لیکنه: عبدالواسع خانزاده د اریایانو له مشهورو او کامیابو کړنو څخه یو هم جرګه وه، چې هر ډول او یا ناممکن ستونزې به یې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولنې د استازو په واسطه د جرګو په مرسته حل کولې، کله چې د اریانا نوم په خراسان بدل شو نو بیاهم دغه پیاوړی کلتور زمونږ په پیاوړې ټولنه کې پاتی شو د ولس ترمنځ شخړې به د روحانینو اشخاصو په واسطه حل کیدلې او خپل رهبر به یې د جرګو له لارې ټاکه چې غوره مثال یی، د فخرې افغان، میرویس نیکه ټاکنه هم د جرګې له لارې وه او د خلکو ستونزې یې بیا هم د جرګو له لارې حل کولې، خوشبختانه د دې بریالي کلتور په دوام سره زمونږ د ټولنې ویاړونو (قومي مشرانو او دیني عالمانو) د ټولنې هر ډول ستونزې حلولې اوغوره شخص بې د رهبري لپاره ټاکه چې ښه مثال یې له نهه پرلپسې جرګو وروسته د احمدشاه بابا ټاکنه وه چې لاتراوسه زموږ پیغلي، ځوانان، کشران اومشران د بابا په کړنو ویاړي او دستاینې په خاطر مختلف شاعران شعرونه او سندرغاړې سندرې پسې وایې لکه، زه بچې د ابدالي یم دا یقین لرم په ځان. دا ټول ثبتونه زمونږ د اریایتوب ښه مثالونه دې او د دې ترڅنګ ډیرنورمثالونه لکه د ځایونو نومونه، میلمه پالنه، میړانه او هغه پخوانۍ جرګئ چې کمښت نه بلکی زیاتوالی پکې راغلی دی چې په رسمي او غیرې رسمي ډول یې حکومت او خلک په ولایتو، ولسوالیو او بانډوکې زمونږ ویاړونه، پیغلی او زلمیان هم د دې غوره او بریالي کلتور د دوام لپاره په خپلو منځونو کې د شخړو د حل او د روښانه را تلونکې لپاره جرګئ او مشورئ ترسره کوي. د دې پیاوړې کلتور د پاتې کیدو لپاره ویاړونه هڅه کوي ترڅو راتلونکی نسل هم دې کلتور ته د عمل بڼه ور واغوندي، ټول افغانان کلکه اراده او باورلري چې مشران دې په کشرانو شفقت اوکشران دې دمشرانو عزت وکړي چې دا نه یوازی زموږکلتور دی بلکې د اسلام مبارک دین ټولومسلمانانو ته امر کوي چې د مشرانو عزت او په کشرانو شفقت وکړی. د جرګو په اړه الله ج په قرانکریم کې فرمایلې دې (و امرهم شورا بینهم) تاسو په خپلو منځنوکې مشورئ یا جرګئ وکړی خوشبختانه اوس زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې ټاکني مروجې شوی دي خوبیا هم د خوښي ځای دا دی، زمونږ هیوادوال چې څوک د ټاکنو لپاره نوماند وي بیاهم ویاړونه په خپل منځونو کې جرګئ کوي او د جرګو له لاري عادل او هوښیار شخص نوماند وي او ترهغه وخته پوري يې ملا تړي ترڅو چې یې موخوې ته نه وي رسولی او تیر دری ځله ټاکنې یی ښه مثالونه دې اوس مهمه خبره دا ده چې موږ باید په ټاکنوکې څوک او څنګه شخص و ټاکو د دې هیواد په اساسې قانون کې راغلې دي چې هر افغان په ټاکنو کې د نوماندیدو حق لري نو داساسي قانون مطابق مونږ باید په ټاکنو کې قوم په نظرکې ونه نېسو بلکې د پوهې او لیاقت په اساس رایه ورکړو. پورته څرګندونې زموږ د بریالي کلتور ثبوتونه دي او په کومه ټولنه کې چې قومي مشران دیني عالمان او ملکان شتون ونلري او یا په کومه ټولنه کې چې د مشرانو عزت او په کشرانو شفقت موجود نه وي هغه ټولنه ټول وخت په ستونزو، لانجو او شخړو کې بوخته وي، چې له دې واقعیت څخه هیڅوک سترګې نشې پټولی، دیني عالمان، قومي مشرانو او باسواده خلکو خبري په ټولنه ښه اغیزه پریباسې او دا ویاړونه په ټولنه کې مرکزی رول لوبوي د مثال په ډول ښه دینې عالمان ،ښه اوباسواده استازې، قومي مشران، دیني عالمان، ملکان، اسلامي او ملي ارزښتنو ته ژمن ژورنالیستان، په دیني او طبې اخلاقوسمبال ډاکټران، استادان، سیاست مداران او داسې نور کولی شې چې ټولنه د پرمختګ په لور بوځې، د قومي مشرانو، ملکانو او دیني عالمانو مخلصانه کړنو ته په کتو ما دوی ته د (ویاړونو) لقب ورکړی.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.