«ته ګټونکی یې» کتاب چې د بریالیتوب د ارواپوهنې مخکښ لیکوال شیو کهرا لیکلی پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب افغان ژورنالېست شېرخان شهیر پښتو ته ژباړلی دی. « ته ګټونکی یې» کتاب په ۱۳ څپرکو او ۳۲۰ پاڼو کې پر سپین کاغذ او غوره صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی. دغه کتاب تر پښتو وړاندې ۲۱ نورو ژبو ته ژباړل شوی او ۳،۳ میلیونه جلده پلورل شوی دی. په کتاب کې د بریالیتوب د ارواپوهنې پر مهمو موضوعاتو لکه بریا، پر نفس باور، د فکر پر بڼې او زموږ پر ژوند د هغې پر اغېز ګټور بحثونه شوي دي. مینوال کولای شي دغه کتاب په مناسبه بیه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .
حمیدالله حمیدي د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت کې د کمپیوټر په برخه کې زدکړې کړې دي. اوس د پښتو ژبې په برخه کې د لېسانس په زدکړو بوخت دی. له سپوږمۍ راډیو سره له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دنده بوخت دی. د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې ښکلې او علمي ژباړې او لیکنې په لومړيتوب ویب سایټ لوستلای شئ.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.