ښکلی نوم، نجیب الله، چې په اخترزي به یې کم خلک وپېژني، هغه استعداد دی، چې د محمد عالم فیض زاده له ښوونځۍ په لمړۍ درجه فارغ شوی. اخترزي د ښوونځي په اول نمرګۍ بسنه نه ده کړې، لا یې هم په پېښور کې د زدکړو لمن نیولې. د انګریزي ژبې د استادۍ تر څنګ یې د اقرأ پوهنتون څخه د کمپيوټر په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی. د پروژې په اداره کې تخصص لري او په تجارت کې هم له دوه کلنو زده کړو برخمن دی. دده همدا لوړې زدکړې او هڅې وې، چې له MTN مخابراتي شرکت سره یې د پروژې د مدیریت په برخه کې، د عدلیې وزارت سره د روزونکي په حیث او د اتصالات له ګڼ ملتي مخابراتي شرکت سره تر ننه د تجارت د پراختیا د مدیر په صفت کار کوي. دا چې په خپل کار کې تر ټولو ښه ځلېدلی، نو د اتصالاتو د شرکت لخوا یې، د شلو هېوادونو په سطحه دری کاله پرله پسې، د کال د غوره کارکوونکي نوم او ډالۍ ګټلي دي.
دا چې نجیب الله اخترزي یو ښوونکۍ هم دی، نو تل یې هڅه کړې، چې هغه څه، چې زده کوي یې، هغه له خپل ولس سره په خپله ژبه هم شریک کړي، چې په دې برخه کې یې ډېر تعلیمي مواد له نورو ژبو را ژباړلي، د اقتصاد او سیاست په برخه کې یې هم ګڼې ژباړې او لیکنې کړي.
لومړيتوب یې په مسلکي همکاری ویاړي او تاسې به دده علمي لیکنې د لومړيتوب له لارې ضرور لولئ، او دده په علمي سخاوت او ذکاوت به اعتراف کوئ.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
تساسو د ټولو ارزښناکو او علمي لیکنو پلوي کوم
Your email address will not be published. Required fields are marked *
Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.