لیکنه: صفي الله فردوس
سردار محمد داوود خان د افغانستان د ولسمشرۍ ټولوالي لمړی بنسټ ایښودونکی دی. او د افغانستان لمړی ولسمشر وو، چې د ولسمشرۍ سره سره یې د باندنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ بیوله، د افغانستان خپلواکۍ اخستلو ورځي نه ورسته د افغانستان باندنیو چارو وزارت دولسم وزیر و، هغه لمړنی ولسمشر وو چې ځان ورته ډیر هوښیار معلومیده او د افغانستان ډیری ګڼه یو ژبو له واکه غورځونکی او د کم ګڼه یو ژبو واک ته رسونکی وو چې د نوموړې نظريې ده ته وروښوده، د همغو ښوونکو، باندنیو هیوادونو د ځانګړو خظمتونو ادارو له لوري د مرګ د ښکار سبب شو.
پر هیواد مین او رېښتینی تقوادار مسلمان و. سردار محمد داود خان د سردار محمد عزیز خان زوی، د سردار نادرخان وراره د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه یا د ملت بابا د کاکا زوی و، په ۱۹۰۹ کال کې په پلازمینه کابل کې زوکړه شوی و یا دې دنیا ته سترګي غړولي وي، لمړنۍ زده کړې یې د استقلال په لـېسه کې بشپړې کړي، ورسته یې فرانسي ته سفر وکړ، او هلته یې نهه ۹ کاله ژوند وکړه، د انجینري مهندسۍ په ریشته کې لوړې زدهکړې وکړې، په ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په میاشت کې بېرته کابل ته راستون شو.
په ۱۹۳۱ کال یې د ځمکنې ( پیاده) افسرانو یوکلن کورس ته مخه کړل شو او وي لوسته، په ۱۹۳۲ کال د تورن جنرال رتبه ورکړل شو او د فرقه مشر په ډول وټاکل شو، ورسته له دې، د مشریقي ولایتونو د ځواک عمومي قومندان په ډول وټاکل شو، په ۱۹۳۴ کال د فبروري میاشت د نوموړي نظامي دندې سره سره د مشریقي ولایتونو استازی سلطان (نایب الحکومه) هم وټاکل شو، په ۱۹۳۴ میلادي کال یې له مېرمن زینب چې د نادر شاه لور او د ظاهرشاه خور سره واده وکړ، په ۱۹۳۵ کال د کندهار استازی سلطان (نایب الحکومه) او د کندهار د قول اردو قومندان او همدارنګه د فراه او چخانسور قومندان وټاکل شو.
په ۱۹۳۹ او ۱۹۴۷ کلونو په منځ کې د مرکزي قول اردو قومندان په ډول دنده کړي او د صافیانو بغاوت یې په ۱۹۴۵ له منځه یوړه.
په ۱۹۴۷ کال کې د افغانستان د دفاع وزیر وټاکل شو. په ۱۹۴۹ او ۱۹۴۸ کلونوکې د ازاد (مختار) وزیر په ډول فرانسي ته واستول شو، له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۵۰ پوري د افغانستان د ننه نیو چارو ( داخله) وزیر او د قبایلو چارو ریس په ډول دننده کړي.
په ۱۳۵۳- ۱۹۶۳ کلونو کې د افغانستان لومړي وزیر په ډول وټاکل شو او په ۱۹۶۱ کال د سپتامبر دمیاشتي کې د افغانستان استازی د ازادو هیوادونو کانفرانس چې په بلګراد ښار د روسي کې و وانډه اخستي وه، د ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۶۱ کلونو په منځ کې د لومړي ځل لپاره پېنځه کلن پرمختللی پلان ډیزین کړه چې له لوري یې سړکونه پاخه شو.
په کال ۱۹۶۳ یې له خپلې دندې نه استعفا وکړه. پوره لس کاله یې سپینه دمه ( ښه سمه دمه) وکړه او په کال ۱۹۷۳ ( ۲۶ د سرطان ۱۳۵۲) داوود خان نظامي کودتا ( سپینه کودتا، چې یو تن په کې ونه وژل شو) وکړه او څلویښت کلن شاهي حکومت یې رنګ کړه او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ کېښوده.
نوموړی په ۲۷ د اپریل ۱۹۷۸ میلادي کال چې د ۷ د ثور ۱۳۵۷ لېږدیز لمریز کال سره سمون خوري د خلقیانو او پرچمیانو (روسانو د ملاتړ برخه من ملګرو) په لاس په کودتا کې د ټول فامیل له غړو سره چې ۵۲ تنه و د افغانستان په ارګ کې په شهادت ورسیدل.
( داوود خان د مرګ تر اخرې سلګۍ ارګ کې جګړه او مقاومت وکړ چې د کمنډو لومړي بریدمن ظاهرالدین پنجشیري په ډزو باندې وویشتل شو او په شهادات ورسید.)
سردار محمد داوود خان هغه تن وو چې رسماً یې د الا حضرت غونډله ( کلمه) له خپل نوم څخه لري کړه. غوښته یې چې د پلانونو په ډیزین کولو سره په منظم بڼه د ښه اقتصاد، د ښې ټولنې او ښه سیاست له اړخه افغانستان په خپلو پښو ودروي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.