ژباړه: رحیم الله حبیب زی
هغه فکتورنه (عوامل) چه د ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب اغیزه لری ممکن زیات وی. د خاوری حالت نه نیولی د ودانی ډول او له ودانی څخه واردونکی بار پوری. ټول دا فکتورونه د باثباته ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب کی په نظر کی نیول کیږی. چه په لاندی ډول تشریح کیږی.
د خاوری نوعیت: خاوره د جامدو ذراتو، رطوبت یا نم او هوا څخه ترکیب شوی. خاوره کیدای شی ډیر ډولونه ولری. لکه د رس خاوره، وسعت موندنکی خاوره ، شګلنه خاوره، یا نرمه خاوره او وغیره
د سطحی سره نږدی خاوره چه هغی ته د سطحی یا سر خاوره او ۳۰۰ ملی مترو څخه په ژوروالی ته د سطحی څخه لاندی خاوره ویل کیږی. په عمومی ډول د سطحی څخه لاندی خاوره د کوچنیو ودانیو لپاره د تهداب د اساس په شکل استعمالیږی. په هر حال د خاوری پلټنه باید وشی ترڅو پوه شو چه د خاوری طبیعی جوړښت ، د ځمکی لاندی اوبه ، د خاوری نوعیت، د خاوری د مخلتفو قشرونو عمق ، د خاوری د برداشت قابلیت په مخلتفو لیولو باندی البته د لویو ودانیو لپاره کوم ردیف کی قرار لری. کله چه بار د ساختمان څخه ځمکی ته د تهداب په وسیله انتقالیږی ، خاوره تحکیموالی ته تمایل پیدا کوی او د تهدابونو نشست رامنځته کیږی. د تحکیم کاری دا پروسه هغه وخت په سرعت مخکی ځی کله چه خاوره چسپناکه نه وی لکه شږه او د نورو خاورو لپاره کیدای شی ډیر کلونه په بر کی ونیسی. په شګلنه خاوره باندی جوړ شوی تهداب مکمل نشست کیدای شی حتی مخکی د ودانی ساختمانی چاری مکملیدو نه رامنځته شی. رسی خاوره اوبه د ډیر وخت لپاره ساتی. ځکه نو نشست ډیر ورو او ممکن کلونه په بر کی ونیسی. چون د اوبه مقدار پکی اضافه وی ځکه نو د نشست اندازه یی هم زیاته وی.
Silt = مټینه (خټینه) خاوره loam = د ابلیز خاوره Clay = د رس خاوره
د تهدابونو نشست د ودانیو په دیوالونو، ګاډرونو ، سلبونو او وغیره اجزاوو کی درزونه رامنځته کوی او ودانی حتی کیدالای شی د زیات نشست له کبله ونړیږی
د خاوری پلټنه هغه وخت حتمی ده کله چه د ودانیو څخه واردونکی بارونه زیات او په ساحه کی د خاوری حالت په نظر کی نیولو سره د برداشت قابلیت نشی اندازه کیدالای.
د لاندی معلوماتو لاسته راوړلو لپاره د خاوری پلټنه باید ترسره شی.
• د مصنوعی ځمکی / هغه خاوره چه د بلی یا لاندینی خاوری له پاسه قرار لری ، طبیعی خواص او پنډوالی. • د لاندینی طبقی خاوری طبیعی خواص ، پنډوالی او د طبقو ژوروالی • د مجازی فشار برداشت ارزونه • د ځمکی لاندی اوبه سطح ، کیمیاوی مواد په خاوره کی ، وغیره • په خاوره یا ځمکه کی موجوده جوړښتونه او یا هم نوره تهد یدات
د گاونډی یا شاوخوا تعمیراتو ډولونه: د ودانیو لپاره د تهدابونو انتخاب داسی هم کیدای شی چه شاوخوا کوم ډول تهدابونه د نورو ودانیو لپاره اتخاب شوی وی. البته د ودانیو ډول باید یو شان وی. چه کوم ډول تهدابونه کامیاب او کوم ډول یی تخریب شوی. کولای شو په د ډول د نوی ودانی لپاره هم د تهداب ډول وټاکو.
د تهدابونو ډولونه: د تهدابونو ډولونه لکه جدا یا منفرد تهدابونه، مرکب تهدابونه، میخی تهدابونه ، فرشی تهدابونه او وغیره. د خاوری نوعیت او د تعمیر څخه واردونکی بار په نظر کی نیولو سره کولای شو یو له یاد شوو ډولونو څخه غوره کړو. مناسب او د ضرورت مطابق. نوره معلومات راتلونکی کی!
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.