لیکنه : روح الامین (حسن)
(دویمه برخه)
دویم _ د استیناف محکمېAppeal Court ) ) استیناف عربي کلمه ده چې د تجدید غوښتلو، نویو کولو، شروع کولو او بیا کتلو په مانا ده. استیناف محکمې ته( مرافعه ) هم وایي. دا هغه دویمه محکمه ده چې د قضیې د جانبینو ځینې د یوه له خوا د ابتدائیه محکمې پر حکم او فیصله د نه قناعت او یاهم د قضایي واک او صلاحیت( Jurisdiction of Court ) د نه مراعت کولو په اساس ورته مراجعه کیږي. استیناف محکمې د هر ولایت په مرکز کې شتون لري چې د ابتدائیه محکمو د فیصلو او حکم د ابرام( تائید)، تعدیل، تصحیح، نقض او ابطال بشپړ صلاحیت لري. استیناف محکمو کې قضیه بیاځلې څیړل کیږي، استیناف محکمه له عمومي رئیس د دیوانونو له رئیسانو او غړیو څخه مرکبه ده. چې په هر دیوان کې حد اکثر شپږ قضايي غړي شتون لري . د استیناف محکمې د عمومي جزا د دیوان رئیس د یادې محکمې د مرستیال دنده هم په غاړه لري. د استیناف محکمه هم ځینې دایمي او ضرورتي دیوانونه لري چې په لاندی ډول دي. د استیناف محکمو دیوانونه : د استیناف محکمې لاندی پنځه دایمي او ځینې ضرورتي دیوانونه لري. الف_د عمومي جزا دیوان : دا دیوان د عمومي جزا پورې اړوند قضیې لکه سرقت، غصب، زنا، لواط، شراب خوري او نورې ورته قضیې څیړي. ب د عامه امنیت دیوان : دا دیوان هغه جرایم څیړي چی د ټولنې د نظم پورې مستقیم تړاو ولري او تأثیرات یې عمومي وي. لکه فریبکاري، جعل او تزویر، د ټاکلي اندازې کم مواد مخدر او نورې ورته قضیې . ج د مدني او شخصیه احوالو دیوان : د مدني او کورنیو چارو دیوان د اشخاصو ترمنځ مدني قضیې او کورنیو احوالو پورې تړلې قضیې څیړي. دد عامه حقوقو دیوان : دا دیوان هغه مدني قضیې څیړي چې یو لورې یې حکومت او بل لورې یې شخص وي. ه سوداګریز دیوان : سوداګریز دیوان د اشخاصو ترمنځ د سوداګرۍ اړونده قضیې څیړي. ځینې استیناف محکمې ځانګړي دیوانونه لکه د ماشومانو او د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو دیوانونه هم لري چې د کوچنیانو دیوان یی د کوچنیانو اړوندې قضیې څیړي او د امنیت دیوان د کورني او بهرني امنیت پر ضد د جرمو لکه، اختطاف، د تروریستي ډلو عضویت، ورانکاري، مسلحانه حمله او نور ورته جرمونه څیړي. هغه استیناف محکمې چې دا یاد دیوانونه ونه لري نو د ماشومانو قضیې د استیناف محکمې د عمومي جزا دیوان او د کورني او بهرني امنیت پر ضد قضیې د استیناف محکمې دعامه امنیت دیوان څیړي.
نظامي محکمې ( Military Court ) نظامي یا عسکري هغه ځانګړی محکمې دي چې د عسکرو او نظامیانو نظامي جرمونه څیړي. خپل ځانګړي تشکیلات لري. دا محکمې هم د نورو په څېر ابتدائیه او د استیناف تشکیلات لري.
نظامي ابتدائیه محکمې ( Primary Military Court ) نظامي ابتدائیه محکمې د اړتیا په اساس په ولایتونو کې د مسلحو قواوو او نظامي منسوبینو د وظیفوي جرمونو د څیړنې په موخه جوړې شوي دي. نظامي ابتدائیه محکمې هم خپل اړونده ځانګړي دیوانونه لري. جې په لاندې ډول دي.
د نظامي ابتدائیه محکمې دیوانونه : ۱د مسلحو قواو دیوان : دا دیوان د ملي اردو اړونده وظیفوي جرمونه څیړي. ۲_د سرحدي قواوو او ملي پولیسو دیوان : دا دیوان سرحدي او ملي پولیسو اړونده وظیفوي جرمونه څیړي. ۳_د ملي امنیت د مؤظفینو دیوان : دا دیوان د ملي امنیت د ټولو کارکوونکیو اړوند وظیفوي جرمونه څیړي. ۴د نظامي تشکیلاتو درلودونکو ادارو دیوان : دا دیوان د هغو وزارتونو او ادارو چې نظامي تشکیلات ولري اړونده وظیفوي جرمونه څیړي. هغه ولایتونه چې نظامي ابتدائیه محکمې نه لري، خپلې اړونده قضیې د نږدی ولایت چې نظامي محکمې درلودونکی وي ورلیږي. نظامي ابتدائیه محکمې د لاندې جرمونود څېړلو واک لري. هغه جرمونه چې د نظامي منسوبینو لخوا د دندې د اجراء پرمهال ترسره شوې وي. هغه جرمونه چې په نظامي تشکیلاتو کې شامل د ملکي کارکوونکیو له خوا ترسره شي. د نظامي اسرارو افشاء د وسلې، مهماتو، چاودېدونکیو موادو او تخنیک او نورو نظامي وسایلو د ورکیدو، پېرلو او پلورلو، سرقت، اختلاس او غیر قانوني ترلاسه کولو په څېر جرمونه.
د نظامي استیناف محکمه( Military High Court ) نظامي استیناف محکمه هم د نورو استیناف محکمو په څېر ده، دا محکمه هغه نظامي جرمونه څیړي چې په ابتدائیه نظامي محکمو کې د طرفینو د قناعت وړ نه وي ګرځیدلي او یایې صلاحیت نه وي. دا محکمه په کابل کې موقیعیت لري او دوه ځانګړي دیوانونه لري، جې په لاندی ډول دي: ۱_د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د جرمونو دیوان: یاد دیوان یې د افسرانو بریدملانو او ساتنمنانو اړوند قضیې څیړي او د همدې دیوان رئیس په عین حال کې د یادې محکمې مرستیال هم وي ۲_د سرتېرو د جرمونو دیوان : دا دیوان د سر تېرو اړوند جرمونه څېړي . نور بیا……..
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.