ليکنه: خيبر اميري- بلخ افغانستان د افغان وګړو ( پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او…) ګډ کور بلل کېږي. د نړۍ هيڅ هېواد يو ملت ، یو مذهب او یو قوم ندې بلکې له مختلفو ژبو، قومنو، او توکمنو څخه تشکيل شوی. تاریخ دا خبره ازبات کړې، چې دغو ټبرو په ګډه سره له خپل ټاټوبي نه ساتنه او پالنه کړې او دغه ګډ احساس يې خورا غښتلی دی. له دې امله دغه اولس په حقوقي ډول یو ملت ګنل کېږی. د افغان کله وايي د «پګان» او افاغَنه نه را جوړ شوی دی. پښتنون ته اپاګان یا اوغان، افاغَنه او پټان ويل کېده ؛ خو اوس هم د ګړ په لږ توپېر سره همدا ټکي کارول کېږي، افغانستان له زرګونو کالونو راهيسې د افغانانو مېشتنځای دی. مرز: مرزونه په حقیقت کې د یو دولت خپل واک او صلاحيتونه تحمیلول په هغه سيمه دي. او مرزونه هغه ليکې دي د چې د دولتونو تر منځ سيمې تعين او معلومه وي. چې په ټوله کې مرزونه په دوه ډوله ښودل شوي دي طبيعي او مصنوعي. طبيعي مرزونه: د غرونو سیندونو دښتو او خليجونو په اساس بيلېږي. مصنوعي مرزونه: بیا د هندسې خط کښ په کشولو او د ځنو نښنو لکه : امنيتي پوستي، تېږې، ديوالونه ، سړکونه، کانالونه او پایو په خښلو بيل شوي دي. د نړۍ ۷ خطرناک سرحدونه پاکستان او هندوستان هغه دوه ګاونډي هیوادونه دي چي له اوږدې مودې راهیسي په ۲۷۰۰ کیلومتره سرحدي کرښي په سر اختلافات لري د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ کرښه هم یو له هغه اووه خطرناكو سرحدونو څخه شمېرل کېږی، چې ۲۲۰۰ کیلومترو څخه زیاته پوله لري، چي افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلې، او دا سرحد هغه وخت د نړۍ په سطحه خطرناک وشمېرل شو، چي روسیې پوځونو په افغانستان یرغل وکړ او وروسته کورنۍ جګړې زور واخیسته چي شاوخوا ۴۰ کاله پوره شول، خو جګړه لا پاى ته نه دي رسېدلي. د شمالي اوجنوبي کوریا سرحدي کرښه هم د دنیا له خطرناکو سرحدي کرښو څخه شمېرل کېږي چي اوږدوالی یې ۲۵۰ کیلومتره دی او له ۱۹۴۸ کال راهیسي د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات پري را ولاړ شوي دي. د سعودي او یمن ترمنځ سرحدي کرښه هم د یادو سرحدونو نوم لړ کې راځې. چې ۱۴۰۰ کیلومتره پوله لري. د چین او شمالي کوریا دا سرحدي کرښه هم له خطر څخه ډکه ښودل شوې ده، چې ۱۳۰۰ کیلومتره اوږد سرحد لري . د اسرائیل او د شام فلسطین هیوادونو ترمنځ سرحدي کرښه هم له خطرناکه کرښو شمېرل کېږي چي ۱۹۴۸ کال کي منځته راغله. د لوی وطن مرزونه یا سرحدونه د ګاونډې هېوادونو تر منځ سياسي او پنځيزې پولې يې له ؛ امو(acsus) نه تر سیند پورې دي. د دې خبرې د ازبات لپاره وګورئ! د «اوستا» د لاسوند ( يشتو) له مخې د اریانا شپاړسګونې ولایتو نومونه: ۱- اریانا د وېجو د ( امو او سیر دریا تر منځ) ۲- سوغده sughuda ( د اموپه شمال کې سغد- سمرقند) ۳- مورو( مَروَ او مرغاب) ۴- بُخدي ( بلخ بامي) ۵- نیسایا ( ميمنه) ۶- هره یوه Haraiva ( هرات ) ۷- وایکرته ( د کابل سیمه) ۸- اوروه( د کندهار او اباسین ترمنځ سیمه، د پکتیا ولایت او سلیمان غر (هیرمند- هېلمند) ۱۲- رګه ( د بدخشان، د راغ اوسنۍ ولسوالي- پښتو: راغه) ۱۳- کَخَره( غزني) ۱۴- رنګا ( سیر دریا) ۱۵- وارنا( امیر بند) ۱۶- هِپته هندو ( د سند سیمه) . همدا ډول په اوستا کې د افغانستان غرونه یاد شوي دي لکه: سیامګه ( تور غر- سیاه کوه) – یو پاري سینه ( هندوکش)- سپیته ګونه ګيري ( سپین غر) اوادسې نور . ټولې یادې سيمې په افغانستان یا په ګاونډ کې يې پرتې دي. افغانستان د سوېلي اسیا په شمال لوېدیځ کې پروت دی. دغه هېواد تر ټولو د مخه په سیمه کې یو حساس ستراتيژیک، ژيو پولتيک، جيو ايکانومي موقیعت لري. له دې امله د تاريخ په اوږدو کې د ټولو زبر ځواکو د پام وړ او د دوی د لو بو او جګړو ډګر ګرځېدلی او د غه په وچه کې را ایسار کړای شوی غرنی لرغونی هېواد، په پرله پسې تګه د ورانيو او سترو ناورینو سره مخ شوی دی. دغه هېواد د خاورې او د پولو د برید له مخې د تاریخ په اوږدو کې لوی او وړوکی شوی دی. خو په اتلسمه پېړۍ کې د ابدالي واکمنۍ ( ۱۷۴۷- ۱۸۱۸ ز) پر مهال، د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد سیاسی پولې له پنځیزو پولو سره سمون وموند. خو په سیمه کې د انګرېزانو د اغېز، یرغل، لاسوهنو او د سیمه يېزو او نړيوالو لوبو له امله په څو پړاوونو کې، په دې توګه ټوټې ځنې جلا شوي دي: لومړی- د ابدالیانو پر مهال: په ۱۸۰۳ کې د ابدالي شاه محمود پر مهال د خراسان ولایت، د ایران د قاجاریانو لاس ته ورغی. په ۱۸۱۲ز کې د اباسین پر غاړه د « اټک کلا » د پنجاب سېکانو ته پرېښدل شوه. په ۱۸۱۸ز کې د «ملتان» ولایت د سېکانو لاس ته ورغلو. دوویم- د محمدزیو د واک پر مهال: په ۱۸۱۹ز کې د « کشمیر» ولایت، د پنجاب له دولت سره وتړل شو. په ۱۸۲۱ز کې د «غازي خان ډېرې» ولایت، پنجاب سېکانو لاس ته ورغلو. په ۱۸۲۳ز کې د « پېښور» ولایت، انګریزانو ونیو. د ۱۸۵۴- ۱۸۷۶ز پورې د «بلوچستان» ولایت انګرېزانو لاندې کړ. په ۱۸۸۴ز کې د «مروې» ولایت، روسانو لاندې کړ. په ۱۸۷۸ز کې د «شال، فوشنج تر کوژک، کورمه، لنډيکوتل » سيمې د ګندُمک د تپل شوې پوهاوي له مخې د امير محمد یعقوب له خوا انګرېزانو ته ورکړل شو. په ۱۸۹۳ز کې امير عبدالرحمن د «سوات، باجوړ، چترال، ارنوې سيمې، وزیرستان، دوړ، څاکۍ او چمن» ولایتونه، د « ډيورنډ » تپلي موافقت لیک له مخې انګرېزانو ته ورکړل شو. په ۱۸۸۵ز کې «پنجدې» سیمه روسانو ونيوه. په ۱۸۷۲ز کې د «سیستان» ولایت ځينې برخې د انګرېزي پلاوي له خوا ایران ته پرېښودل شوې. د خواشينۍ ځای دا دی، چې افغانستان په ۲۱ مه پېړۍ کې هم هماغسې وېشلی او ټوټې شوې پاته دی. درې لسيزي کېږي، چې د سيمه یزو او نړيوالو پېچلو لوبو او استخباراتي جګړو په تاوده ډګر او سنګر اوښتی دی، په تېره دغه ناورین د ډيورنډ دکرښې د دواړو غاړو مېشت پښتانه په اساسي توګه ځپلي دي. دغه لوبې دومره پخې، پېچلې، لوړې او ژورې دي، چې څوک نه پوهېږي، چې نور به څه کېږي؟ خو ورسره داسې ښکاري، چې جوړيدا لپاره يې خپلي روا غوښتنې او هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. په هر حال موږ دا ټوټې ټوټې او پاشلې افغانستان يوځای کيدل او په دغه جغرافیه کې تپل شوي جګړي ته د پای ټکی غواړو.
اخځليکونه (سرچيني) Reference: ۱- حقوق بین الملل عمومي\ پوهاند دوکتور ودیر صافي\ ۱۹۸۳لمریز ۲- سياسي ليد لوری\ دېپلوم انجنیر جنرال سعادت ملوک ( ازاد) لومړی ټوک\ ۱۳۹۳ لمریز ۳- انټرنيټ بیلابیل سرچيني
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته د admin@lomritob.com په پته رالېږل کېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.