راټولوونه: جان آغا بهار د هویت پېژندنه د هغو صفاتو او مشخصاتو له ټولګي څخه عبارت دی، چې د هغې په اساس یو انسان د بل انسان او یو جنس د بل جنس څخه بېلېدلای شې. جرم یوه داسې پدېده ده، چې له لومړنیو انساني ټولنو څخه رانېولې او ان تر دې دمه تر سره کېږي او علماء وایي، چې په مستقبل کې به هم رامنځته کېږي. خو د دغې پدېدې د محوې او لا بودي لپاره اړېنه لاره همدا ده، چې مرتکیبین یې دستګیر شي او د خپلو کړنو مجازات و ګوري خو؛ مرتکب به کله نېول کېږي هله، چې کله د جرم د انجامولو څخه وروسته تشخیص او وپېژندل شي. جرم د انسان د پېدایښت سره سم منځته راغلی او د انکشاف مختلیفې مرحلې یې تېرې کړي دي؛ مګر په لومړنیو ټولنو کې دا، چې له یوې خوا د انسانانو تعداد کم و او له بلې خوا عصري علومو دومره پر مختګ نه و کړی، لکه څنګه، چې نن تر سترګو کېږي دا او دې ورته ځینې نور علل او عوامل و، چې د جرایمو د بربڼدولو، لوڅولو او د څارنې د پروسې ځنډ ګرځېده خو؛ سره د دې بیا هم انسانانو د هویت پېژندولو ته توجو کوله. په طول د تاریخ کې د وخت حکومتونو د هویت پېژندلو په برخه کې له مختلیف اسلوب او روېشونو څخه استفاده کوله، لکه ( د بدن د یوې عضوې پرېکول، د داغ کولو طریقه، د اعضاوو د اندازه ګېرۍ طریقه، د ظاهري نښو او د علامو د ثبت طریقه، یو قطار د مجرمینو تېرول، مجرمینو د محصوص لباس اغوستل، په بدن د خالونو او نقشو رسمول، عکاسي…………..). چې له یادو طریقو څخه یې درسره د دوه طریقو بشپړ حال شرېکوم!. ۱ـ د داغ کولو طریقه: دا طریقه ډېره پخوانۍ ده او په مختلیفو شکلونو تطبیق کېده مثلاً د پخواني روم امپراطورانو به د جنایت کارانو، اسیرانو او غلامانو د ځانګړې کولو لپاره د داغ څخه په لاندې شکل استفاده کوله: الف: د قاتل په تندي به یې د(ایم) توری داغ کولو، چې ( ایم) د انګلیسي کلیمې، چې (مردېرر) نومېږي، لومړنی توری دی، چې د قاتل معنی ورکوي. ب: د اسیرانو او برده ګانو په تندي به یې د( اېس) حرف داغ کولو، چې ( اېس) هم د یوې انګلیسي کلیمې چې ( سلوو) نومېږي، چې لومړی حرف یې (اېس) دی او معنی یې (اسیر)، یا بندي دی. همدارنګه د فرانسي د ( ۱۸۰۲) او (۱۸۰۶) کلونو قوانینو په اساس داسې اجرات سرته رسېدل، که چیرې به کوم شخص په مؤقت حبس محکوم شو؛ د نوموړي کس په اوږه به یې د( ټې) حرف داغ کولو او همدارنګه که څوک به په مادام العمري حبس محکوم شو؛ د هغې د بدن په ښې اوږه به یې د ( ټې، پې) حرفونه داغ کول او که چیرې به څوک د جعل او تزوېر د جرم مرتکب شو؛ د هغې په اوږه به یې د ( ټې، پې، ایف) حرفونه داغ کول، په هغه وخت کې پلاستیکې جراحۍ وجود نه درلود؛ نو یادې نښې به د مجرمینو د هویت د تثبیت لپاره د عمر تر اخره پاتې کېدې. ۲ـ په بدن د خالونو اونقشونو رسمول: دا طریقه یوه ډېره سخته شېوه ده، چې د ستنو او مخصوصو دستګاوو په واسطه په پوستکې باندې لېکنه کېده، نقشونه اچول کېده او یا به هم خاصې علامې ترسیمېدې د خالونو او نقشونو رسمول په بدن باندې( ۶۰۰۰) کاله مخېنه لري او حتی دا پروسه تر نن ورځي پورې هم دوام لري، چې ښه بېلګه یې په سېمه اېزه ساحو کې شنه خالونه دي، چې انجونې یې پر زنو او تندیو وهي. د یادونې وړ ده، چې د خالونو او نقشونو انګېزې مختلیفې دي مثلاً بعضي اشخاص یې د عاطفې له مخې، ځینې نور یې بیا د عشق او شهواني قوې د ښودلو په خاطر او ځینې نور یې د مذهبي او قومي جذبې د مظاهرې په شکل، څه نور یې د زېب او زېنت لپاره استعمالوي، مثلاً مصریانو او یونانیانو به د غلامانو او زندانیانو په وجود کې خاصې نښې د خال په شکل وهلې.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.