لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار علي محمد خان د اعلیحضرت محمد نادرشاه د زمانې د پوهنې وزیر وو چې له ۱۳۰۸ څخه تر ۱۳۱۲ هجري لمریز کال پورې یې د پوهنې د وزارت دنده مخته وړېده او په همدې مهال حکومت هڅه وکړه څو هغه تاوانونه جبران کړي چې د ښاغلي حبیب الله خان کلکاني د ۹ میاشتنۍ واکمنۍ پر مهال د پوهنې نظام ته رسېدلي وو. ښاغلی سردار علي محمدخان د واکمنې شاهي کورنۍ غړی وو، د حبیبیه په لېسه کې یې زده کړې سر ته رسولې او د نوموړې لېسې د لومړیو دورو له فارغانو څخه ګڼل کېږي. ښاغلی سردار علي محمدخان یو بریالی مدېر، زړه سواند وزیر او پياوړی شخص وو چې په ډېر سخت وخت کې یې د پوهنې وزارت په غوره شکل رهبري کړی او څلور کاله په دې دنده پاتې شوی دی. باید وویل شي چې د حبیب الله خان کلکاني د واکمنۍ په دوره کې هغه ټول ښوونیز فعالیتونه په ټپه درېدلي وو چې د پوهنې د ترویج په موخه د غازي امان الله خان له خوا تر سره کېدل. د محمد نادرشاه د واکمنۍ په دوره کې د پاچا له خوا د پوهنیزو چارو د پرمختیا او هغه ته د پاملرنې په هکله د ۱۳۰۸ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۳ مه نېټه یو فرمان خپور شو چې د هغه په یوه برخه کې داسې راغلي وو: (علم او فن د افغانستان د دیني او دنیوي پرمختګونو لپاره ډېره مهمه اړتیا ګڼله کېږي او حاضر حکومت دغې مسئلې ته لومړیتوب ورکوي او هغه ډېره مهمه ګڼي. کله چې ملي شورا تشکیل او د ملت وکیلان سره را ټول شي، هیله ده چې دغې موضوع ته یوه ښه لاره په ګوته شي څو ولس پخپله لاس په کار شي او خپل پوهنیز بهیر فعال و ساتي). سره له دې چې په لومړي ګام کې حاکم رژیم د موضوع د حساسیت په موخه ډېر په احتیاط سره ګام پورته کړ او ځینې هغه نارینه او ښځینه محصلین یې له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته راستانه کړل چې د امیر امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال د لوړو او مسلکي زده کړو په موخه ځینو بهرینو هېوادونو ته تللي وو او د ښځینه ښوونځیو دروازې تړل شوې پاتې شوې، خو وروسته اعلیحضرت محمد نادرشاه درک کړه چې باید د ښځو تعلیم ته پاملرنه و شي او د ښځینه وو لپاره یې د قابلګي ښوونځی په کابل کې جوړ کړ. همدارنګه اعلیحضرت محمد نادرشاه له ۵۰ څخه زیات افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته واستول خو دغه شمېره د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال سلګونو تنو ته رسېده چې ۲۰۵ تنه افغان محصلین یوازې په ترکیه کې په لوړو او مسلکي زده کړو بوخت وو. اعلیحضرت محمد نادرشاه خپل پوهنیز ګامونه په ډېر احتیاط او له دیني پوهانو سره د بشپړې مشورې په صورت کې پورته کول. د ښاغلي سردار علي محمدخان د وزارت په دوره کې د کابل عربي دارالعلوم جوړ شو چې په ۱۳۰۹ کال یې رسما په فعالیت پيل وکړ. همدارنګه د ۱۳۱۱ هجري لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان د پوهنتون لپاره یو مجلس جوړ شو چې د دارالامان ماڼۍ یې د هغه لپاره و ټاکله او دارالفنون نوم یې پرې کېښود. همدارنګه کله چې سردار علي محمد خان د پوهنې وزیر وو، حربي ښوونځي او حربي پوهنتون په کابل کې تاسیس او د کابل پوهنتون، حربي ښوونځي او حربي پوهنتون بنسټ د محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو. پر دې سربیره په کابل او ولایتونو کې د زده کوونکو شمېر ۴۵۹۱ تنو ته و رسېد چې په ۲۷ بابه ښوونځیو کې د ۱۶۵ تنه ښوونکو له خوا په زده کړه بوخت وو. حقیقت دا دی چې کله غازي امان الله خان له واک څخه لاس واخیست او هېواد د اغتشاش لاسته پرېوت نو ورسره جوخت د زیاترو هغو ښوونځیو او تعلیمي ادارو دروازې و تړل شوې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره د امیر امان الله د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې وې. د محمد نادرشاه په رهبرۍ نوی حکومت هم و نه توانېد چې په لږ وخت کې د غازي امان الله خان د وخت ګڼ شمېر تعلیمي موسسات بېرته فعال کړي. له همدې کبله د محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال د زده کوونکو، تعلیمي موسساتو او ښوونکو شمېر تر هغه شمېر په کراتو کم وو چې د امیر امان الله د واکمنۍ پر مهال زموږ هېواد ورته رسېدلی وو. هغه سیمې او ولایتونه چې د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ په څلور کلنه دوره کې تر تعلیمي پوښښ لاندې و نیول شول او ښوونځي پکې تاسیس شول: له کابل، آقچه، هرات، کندهار، قطغن، بدخشان، کندز، تخار، بغلان، ننګرهار، غزني، ارزګان او پروان څخه عبارت دي. د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي علي محمدخان په دور کې د پوهنې وزارت تشکیلات په دې ډول وو: د پوهنې وزیر، معین، د تعلیم او تربیې دفتر، د دارالتالیف دفتر، د تحریراتو مدېریت، د مامورینو مدېریت، د معلمینو مدېریت، د تفتیش مدېریت، د محاسبې مدېریت، د اوراقو مدېریت، د کلوپ ماموریت، د شفاخانې مدېریت، د موزې او زراعت مدېریت.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.