لیکنه : ارش ننګیال په یوه ورکشاپ کې زموږ ټرینر موږ نه وغوښتل چې د راډیویي تعلیمي خپرونو لپاره څو سوژې انتخاب کړو، له لیکلو نه وروسته هر یو خپلې سوژې د ټولو په وړاندې ولوستلې. یو کس د ملاریا ناروغۍ انتخاب کړې وه، بل کس درس او سبق، بل کس د ماشومانو سمه روزنه. دا ډول هر کس بېلا بېلې سوژې لیکلې وې، خو تاسو څه فکر کوی چې موږ ښې سوژې انتخاب کړې وې او که بدې؟ ښکاره ده چې ښې سوژې مو نه وې انتخاب کړې، که موږ د ملاریا ناروغۍ په هکله خپرونه جوړه کړې وای او تمه مو دا وای چې اورېدونکې دې له خپرونې نه څه زده کړي، نو هغوی به هېڅ هم نه وای زده کړي. بلکې له هغوی نه به لار ورکه شوې وای، د ملاریا ناروغې یو ډېر لوی بحث دی، پکار ده چې په دې ناروغۍ ډېرې خپرونې او یا هم سریال جوړ شي. راشئ وګورو چې لږ تر لږه یوازې د ملاریا په هکله څو خپرونې جوړېدای شي. – د ملاریا د ناروغۍ وقایه – د ملاریا ناروغۍ پر مهال له ناروغ سره مرستې – د ملاریا ناروغۍ نښې – د ملاریا ناروغۍ کې خپل سري درمل – د ملاریا د ناروغۍ پر مهال تداوي – کورنۍ درملنه – د ملاریا د ناروغۍ نه وروسته – او ….. دا ډول نورې خپرونې پرې هم جوړېدای شي. پکار ده چې په ښوونیزو خپرونو په تېره د ماشومانو لپاره راډیويی خپرونو کې موږ او تاسو ( فوکس) له یاده ونه باسو. یعنې د یوې موضوع یوې برخې باندې خپرونه جوړه کړو، نه چې یوه پراخه موضوع انتخاب کړو، چې هم یي په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شو او هم اورېدونکي د خپرونې په اورېدو ګنګس شي. تعلیمي خپرونو نه زموږ موخه خلکو ته لارښوونه او تعلیم دی، موږ د دې کار په ترسره کولو کې خپله موخه لرو، هغه دا چې خلکو ته لارښوونه کوو او تل باید خپله موخه له یاده ونه باسو، ان د خپرونو په سناپس او بلاک کې یې هم ولیکو. نو که غواړئ چې ښه خپرونه جوړه کړئ، فوکس یا زیرنه مه هېروئ.
د موضوع د ټاکلو پر مهال ځینې پوښتنې له ځانه طرحه کړئ. ـ ایا دغه موضوع چې تاسو ټاکلې ده، د یوې راډيويي خپرونې په جوړولو ارزي؟ ـ ایا دا موضوع د یوې راډیويي خپرونې په چوکاټ کې جوړه راتلی شي؟ ـ ایا دا موضوع د اورېدونکو غوښتنو ته ځواب ویلی شي؟ ـ ایا دا زموږ د ژوندانه له حقیقتونو نه راخیستل شوې ده؟ ـ ایا موضوع زړه راښکوونکې ده؟ ـ له ټولنیزو دودونو او رواجونو سره برابره ده؟ ـ ایا د اوسنۍ زمانې او اوسني ژوند یوه برخه ده؟ ـ ایا د خلکو په ژوند کې څه بدلون راوستلی شي؟ ـ ایا د اورېدونکو د مالوماتو کچه لوړولی شي؟ ـ ایا نوې خبرې پکې شته؟ او …………….. ددې لپاره چې پوی شو زموږ ټاکل شوې سوژه یا موضوع تر کومې کچې مناسبه ده باید چې دغو پوښتنو ته ځواب ووایو.
• سوژه تر کومې کچې د اورېدونکو د خوښې وړ ده؟ • ایا دې سوژه کې نوي مالومات شته چې د اورېدونکو د خوښې وړ و اوسي؟ ایا دا سوژه د خاصو کسانو لپاره ده که د عامو؟ • له وخت او زمان سره برابره ده؟ • سوژه نوې ده که زړه؟ • سوژه د کوم عمر خلکو لپاره ده؟ ماشوم؟ ځوان، نارینه؟ ښځینه؟
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.