لیکنه: عبدالواسع خانزاده
۱- د غازي پیرمحمد خان تره کې لنډه پیژند ګلوي: غازي پیرمحمد خان د معاذالله خان زوی او د سخي مرتضی خان لمسی دی د غزنې ولایت د ګیلان ولسوالۍ د د ادم خیلو په درنه قبیله پورې اړه لري په ۱۳۶۱ ه ق کال کې زیږیدلی دی، دهغو رویاتو له مخې چې تردې دمه وخت په وخت را رسیدلې دي. ویل کیږي چې له ماشومتوب څخه د میړانې، نارینتوب او زړه ورتیا نښې پکې لیدل کېدې د ځواني پرمهال د تقوا، دیندارۍ او پرهیزګارۍ ترڅنګ د ټولنیزو اړیکو په ساتلو او د خپلې قبلې په منځ کې د پوره نفوذ او شهرت څخه برخمن و. غازي دومره نیک خویه او زړسواند کس و چې تل بې له بیوزولو او مظلومانو سره په ښه ډول خبرې اترې کولې، نوموړې به تل هڅه کوله چې د ظالم لاس د مظلوم له ګریوان څخه لنډ کړي، پدې وخت کې غازي پیرمحمدخان د دیني زده کړو لپاره لېڅې را نغښې وي چې خپلې زده کړې یې د سیمې له دیني عالمانو پیل کړې او د هغه وخت مروج علوم یې ولوستل ویل کیږي چې غازي ښکلی لیک درلود چې د ده دا کار د هغه وخت یو شهکار ګڼل کیدی. نوموړی د امیرعبدالراحمن خان واکمنۍ په دوره کې د فرا ولایت کې د حکمران په توګه وټاکل شو دغه دنده یې په خورا امانتدارۍ سره سرته ورسوله او په خپله دنده کې بریالی هم و او له دې دندې وروسته تقاعد شو. نوموړی ۸۲ کلن و چې د حج د فریضې د اداکولو لپاره په پښوکعبې ته لاړ ډیروخت بې د اس په سورلۍ تیرا ؤ او له ملي لوبې نیزې وهلوسره یې زیاته مېنه درلوده (سراج التواریخ او افغانستان درقرن نوزده) دا دواړه معتبر تاریخي کتابونه له انګریزانو سره د غازي د غزا په اړه لیکې. له انګریزانو سره د افغانانو د دوهمې جګړې په مهال غازي پیرمحمد خان د خپل قوم تره کو په مشرۍ د زابل د شاجوی او د غزنې د ناني ترسیموپورې په خورا میړانه وجنګیدی که څه هم په د غوځایونو کې د دښمن پوځ په جګړه کې په ښه وسلو سمبال ول خو غازي او ډلې یې ښه سرخوږی ورته جوړکړ. په ۱۲۹۶کال کې انګریزانو هڅه کوله چې د افغانانوله بې اتفاقي څخه ګټه پورته کړي. نویې د پښتنوسیموله لورو په افغانستان تیری وکړ، چې پدې وخت کې غازي پیرمحمدخان د خپل قوم مشري به غاړه لرله، د تره کو ګڼ شمیرځوانان یې سره تنظیم او د انګریزوانو په وړاندې یې جهاد پیل کړ له نوموړې نومیالې او په وطن مین غازي سره د شاجوی د سیمې میړنې هم یوځای شول. په دې وخت کې په شاجوی کې دافغانانو او انګریزانو ترمنځ درنه نښته وشوه چې په دې نښته کې د افغاني مجاهدینو مشهور قومندان صاحب خان غازي په ګډون یوشمیر نور نومیالي هم په شهادت ورسیدل په خپله د غازي پیرمحمدخان یولاس غوڅ شو چې لدې سره سره نوموړې جګړې ته دوام ورکړ او د جګړې له ډګر څخه په شا نه راغی، بلکې خپلو ملګروته بې لاجګړیزې لارښونې کولې. پدېوخت کې یرغلګرو ځواکونوسخته ماتې وخوړه او تر کندهاره پورې په شا وتمبول شول. له جګړې وروسته د غازي پیرمحمد خان غوڅ شوی لاس د یولړ ځانګړو مراسموپه ترڅ کې په خپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. داسې ویل کیږي کله چې د جګړې په ډګرکې د غازي لاس غوڅ شو نوډګرته نږدې د سدوزې مجاهد په کورکې د جوش غوړیو په واسطه د غازي دلاس وینه و دروله، چې وروسته بیا د سیمې کسبګرو مصنوعې لاس ورته جوړکړاو دوباره یې د خلکو چوپړ ته ملاوتړله، نوموړې به تل د خلکو په منځ کې د شخړو او د عوو د حل لپاره زیات کوښښونه کول، له دې کبله یې د خلکوپه منځ کې ښه محبوبیت درلود او په همدې دلیل خلکو ورته د دره ناوي له مخې (اغالالا) وایه غازي پیرمحمدخان په ۱۳۴۹ه ق کال کې د ۸۸ کالو په عمر له فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په خپله پلارنۍ هدیره خاوروته وسپارل شو. د دغه غازي نوم او نښان په ولسې سندرو او ولسې ادب کې خوندي پاتې شوی لکه . د ښو ځوانانو صفت کړم اول به ځان یادوم ــــــ لاس چې شهیدشوبیا به ګوډ پیرمحمدخان یادوم پیرمحمد و ننګیالی تره کې قام کې ـــــ لاس یې شل شو دغزا په نوم نښان کې توریالی و ننګیالی و او جنګیالی هم ـــــــ خوژوندی و عزتمن په هرمکان کې
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.