لیکنه: افتخار احمد همدرد
د اسلام مقدس دین د ښځو لپاره اقتصادي حق ته قایل دی او د ښځو لپاره یې دری واړه نظرونه اقتصادي حقوقو ته پام کړی دی.
پدی معنی چې ښځې کولای شي مال تر لاسه کړي او هم ورته حق ورکړل شوی چې مالکانه تصرف پکي وکړي او یا یې وساتي نو پدې اساس ځینې اقتصادي حقونه په لاندې ډول دي
اقتصادي آزادی حق
میرمنې د سړیو په څیر اقتصادي آزادي لري چې باید خپله شتمنۍ او مالونه په خپل واک کې ولري او تصرف پکی وکړي هیڅ څوک له هغې څخه ددغې آزادۍ د اخیستلو حق نه لري مګر په ځینو ځانګړو حالاتو کې چې هغه په هم د هغې په ګټه وي.
په همدې اساس کله چې د ښځو مالونه د ذکات نصاب ته رسیدلی وي نو زکات به پخپله ادا کوي. همدا راز د ماندینې د فطر صدقه او یا د هغې لپاره قرباني کول پر میړه لازم نه دي بلکی که خپله د نصاب خاونده وې او قرباني او د فطر صدقه پری لازمه وي له خپل مال او شتمنۍ څخه دې ادا کړي.
د ملکیت یا مالکیت حق
ښځه لکه څنګه چې اقتصادي آزادی لري همدارنګه د مالکیت حق هم لري الله (ج) په قرانکریم کې په دی اړه داسې فرمایلی دي « للرجال نصیب مما اکتسبو ولنساء نصیب مما اکتسبن » ( النساء.۳۲)
ژباړه. شته نارینه وو لره نصیب په سبب د هغه عمل چې کړی وی دوی او شته ښځو لپاره برخه په سبب د هغه چې کړی یی وي.
د افغانستان د اساسي قانون ۴۰ ماده کی راغلی دی:ملکیت له تیري څخه خوندی دی هیڅوک د ملکیت د تر لاسه کولواو په هغه کې له تصرف کولو څخه نه منع کیږي مګر د قانون د احکامو په حدودو کې.
همدا راز د انساني حقوقو او اتباعو نړیواله اعلامیه چې د ۱۷۸۹م کال د اګست د میاشتی په ۲۶ نیټه تصویب شوی داسې پکی راغلی دي : ملکیت د هر وګړي حق دی او هیڅوک د هغه څخه نشی بی برخی کیدای مګر د قانون پر اساس.
د کار او دندې حق
په اسلام کې د پیسو لاس ته راوړلو لپاره د ښځې کار کول روا دی په اسلام کې هیڅ ډول روا کار کول د ښځې لپاره حرام نه دي ځینو علماوو څلور مصلحتونه د کار پر وخت چې باید په پام کی ونیول شی ذکر کړی دی:
د هیواد اساسي قانون کار کول د هر افغان حق بللی او د کسب او مسلک ټاکل یې د قانون په چوکاټ کې آزاد ګڼلی دی ( ۴۸ ماده)
همدا راز د هیواد د کار قانون په ۸ امه ماده کې داسی څرګند تیا لري، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې کارکوونکي له مساوي کار سره د مساوي مزد حق لري او ددغه قانون نهمه ماده داسي صراحت لري:
اخځلیکونه:
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.