لیکنه: پوهیالی حسن خان درمل
هغه څه چي ګټوونکي وګړي له بایلوونکو وګړیو څخه بېلوي د یو کار د ترسره کولو په اړه د هغوی د میني، علاقې او انګېزې کچه ده. که چیرته د مطالعې بهیر فعال کړئ ( لیکل، پوښتني او ځوابونه، اصلي موضوع ته پاملرنه)، نو نه یواځي دا چي له درس لوستلو سره به مو علاقه ډیره شي، بلکه ستاسو د زده کړي کچه به هم لوړه شي او هغه پایلي چي لاسته به یي راوړئ، له مخکنۍ ورځي څخه به ښې وي. نو کتاب ته د ( ناکامېدونکي ) په سترګه مه ګورئ، په مقابل کي هڅه وکړئ مطالعې ته په داسي سترګه وګورئ چي ګواکي تاسو ډیر خوند ورڅخه اخلئ!
خو کوم لاملونه دي چي ستاسو انګېزه راپاروي…؟؟؟
الف) د موخي یا هدف ټاکل او هر وخت ورته پاملرنه کول: که چیرته پوه شئ هغه زحمت او تکلیف چي نن یي کوئ ستاسو د سبا ورځ روښانه کوي نو هیڅ ستونزه هم نشي کولای ستاسو د لاري خنډ شي. هڅه وکړئ ترڅو له درس لوستلو او مطالعې څخه روښانه موخه ولرئ! ب) د مثبت تفکر درلودل: هغه برخه یا موخه چي د خپل راتلوونکي لپاره مو په پام کي نیولې، هغې ته په مثبت نظر وګورئ! ج) د خپل ځان هڅول: که چیرته کوم شخص تاسو ګټور کار ته نه هڅوي، نو دا ستاسو لپاره هیڅ دلیل هم نشي کیدای، بلکه پخپله د خپل ځان په حق کي جفاء کوئ. له یوې ګټوري او ثمر لرونکې مطالعې څخه وروسته خپل ځان راحت کړئ ( ژوره ساه وباسئ) او دا جملې له خپل ځان سره تکرار کړئ چي: زه یو تیز هوښه او قوي زده کوونکی یم…!!! دا چي په درسونو ښه پوهیږم نو ډیر خوښ یم…!!! پر خپل ځان ویاړم…!!!
ځانګړې یا فردي مطالعه ددې لپاره چي د مطالعې پرمهال د شخص حواس په پوره ډول د کتاب پر مطالبو متمرکز شي نو وګړي باید په ( یواځي توګه ) مطالعه وکړي. ځانګړې یا فردي مطالعه په واقعیت کي له مزاحمت کوونکو غږونو او خبرو اترو څخه لري والی دی چي په واقعیت کي پر کتاب د تمرکز د زیاتوالي لامل کیږي.
په هره اندازه چي د مطالعې په چاپېریال کي د وګړیو تګ راتګ کم وي نو د مطالبو په زده کړه او اخذ کولو کي شخص پرمختګ کوي او تمرکز یي زیاتیږي. ډله اییزه مطالعه ددې لامل کیږي چي هره شېبه د وګړیو ترمنځ د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبري اتري رامنځته شي چي دا پخپله د مطالعې په اړه تمرکز له منځه وړي او پرمختګ هم را کموي.
ډله اییزه مطالعه د ( ریاضي ) په څېر کتابونو لپاره مناسبه ده او کولای شي چي په زده کړه کي مثبت اغېز ولري. خو دلته هم په دې ټینګار کیږي چي د مطالبو هغه برخه چي زده کوونکی یي په خپله زده کولای شي باید پخپله یي ولولي او په هغه برخه کي چي ستونزه لري کولای شي له نورو سره یي شریکه کړي چي دا بیا پر خپل ځای پر زده کړه مثبت اغېز لري.
له مطالعې څخه وروسته کولای شئ له خپلو دوستانو سره ورباندي خبري وکړئ ترڅو مطالب ستاسو په ذهن کي ښه پاتي شي. ځکه له دوستانو سره د مطالبو په اړه خبري اتري ددې لامل کیږي چي تاسو یو مطلب څو ځله تکرار کړئ.
د مطالعې پرمهال له موسیقي څخه په کلکه ډډه وکړئ، ځکه هر ډول شورماشور او بې ځایه غږونه ستاسو فکري او ذهني تمرکز له منځه وړي. د مطالعې په خونه کي باید ټلویزیون او راډیو روښانه نه وي، ځکه په دې صورت کي که څه هم شخص به مطالب لولي، پاڼې به اړوي خو هیڅ ډول زده کړه هم نشي کولای او له مطالعې څخه وروسته به د لوستونکي په ذهن کي هیڅ مطالب هم پاتي نه وي.
د مطالعې لپاره وخت د مطالعې وخت د وګړیو لپاره مختلف دی. ځیني د شپي چوپتیا خو ځیني نور بیا د ځان لپاره سهارنی وخت مطالعې ته ځانګړی کوي. له مطالعې څخه وړاندي لوبي ( ورزش ) کول او حتی حمام کول هم د زده کړي د کچي په لوړولو کي اغېز لري.
د سهارمهال مطالعه هغه وخت د شخص لپاره ګټوره ده چي ستړی نه وي او د شپې یي ښه په آرامه خوب کړی وي. که چیرته سهارمهال مطالعه کوئ نو هڅه وکړئ ترڅو د شپې وختي ویده شئ، ځکه له یوې خوا به سهار وختي لمانځه ته پاڅېږئ او له بلي خوا به ستاسو مطالعه ګټوره واقع شي. خو …
مطالعه تر بل هر وخت سهارمهال ښه کیږي. د کتاب مطالعه سهار وختي پیل کړئ ځکه د انسان ذهن له څو ساعته استراحت او آرامښت څخه وروسته تر بل هر وخت مطالعې ته ښه چمتو وي.
له مطالعې څخه وړاندي باید ناشته وکړئ، ځکه لوږه د زده کړي د کچي په راټیټولو کي ډیر اغېز لري. له خوراک څخه څو دقیقې وروسته مطالعه پیل کړئ او همدارنګه باید وویل شي هر وخت چي دا احساس کړئ ترڅو مطالعه وکړئ نو درس لوستل پیل کړئ!
د مطالعې وخت پخپله په تاسو پوري اړه لري چي کوم مهال له ذهني او بدني اړخه مطالعې ته چمتو یاست. که چیرته د ځینو ځانګړیو وختونو په اړه له مطالعې سره عادت شوي یاست نو هماغه وختونه د مطالعې لپاره غوره وختونه دي.
څه ډول او چیرته مطالعه وکړو؟ یو له هغو لومړنیو پوښتنو څخه چي مطالعې ته لېوال ځوانان یي تل مطرح کوي، د مطالعې سمه طریقه او د کتاب د لوستلو ډول دی. دې پوښتني ته ځواب موندل کولای شي په هغوی کي انګېزه رامنځته کړي چي د هغوی پر زده کړه هم ډیر اغېز لري. ډیری داسي وګړي شته چي د مطالعې د ناسمي طریقې د ټاکلو له امله له مطالعې څخه ژر ستړي کیږي او کتاب لوستل پریږدي، حتی کیدای شي نیم مطلب یي هم نه وي مطالعه کړی خو بیا یي هم څنګ ته کوي. د مطالعې د سمي طریقې نه مراعاتول او همدارنګه د کتاب د ډیرو مهمو مطالبو نه یاددښت کول ددې لامل کیږي چي لوستونکی د علمي موضوعاتو په اړه ستړی کړي چي پایله به یي د مطالعې د لړۍ د پرېکېدو لامل شي.
د مطالعې ځای د ارواپوهني پوهان په دې باور دي چي د ځوانانو یوه ستره ستونزه داده چي د مطالعې ځای او فضاء ته پاملرنه نکوي چي په ډیری مواردو کي د هغوی د ستړتیا او حتی د انګېزې د راټیټیدو لامل کیږي. که چیرته د مطالعې پرمهال شخص فکري تمرکز ونلري نو نه یواځي دا چي زده کړه نه ترسره کیږي، بلکه د وخت د ضایع کېدو لامل هم کیږي.
د کتابونو مطالعه به هغه وخت ګټوره وي چي شخص له ستړتیا پرته، په آرامه، صمیمي او خوښه فضاء کي مطالعه وکړي. که چیرته د شپې مطالعه کوئ نو کوښښ وکړئ د ( مطالعې له کوچنیو ) څراغونو څخه کار وانخلئ، ځکه دا ډول څراغونه سترګو ته شدید زیان رسوي.
د مطالعې لپاره آرام ځای وټاکئ داسي ځای چي پوره طبیعي رڼا ولري. د مطالعې د خوني د تودوخي درجه معتدله وساتئ ترڅو د مطالعې پرمهال د ګرمي یا یخ احساس ونه کړئ. کله چي د مطالعې ځای ته ولاړئ نو فوراً مطالعه پیل کړئ، هیڅ وخت هم په نورو کارونو ځان مه لګیا کوئ ځکه د حواسو د انحراف لامل کیږي.
کوښښ وکړئ د مطالعې لپاره ځای ځانګړی نکړئ، ځکه په دې صورت کي به تاسو د ځان لپاره بهانې لټوئ او دا به ددې لامل شي چي په ډیری ځایونو کي له مطالعې څخه تېر شئ. ډیر ځیر واوسئ چي د رڼا کچه، د چاپېریال د تودوخي درجه، د چوکۍ شکل او ډیری نور شرایط ستاسو د مطالعې په ځای کي داسي ونه اوسي چي تاسو ته خوب درولي. د مطالعې د ځای برابرول او په هغه ځای کي د زیات اکسیجن شتون حیاتي شرطونه دي.
د لومړيتوب اداره: د سایټ چلوونکې ډله ده او د هغه لیکوالو لیکنې خپروي چې د لومړيتوب ادارې ته یې په admin@lomritob.com برېښنالیک رالېږي.
د پاڼې ټول حقوق د لومړيتوب له اداري ډلې سره خوندي دي.