لیکنه: ډاکټر جاوید حبیبي
په چاپان کې د خوب څخه له پاسیدو وروسته د تازه اوبو څښل د یوه عادت ډول غوره کړی دی. علمی څیړنو هم د اوبو دا ډول څښاک د ناروغیو په مخنیوي، کنترول او درملنه کې ګټور ثابت کړی دی.
د چاپان طبی ټولنې د اوبو دا ډول څښاک سل فیصده ګټور بولي او هغه کسانو ته چې په لاندې ذکر شویو ناروغیو اخته وي ورته په خالي معده سهار وختي له خوب پاسیدو وروسته د تازه اوبو د څښلو توصیه کوي:
د تداوۍ طریقه:
سهار وختي د خوب له پاسیدو وروسته، مخکې لدې چې غاښونه برس یا مسواک کړﺉ، څلور ګلاسه (4x160ml) تازه او سړې اوبه وڅښئ. د اوبو د څښلو وروسته خپل غاښونه برس یا مسواک کړﺉ او بیا د 45 دقیقو لپاره څښاک او خوراک مه کوﺉ. له 45 دقیقو وروسته کولای شئ په نارمل شکل خپل خوراک او څښاک وکړﺉ. د سهار، غرمې او ماښام له خوراک وروسته تر ۲ ساعتونو پورې نور اضافي څښاک او خوراک مه کوﺉ.
د لوړ عمر خاوندان او ناروغ کسان ممکن په لومړیو ورځو کې د څلورو ګلاسونو اوبو د څښاک سره ښه جوړ رانشي خو په تدریجي ډول د څو ورځو په تیریدو عادت پیدا کوي.
د تداوۍ پورتنۍ کړنلاره د ناروغانو د روغتیا او د روغو کسانو د سالم صحت ضمانت کوي.
په لاندی لست کې د ځینو ناروغیو د مخنیوي، کنترول او درملنې موده هم ذکر شوې ده:
د تداوی پورتنې ګړنلاره هیڅ ډول جانبي عوارض نلري، یوازې په ځینو کسانو کې کیدای شي په لومړیو ورځو کې د بولو د زیاتوالي سبب شي. کچیرې مونږ روغ او ناروغه کسان وکولای شو پورتنې کړنلاره په سمه او منظمه توګه عملي کړو په کمو ورځو کې به په خپل وجود کې د مثبتو بدلونونو شاهدان وو.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.