاسې لومړيتوب څه شی دی؟ د وروستۍ پرېکړې موخه مو څه ده؟))
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.