ژباړه: حمیدالله حمیدي ۱- د ژوند ښایست دا نه دی چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی چې خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي. ۲- ته هېڅکله هم نه غواړې چې خدای مه کړه کور ته دې غله درشي؟! نو بیا ولې هغه فکرونه ته اجازه ورکوې چې خوښۍ دې در څخه غلا کوي؟ ۳- فکر دې کړی چې د اوبو د سر ځګونه تل د خپلې داخلي هوا قرباني کېږي، نو مه هېروه چې ستا د نن ورځې فکرونه د سبا پانګه ده او په ژوند کې دې مهم رول لري. ۴- کله چې د خپلې بریا په اړه فکر کوې، له ځانه وپوښته، څه دې له لاسه ورکړي چې دې بریا ته رسېدلی یې؟ ۵- ستونزې مو چې ونه وژني، قوي کوي مو. ۶- مه هېروئ چې د نورو بریا په یو ډول نه په یو ډول له موږ سره مرسته کوي. ۷- بریالي کسان د نور خبرو ته غوږ نیسي او بایلونکي بې له دې چې د نورو خبرو ته غوږ کېږدي، په دې تمه ناست وي چې څه وخت یې د خبرو کولو نوبت راځي. ۸- که فکر کوې، ستونزې دې د یوې کښتۍ په کچه لویې دي، خو دا هم مه هېروه چې د خدای پاک نعمتونه بیا د یوه اقیانوس په اندازه لوی او ډېر دي.
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.