لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار فیض محمدخان زکریا دوې دورې د افغانستان د پوهنې د وزارت په مقام کار کړی دی چې لومړۍ دوره یې د ۱۳۰۴ څخه تر ۱۳۰۷ هجري لمریز کلونو او دویمه دوره یې د ۱۳۲۸ څخه تر ۱۳۲۹ هجری لمریز کلونو تر منځ وه. سردار فیض محمد زکریا په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال د پوهنې د وزیر په توګه و ټاکل شو او د نوموړي لومړی کار دا وو چې د (معرف معارف) مجله یې د (آیینه عرفان) په نوم و نوموله او دغه مجله به د پوهنې وزارت د دارالتالیف له ریاست څخه خپرېده چې پوهنیز مطالب به یې خپرول. د سردار فیض محمدخان د وزارت پر مهال پوهنې وزارت له ترکیې او بلژیک هېوادونو سره د زده کوونکو په برخه کې روزنیز قراردادونه لاسلیک کړل چې په اساس یې ګڼ شمېر زده کوونکي د لوړو او مسلکي زده کړو په موخه نوموړو هېوادونو ته و لېږل شول. همدارنګه په همدې مهال د افغانستان د حکومت په بودجه کې ۱۵ میلیون افغانۍ پوهنې وزارت ته ورکړل شوې چې د هغه وخت او شرایطو سره یو ستر رقم بلل کېده او تر حربیې او دربار وزارتونو وروسته د افغانستان د وخت د حکومت دریمه لویه بودجه وه. باید وویل شي چې د هماغه وخت په بودجه کې به ۴۰ میلیون افغانۍ دفاع یا حربیه وزارت ته بېلدلې. د ۱۳۰۶ هجري لمریز کال د وږي په میاشت کې چې کله سردار فیض محمد خان زکریا د پوهنې وزیر وو، په کابل کې اعدادي ښوونځی پرانیستل شو او په فعالیت یې پيل وکړ. د اماني دورې د ۱۳۰۳ څخه تر ۱۳۰۷ هجري لمریز کال پورې چې کله سردار فیض محمد خان زکریا د پوهنې وزیر وو، د ټول هېواد په کچه ۳۲۲ بابه نوي ښوونځي جوړ شول او د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۵۱۰۰۰ تنو ته لوړ شو. په همدې څلورو کلونو کې ۴۸۲۳ تنه له لومړنیو ښوونځیو او ۱۸۵ له عالي ښوونځیو څخه فارغ شول. همدارنګه په همدې کلونو کې ۱۵۱ تنه افغان زده کوونکي د لوړو او مسلکي زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته و استول شول چې ۱۷ کسانو یې په اړوندو بهرنیو هېوادونو کې فراغت حاصل او تر فارغ کېدلو وروسته هېواد ته راستانه شول. په همدې کلونو کې د پوهنې وزارت ۱۳۳ عنوان درسي کتابونه تالیف او نږدې ۷۰۰۰۰۰ زره ټوکه کتابونه یې چاپ کړل. پر دې سربېره د پوهنیزو موسساتو د جوړېدلو لړۍ په ټول هېواد کې و غوړېده او له بېسوادۍ سره د مبارزې په لاره کې ګڼ شمېر ګامونه کېښودل شول چې په خپله شاه امان الله خان غازي او ملکې ثریا به هم له بېسوادۍ سره د مبارزې په چارو کې شخصا همکاري کوله او د پوهنې وزرات لاسنیوی به یې کاوه. په همدې وخت کې نه یوازې د نارینه وو بلکي د افغانستان د ښځینه وو زده کړې ته هم لازمه پاملرنه و شوه خو په هېواد کې د ډول ډول نا مناسبو شرایطو، بهرنیو مغرضو لاسوهنو او د کمزوري مدېریت له امله ډېر ژر دغه بهیر له ګڼ شمېر خنډونو، ګواښونو، ستونزو او جنجالونو سره لاس او ګرېوان شو او د بهرنیو په لمسون ارتجاعي حرکتونه پيل شول چې د نورو پرمختګونو د مخنیوي په څنګ کې یې د افغانستان د معارف نظام ته هم نه جبرانېدونکي زیانونه واړول. د سردار فیض محمد خان ذکریا په لومړۍ دوره وزارت (۱۳۰۴ ـ ۱۳۰۷) کلونو کې د پوهنې وزارت تشکیلات په دې ډول وو: د پوهنې وزیر، معین، مستشار، د پښتو مرکه ریاست، د دارالتالیف ریاست، ریاست مکتبین چې د استقلال او نجات ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو مراقبت یې کاوه، د پلټنې او مامورینو مدېریت، د تنظیفاتو مدېریت، د موزې او حفریات مدېریت، د دارالمعلمین مدېریت، د غازي او استقلال د ښوونځیو مدېریت، د کابل ولایت مدېریت، د ښارونو د ښوونځیو مدېریت، د ولایتونو د ښوونکو مدېریت او داسې نور. په ۱۳۰۴ کال کې د تنظیفاتو او مامورینو مدیریتونه منحل شول او چارې یې د پلټنې مدېریت ته و سپارل شوې. په ۱۳۰۶ کال په تشکیلاتو نوی نظر و اچول شو، ځینې بدلونونه پکې راوړل شول او د مامورینو مدېریت بیا تشکیل شو او د پلټنې مدېریت په عمومي مدېریت تبدیل شو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.